محمد بياض
محمد بياض (زوکړه؟، خيبر پښتونخوا، د سوابۍ ولسوالۍ - مړینه؟) د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر وو.
مخينه
سمولرنګين خياله شاعر محمد بياض د سوابۍ په سیمه کې زېږودلی دی. په ادبي تذکرو کې د بياض په نامه دوه شاعران ذکر شوي، چې يو د دولسمې پېړۍ د وروستيو قاضي بياض په نامه دی چې د پښتو د نوميالي شاعر علي خان خټک د وخت وو او له علي خان سره يې علمي او ادبي ناسته او تگ راتگ درلود، د قاضي خېلو دله کورنۍ سره يې اړوندي درلوده او ارامځای يې په چارسده کې دی. د هغه بياض په اړه چې دلته ليکنه شوې او يادونه يې کېږي، هغه د ۱۲۰۰ سپوږميزې لېږدي پېړۍ خواوشا کې د سوابۍ د زيده په نامتو کلي کې ژوند کاوه، چې د پښتو ژبې يو رنگين خياله شاعر وو. هغه د خپل نوم په اړه وايي:
مسافر محمد بياض سره څه نشته - په نخاس کې خرڅوي سر يې در زار شه
د خپل ځای ځايگي باره کې وايي:
بې دغه دې هوس نشته بياضه - پس له دې دې په زيده کې تمام تير شو
او بل ځای وايي:
د بياض د نري رنځ چې د زړه مل شه - ځوانيمرگ به آخر لاړ شي له زيدې
او د خپل نسب په اړه داسې وايي:
که پوښتنه څوک زما د نسب کاندي - زه په اصل يم جدون له پلار له جده
د بياض مالي اکر (حالت) ښه نه وو، د زيدې نامتو خان اشرف خان به ورسره مالي مرسته کوله ځکه خو د اشرف خان په اړه وايي:
مړه ژوندي ورپسې واړه افسوس کاندي - چې بياض د اشرف خانه مرور لاړ
په شاعرۍ کې يې څو ځايه د خپل پير طريقت يادونه د څوکنو د ميا عمر صيب يادونه کړې، لکه په دې شعر کې چې وايي:
غم به نه وينې بياض تر مرگه پورې - چې مريد د ميا صاحب د څوکني شو
د بياض شاعري
سمولد بياض شاعري که يو له يوې خوا د مينې، ښکلا، جمال، پند او نصيحت نه ډکه ده، نو له بلې خوا پکې د خيال رنگيني داسې ځلېږي:
ما بياض لره چې يار خوله راکوله - لکه لښته راته ماته بند په بند شه
چې ترې اخلم چرې خوله وچولی تريو که - يار په خوله نا نا کوي په رضا زړه يې
سود يې نه شي په ديدن خوله ورنزدې کړه - د بياض د زړه دمه په ښکلول کړي
يو غزل يې دادی:
چې خيرات د سپينې خولې راباندې زباد کړه - اشنا يي زما د درست عمر برباد کړه
دوه مئين چې په يو ځای سره خوښ نه وي - د غمازو دې خدای ورک بيخ و بنياد که
لکه غل چې لاس تړلی سرتور بيوه شي - سترگې ستا راباندې دا رنگې فساد کړه
نو خوبان په خپل ښايست باندې خجل کړي - چې راپورټه مړاوې سترگې پريزاد کړه
چې يو ځله په بيلتون تاخت و تاراج شې - هغه کور به بيا د زړه کله اباد شي
د بياض دې حياتگي که خدای حيات - په ظاهر باطن به تا دغه فرياد کړه
هر ماښام چې که څوک لاس په دعا پورته - پرديسي بياض دې هم پکې بيا ياد کړه
د بياض ديوان پر ۱۹۴۰ زېږدي کال د کهوهي برمول د گنډېرو شريف مولوي محمد ايوب په کتابتون کې خوندي وو. دا دېوان همدغه مولوی صاحب موندلی وو چې لومړی ځل هغه پر ۱۹۵۸ زېږدي کال د پېښور په جهانزيب پريس کې چاپ کړ. تر دې وروسته بيا دغه دېوان کمپېښه شو، نو هغه وو چې دويم ځل نوميالي شاعر، لیکوال او څېړونکي ارواښاد عبدالله بختاني خدمتگار پر ۱۳۸۳ لمريز لېږدي کال د پېښور په قيصه خوانۍ بازار کې د دانش خپرندويه ټولنه کې چاپ کړ.
مړينه
سمولچاپ شوي نښيرونه يې
سمول۱- د بياض دېوان، نقل، سمون، حاشيې د سرڅېړونکي عبدالله بختاني حدمتگار، د ۱۳۸۳ لمريز لېږدي کال، پېښور چاپ.
اخځليک
سمول۱- د لیکوال او شاعر ميا وکيل شاه فقيرخېل فېسبوک پاڼه.