محمد عبده (د ۱۸۴۹ – د ۱۹۰۵ کال د جولای ۱۱) یو مصری اسلامي عالم، فراماسون یا فریمېسن، خبریال، ښوونکی، لیکوال، اډېټر، قاضي او د مصر لوی مفتي ؤ. هغه د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د عرب نهضت او د مسلمانانو د اصلاح غوښتنې له مهمو څېرو څخه ؤ.   [۲][۳][۴][۵]

محمد عبده
محمد عبده

د شخص مالومات
پيدايښت
عثماني سترواکي   ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه
الکزنډريا   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت عثماني سترواکي (۱۸۶۷–۱۱ جولای ۱۹۰۵)  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
تعلیم د الازهر پوهنتون   ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
استاد سيد جمال الدين افغاني   ويکيډاټا کې (P1066) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک
کاروونکي ژبه عربي ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه فقه ،  سياست   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
کار ورکوونکی د الازهر پوهنتون   ويکيډاټا کې (P108) ځانګړنې بدلې کړئ

هغه په الازهر پوهنتون کې د عالي کچې زده کونکو ته د سري اسلامي کتابونو تدریس پیل کړ، پداسې حال کې چې دی لاهم هلته زده کړې کولې. هغه د عالم په مقام کې د ۱۸۷۷ کال څخه د منطق، الهیات، د اخلاقو علم او سیاست درس وړکړ. په راتلونکي کال کې په دارالعلوم کې د تاریخ استاد او همدا راز په مدرسة الالسن کې د عربي ژبې او ادبیاتو استاد وټاکل شو.   [۶]

عبده د مطبوعاتو اتل ؤ او په المنار مجله او الاهرام ورځپاڼه کې یې زیاتې لیکنې کړې. په ۱۸۸۰ کال کې د الوقائع المصریه اډېټر شو. نوموړي د رسالت التوحید (د یووالي الهیات) او د قرآن تفسیر یې هم لیکلی دی. هغه په لنډه توګه د خپل مرشد سید جمال الدین افغان تر څنګ د واحد اسلام پالنې استعمار ضد ورځپاڼه العروة الوثقا خپره کړه.   [۷][۸]

هغه په ۱۸۸۸ کال کې د ځايي محاکمو په ابتدایه محاکمو کې قاضي وټاکل شو، په ۱۸۹۹ کال کې د استیناف محکمې مشورتي غړی او په همدې کال کې د مصریه خاورې مفتي وټاکل شو.  [۹]

ژوند لیک  

سمول

محمد عبده په ۱۸۴۹ کال کې په نیل ډلټا (Nile Delta) کې د ترکي الاصل پلار او د مصري مور څخه نړۍ ته راغلی.  کورنۍ یې د عثماني مصري نخبه ګانو څخه وه: پلار یې د عماد یا د ځايي واکمن نخبه ګانو څخه ؤ، پداسې حال کې چې مور یې د اشرفو څخه وه. ده د طنطا په یوه خصوصي ښوونځۍ کې زده کړې وکړې. کله چې دیارلس کلن شو، احمدي جومات ته چې په مصر کې یو له سترو تعلیمي مؤسسو څخه ؤ، واستول شو. عبده څه موده وروسته له ښوونځۍ څخه وتښتېد او واده یې وکړ. د واده څخه یې لږ موده وروسته په طانطا کې خپل ښوونځي ته راستون شو. په دې دوره کې عبده د خپل مسلمان صوفي تره، دروېش تر پاملرنه لاندې زده کړې وکړې، تره یې احیاګرې او اصلاح غوښتونکې مدنیه طریقې غړی ؤ، دا طریقه د شاذلیه طریقې یوه نامتو څانګه ده چې په ټول مصر، لیبیا، الجزایر او تونس کې خپره ده. دې فرقه د روحاني اعمالو سربېره، په اسلام باندې په سم عمل ټینګار وکړ، د تقلید څخه یې ډډه وکړه او د بنسټیزو لارښوونو په پيروي یې ټینګار وکړ. عبده د خپل تره تر نظر لاندې د مدنیه په مناجاتو پیل وکړ. دې تجربې په طانطا کې د هغه د ډېرو شاګردانو په څېر عبده د عرفاني آشنایی سره د صوفیانه زهدپالنې په لور بوتله. عبده خپل زیاتره راتلونکي عام افکار لکه د تقلید سره کلک مخالفت له خپل صوفي تره څخه په ارث یوړل.   [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

عبدالله په ځوانۍ کې له سختو معنوي کړکېچونو سره مخ شو، د هغو کړکېچونو په څېر وو چې د منځنۍ پېړیو مسلمان عالم او صوفي الغزالي تجربه کړل. هغه د دودیزو زده کړو او د خپل وخت د علماوو جریان له استازو څخه سخت ناخوښه ؤ. د شیخ درویش الخدیر تر نفوذ لاندې، تصوف د دیندارۍ یوه بدیله بڼه وړاندې کړه چې د عبده روحاني او فکري جوږښت به رامنځته کړي. نوموړی د ځايي محاکمو په ابتدایه محاکمو کې قاضي او په ۱۸۹۰ کال کې د استیناف محکمې مشورتي غړی وټاکل شو. لکه څنګه چې عبده به وروسته په مصر کې د هسک پوه روښان فکر په توګه راڅرګند شۍ، نو په ​​عین وخت کې يې د یوه دودیز صوفي مسلمان په توګه خپله ونډه په غاړه واخیسته. تصوف څرنګه چې د شیخ درویش له لوري عبدو ته تعلیم ورکړل شو، د دودیزو اسلامي زده کړو له محدودیتونو او ژورتیا څخه پورته شو او د اسلامي دیندارۍ پر بنسټ چې د یوې فکري، اغېزناکې مرجع له خوا رهبري کېده، ولاړ ؤ. د عبدو له نظره شیخ درویش او د هغه تعلیمات د منل شوی او معمولي تصوف څرګنداوه، چې د صوفیانه فولکلور او د عصري دورې په لومړیو کې په کلیوالي مصر کې د مروج شارلتان څخه یې توپیر درلود. عبده د شیخ درویش تر روزنې لاندې تصوف ته د خپل اوښتېدو په اړه لیکلي:   [۱۵]

په اوومه ورځ مې له شیخ څخه وپوښتل: ستا طریقه څه ده؟ هغه ځواب راکړ: اسلام زما طریقه ده، ما وپوښتل: مګر دا ټول خلک مسلمانان نه دي؟ " هغه وویل: که دوی مسلمانان وای، نو تا به نه لیدل چې د کوچنیو مسائلو په سر مجادله وکړي او کله چې له دلیل سره یا بې دلیله دروغ وایي، نه به اورېدل چې په خدای باندې قسم وکړي." دا خبرې د اور په څېر وې چې ټول هغه څه یې وسوځول چې ما د تېر وخت څخه ګران ساتل."   [۱۶]

عبده په ۱۸۶۶ کال کې د قاهرې په الازهر پوهنتون کې شامل شو، په دې پوهنتون کې یې د منطق، د اسلامي فلسفې، د الهیات او د تصوف زده کړې وکړې. هغه د سید جمال الدین افغاني شاګرد ؤ، سید جمال الدین یو مسلمان فیلسوف او دیني اصلاح کوونکی ؤ چې د اروپايي استعمار سره د مخالفت لپاره یې د واحد اسلام پالنې څخه دفاع کوله. عبده په الازهر کې د خپلو زده کړو پرمهال د دودیز نصاب او د تکراري دودیزو طریقو په اړه خپلو انتقادونو ته دوام ورکړ. د هغه له نظره افغاني د تازه فکري طریقې سره شخصي جذبه یوځای کړه چې د الازهر علماوو نه شوی وړاندې کولای. عبده د ۲۲ کلن ځوان عارف صوفي په توګه د جذبوي لارښود او د زده کړو او دیندارۍ بدیلو طریقې په لټه کې ؤ، نو افغاني یې خپل مرشد غوره کړ. د دوی د مرید-مرشد اړیکو اته کاله دوام وکړ او افغانی وکړی شول چې د خپل ځوان شاګرد تمې پوره کړي. عبده د افغاني تر اغېزې لاندې ژورنالیزم، سیاست او خپله لېوالتیا له اسلامي عرفاني روحانیت سره یوځای کړل. افغاني په فلسفي تکیې سره د عبده تصوف بډایه کړ او په دې توګه یې د هغه پام د اسلام عقلاني تعبیرونو راواړاوه. د افغاني درسونو د هغه صوفیانه عرفان د پارسي تشیع له باطني او عرفاني دود سره ګډ کړ. هغه عبدو ته د مصر او اسلامي نړۍ د ستونزو او د لوېدیځ تمدن د تخنیکي لاسته راوړنو په اړه هم زده کړې ورکړې.   [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

عبدو ته په ۱۸۷۷ کال کې د عالم درجه ورکړل شوه او په الازهر پوهنتون کې یې د منطق، اسلامي الهیات او اخلاقو تدریس پیل کړ. په ۱۸۷۸ کال کې یې د قاهرې د ښوونکو د روزنې کالج په دارالعلوم کې چې وروسته د قاهرې پوهنتون سره یو ځای شو، د تاریخ استاد وټاکل شو. همدا راز هغه د خيديوال د ژبو په مکتب کې د عربي ژبې د تدريس لپاره وټاکل شو. نوموړی د اسلامي نوې پالنې (Islamic Modernism) یو له مهمو بنسټګرو څېرو څخه شمېرل کېږي، کله کله د عقل پالنې (rationalism) پر بنسټ د اسلامي الهیاتو د منځنۍ پېړۍ د همنومي مکتب، "نوی-معتزله پالنې" په نوم یادېږي. عبده د مصر د رسمي ورځپاڼې، الواقعة المصرية مسونګر مشر هم وټاکل شو. هغه د مصر د ټولنې د ټولو اړخونو د سمون لپاره متعهد ؤ او باور یې درلود چې تعلیم د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره غوره لاره ده. دی د ښه دیني تعلیم چې د ماشوم اخلاق پیاوړي کړي او د علمي تعلیم چې د ماشوم عقلي وړتیا ته وده وکړي، پلوي ؤ. نوموړي په ​​خپلو مقالو کې د شتمنو په فساد، خرافاتو او په عیاش ژوند نیوکې کړې دي.   [۲۲][۲۳]

د هغه د سیاسي فعالیت له امله، افغاني په ۱۸۷۹ کال کې جلاوطن شو او عبده خپل کلي ته وشړل شو. په راتلونکي کال کې د ملي ورځپاڼې واک ورکړل شو او له دې څخه د استعمار ضد خپلو افکارو د خپرولو او د ټولنیز او دیني اصلاحاتو لپاره د اړتیا د یوې وسیلې په توګه کار واخیست. نوموړی په ۱۸۷۹ کال کې د احمد عرابي په مشرۍ د مصر ملتپال عرابي بغاوت څخه د ملاتړ له وجهې، د برېتانوي ځواکونو له خوا په ​​۱۸۸۲ کال کې له مصر څخه د شپږو کلونو لپاره جلاوطن شو. هغه ویلي وو چې هرې ټولنې ته باید اجازه ورکړل شي چې د خپل تاریخ او اوسنیو شرایطو پر بنسټ د حکومت مناسبه بڼه غوره کړي. عبده څو کاله په عثماني لبنان کې تېر کړل او هلته یې د اسلامي تعلیمي نظام په رامنځته کولو کې مرسته وکړه. په ۱۸۸۴ کال کې د فرانسې پاریس ښار ته لاړ او هلته یې له افغاني سره یو ځای د العروة الوثقا په نامه اسلامي انقلابي مجله خپره کړه چې د برېتانیې ضد نظریاتو ته یې وده ورکړه. عبده هم له برېتانيې څخه لیدنه وکړه او د مصر او سوډان د حالاتو په اړه يې له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې وکړې. په انګلستان او تونس کې له لنډې مودې پاتې کېدو وروسته، په ۱۸۸۵ کال کې د ښوونکي په توګه بیروت ته راستون شو او د مختلفو دیني مخینو پوهان پرې راټول شول. هغه د خپلې مېشتېدنې په ترڅ کې خپلې هڅې د اسلام، عیسویت او یهودیت ترمنځ د درناوي او ملګرتیا د زیاتوالي لپاره اختصاص کړې.[۲۴]

کله چې عبده په ۱۸۸۸ کال کې مصر ته راستون شو، خپله قانوني دنده یې پیل کړه. دی د لومړي ځل لپاره د ځايي محاکمو په ابتدایه محاکمو کې قاضي وټاکل شو او په ۱۸۹۱ کال کې د استیناف محکمې مشورتي غړی شو. په ۱۸۹۹ کال کې د مصر لوی مفتي وټاکل شو، چې ترټولو لوی اسلامي مقام دی او تر مړینې پورې یې دا دنده په غاړه درلوده. هغه د یوه قاضي په توګه، په ​​ډېرو پرېکړو کې ښکېل ؤ، چې ځینې یې آزادي پاله ګڼل کېږي لکه د غیرمسلمانو له خوا د ذبح شوې غوښې د کارولو وړتیا او د پور سود منل. آزادي پاله نظرونو يې هغه په انګریزانو، په ځانګړې توګه په لارډ کرومر باندې ګران کړ. خو دوی د هغه، د خدیو عباس حلمي او ملتپال مشر مصطفی کامل پاشا ترمنځ د تفرقي لامل هم شول. کله چې عبده په ​​مصر کې ؤ، یوه دیني ټولنه يې رامنځته کړه، د عربي علومو د احیا لپاره د ټولنې مشر شو او د ازموینو، نصاب او د استادانو او محصلینو د کاري شرایط د ودې لپاره د وړاندیزونو په وړاندې کولو سره یې د الازهر پوهنتون د تعلیمي سیسټم د اصلاح لپاره کار وکړ. په ۱۹۰۰ کال کې یې د عربي ادبیاتو د احیا ټولنه رامنځته کړه.   [۲۵][۲۶]

هغه زیات سفرونه وکړل او په کمبرج او آکسفورډ کې یې د اروپایي پوهانو سره ولیدل. د فرانسې قانون يې مطالعه کړ او د ویانا او برلین په کتابتونونو کې یې زیات شمېر اروپایي او عربي ستر ادبي اثار ولوستل. د خپلو سفرونو څخه لاسته راغلې پایلې يې دا وې چې مسلمانان د خپل دین او د ظالمو واکمنانو د استبداد په اړه له ناپوهۍ څخه ځورېږي. عبده د ۱۹۰۵ کال د جولای په ۱۱ په اسکندریه کې د پښتورګو د سرطان له امله مړ شو.   [۲۷]

سرچينې

سمول
  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w64z2p4j — subject named as: Muhammad Abduh — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. Kudsi-Zadeh, A. Albert (January–March 1972). "Afghānī and Freemasonry in Egypt". Journal of the American Oriental Society. American Oriental Society. 92 (1): 25–35. doi:10.2307/599645. ISSN 0003-0279. JSTOR 599645. LCCN 12032032. OCLC 47785421. In these efforts, Afghani was aided by some of his own disciples whom he persuaded to join Freemasonry [...] It was through this association, remarks Rida, that 'Abduh was able to establish contact with Tawfiq Pasha and other leaders of Egypt.
  3. "ʿAbduh, Muḥammad". Encyclopaedia of Islam, THREE 3. (2007). Leiden and Boston: Brill Publishers. DOI:10.1163/1573-3912_ei3_COM_0103. ISBN 9789004161641. 
  4. Richard Netton, Ian (2008). "'ABDUH, MUHAMMAD (1849–1905)". Encyclopedia of Islamic Civilisation and Religion. Abingdon, Oxon: Routledge. p. 6. ISBN 978-0-7007-1588-6. .. [Abduh became] a member of the Council of al-Azhar in 1895 and Chief Mufti (Legal Official) in 1899.
  5. E. Campo, Juan (2009). Encyclopedia of Islam. New York: Facts On File, Inc. pp. 5–6. ISBN 978-0-8160-5454-1.
  6. "ʿAbduh, Muḥammad". Encyclopaedia of Islam, THREE 3. (2007). Leiden and Boston: Brill Publishers. DOI:10.1163/1573-3912_ei3_COM_0103. ISBN 9789004161641. 
  7. "ʿAbduh, Muḥammad". Encyclopaedia of Islam, THREE 3. (2007). Leiden and Boston: Brill Publishers. DOI:10.1163/1573-3912_ei3_COM_0103. ISBN 9789004161641. 
  8. "Urwat al-Wuthqa, al- - Oxford Islamic Studies Online". www.oxfordislamicstudies.com. Archived from the original on 26 April 2014. نه اخيستل شوی 6 June 2020. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  9. "ʿAbduh, Muḥammad". Encyclopaedia of Islam, THREE 3. (2007). Leiden and Boston: Brill Publishers. DOI:10.1163/1573-3912_ei3_COM_0103. ISBN 9789004161641. 
  10. Arthur Goldschmidt, Biographical Dictionary of Modern Egypt, Lynne Rienner Publishers (2000), p. 10
  11. Adams, Charles Clarence (1933), "Muhammad Abduh: Biography", Islam and Modernism in Egypt, Volume 10, Taylor & Francis, p. 18, ISBN 0415209080, True, his father 'Abduh ibn Hasan Khair Allah, came from a family of Turkish origin that had settled in the village of Mahallat Nasr in the Buhairah Province at some remote time in the past...
  12. Hourani, Albert (1962). Arabic Thought in the Liberal Age. Great Britain: Oxford University Press. p. 130.
  13. Sedgwick, Mark (2013). "Chapter 1: The Student". Makers of the Muslim World: Muhammad Abduh. One World Publications. pp. 3–4, 13. ISBN 978-1851684328.
  14. Hourani, Albert (1962). Arabic Thought in the Liberal Age. Great Britain: Oxford University Press.
  15. Scharbrodt, Oliver (2007). "The Salafiyya and Sufsm: Muhammad 'Abduh and his Risalat al-Waridat (Treatise on Mystical Inspirations)". Bulletin of the School of Oriental and African Studies, University of London. Cambridge University Press. 70 (1): 92. doi:10.1017/S0041977X07000031. JSTOR 40378895. S2CID 170641656 – via JSTOR.
  16. Scharbrodt, Oliver (2007). "The Salafiyya and Sufsm: Muhammad 'Abduh and his Risalat al-Waridat (Treatise on Mystical Inspirations)". Bulletin of the School of Oriental and African Studies, University of London. Cambridge University Press. 70 (1): 89–115. doi:10.1017/S0041977X07000031. JSTOR 40378895. S2CID 170641656 – via JSTOR.
  17. Kügelgen, Anke von. "ʿAbduh, Muḥammad." Encyclopaedia of Islam, v.3. Edited by: Gudrun Krämer, Denis Matringe, John Nawas and Everett Rowson. Brill, 2009. Syracuse University. 23 April 2009
  18. Hourani, Albert (1962). Arabic Thought in the Liberal Age. Great Britain: Oxford University Press.
  19. Kedourie, E. (1997). Afghani and 'Abduh: An Essay on Religious Unbelief and Political Activism in Modern Islam, London: Frank Cass. ISBN 0-7146-4355-6.
  20. حلمي،, عبد الوهاب، محمد (2018). التصوف في سياق النهضة: من محمد عبده الى سعيد النورسي (په عربي). Markaz Dirāsāt al-Waḥdah al-ʻArabīyah. ISBN 978-9953-82-815-2.
  21. Scharbrodt, Oliver (2007). "The Salafiyya and Sufsm: Muhammad 'Abduh and his Risalat al-Waridat (Treatise on Mystical Inspirations)". Bulletin of the School of Oriental and African Studies, University of London. Cambridge University Press. 70 (1): 93–94. doi:10.1017/S0041977X07000031. JSTOR 40378895. S2CID 170641656 – via JSTOR.
  22. Kügelgen, Anke von. "ʿAbduh, Muḥammad." Encyclopaedia of Islam, v.3. Edited by: Gudrun Krämer, Denis Matringe, John Nawas and Everett Rowson. Brill, 2009. Syracuse University. 23 April 2009
  23. Ahmed H. Al-Rahim (January 2006). "Islam and Liberty", Journal of Democracy 17 (1), pp. 166-169.
  24. Kügelgen, Anke von. "ʿAbduh, Muḥammad." Encyclopaedia of Islam, v.3. Edited by: Gudrun Krämer, Denis Matringe, John Nawas and Everett Rowson. Brill, 2009. Syracuse University. 23 April 2009
  25. Brockett, Adrian Alan, Studies in two transmissions of the Qur'an, p11
  26. Kügelgen, Anke von. "ʿAbduh, Muḥammad." Encyclopaedia of Islam, v.3. Edited by: Gudrun Krämer, Denis Matringe, John Nawas and Everett Rowson. Brill, 2009. Syracuse University. 23 April 2009
  27. Kügelgen, Anke von. "ʿAbduh, Muḥammad." Encyclopaedia of Islam, v.3. Edited by: Gudrun Krämer, Denis Matringe, John Nawas and Everett Rowson. Brill, 2009. Syracuse University. 23 April 2009