محبت خان
محبت خان (۱۷۵۰ زېږدي کال، روهیلکهنډ - ۱۸۰۹ زېږدي کال، هند اتهرپردیښ) د پښتو ژبې ليکوال او شاعر وو.
مخينه
نواب محبت خان پر ۱۷۵۰ زیږدي کال په روهیلکهنډ کې زیږیدلی وو. نواب محبت خان بړیڅ د شهید حافظ الملک حافظ رحمت خان بړیڅ (۱۷۷۴ زیږدي کال مړ) زوی وو. هغه د خپل پلار د مړینې پر مهال ۲۴ کلن زلمی وو. د محبت خان د پلار تر وژل کېدو رووسته د هغوی کورنۍ له قدرت او شتمنۍ دواړو بې برخې شوه، خو دغې مایوسۍ پر هغه کوم ناوړه اغېر ونه ښند او د پلار تر مړینې وروسته لکهنو ته ولاړ او هلته اوسیده. تر هغه وروسته يې علمي او ادبي کارونو ته ملا وتړله. د پلار له مرگه په راوروسته عمر کې یې، چې په لکنهو کې اوسېده، په پښتو، فارسي او اردو کې د شعر دیوانونه ولیکل او د ریاض المحبت مشهوره ډکشنري یې تالیف کړه. د هغه له سرگذشته دا الهام اخلو چې انسان د خپلو ترخو خاطرو په کنډوالو باندې د خپل همت او محبت په مټ، د کامیابۍ دنگه ماڼۍ درولای شي.
ليکوال او څېړونکي زلمي هېوادمل، چې د محبت خان پښتو دېوان یې د چاپ جوگه کړی، پر دیوان په خپله سریزه کې لیکي: «داسې ښکاري چې نواب محبت خان په لکنهو کې له استوگن کېدو وروسته ټول ژوند د کتابونو په مطالعه، لیکلو، لوستلو او شعر ویلو تېراوه؛ له شاعرانو، ادیبانو او علماوو سره یې ناسته ولاړه او مراوده وه او د لکنهو په علمي او ادبي محافلو کې محشور و.» استاد هېوادمل په یوه بل کتاب کې «په هند کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ایجاد او ودې پړاوونه» د محبت خان په اړه کښلي، چې په هند کې د ۱۲ سپوږمیزې پېړۍ د وروستیو کلونو او د ۱۳ پېړۍ په ډېری ادبي تذکرو کې د نواب محبت خان يادونه شوې او گردو تذکره لیکونکو یې د ښو اخلاقو او فضل او دانش یادونه کړې ده.
نواب محبت خان یو زړور، غیرتي او په پښتو او پښتونواله ټینگ ولاړ پښتون وو. نوموړی په پښتو، پارسی، اردو، هندي، عربي او سانسکرېټ ژبو پوهېده او په پښتو، پارسي، اردو، هندي او عربي ژبو کې یې شاعري کړې ده.
نواب محبت خان بړیڅ د هند د روهليکنډ د سیمي نواب د پښتو قاموس ریاض المحبت په لیکلو سره د پښتو ادب ژبدود او وییښود (لغت ښودنې) بنسټ کېښود.
نواب محبت خان بړیڅ دپښتو ژبې ښه شاعر وو. هغه په پښتو اشعارو کې د هندي سبک پیرو وو. د هغه د پښتو ژبې دیوان چې (دیوان محبت) نومېږي، خطي نسخې د هند د رامپور او د برتانيا د بودلیان په کتابتونونو کې خوندي دي.
د شعر بېلگې
د نواب محبت خان د دیوان ځینې پښتو شعرونه:
الهي آه او ناله د محبت را - اور د مينې پر کاله د محبت را
لکه گل په غم د عشق مې ځيگر خون کړه - داغ په زړه لکه لاله د محبت را
تشنه لب د مى د مينې هر نفس يم - په کرم يوه پياله د محبت را
د یوه بل شعر بیلگه:
امتياز ظاهر د پاک وي له ناپاکه - په هېڅ شان به آيينه نه شي څپياکه
ته ناحق په ما کينه کړې کينه ناکه - په کينه به آيينه نه کړې ته پاکه
نواب محبت خان بړیڅ په پارسي ژبه کې د(اسرار محبت) په نامه یوه پارسي بولـله (قصیده) او همدا راز د پارسی ژبې د قواعدو یوه لغتنامه لري چې (آمد نامه ) نومېږي. دا هم د هغه د پارسی شعر یوه بېلگه:
دست شوقم گر چنین سوی بیابان میرود - چاک هردم از گریبان تا بدامان میرود
پیچ وتابم از جنون گر نیست خاک من چرا - گرد بادي میشود وسوی بیابان میرود
دا هم د نواب محبت خان بړیڅ د اردو کلام یوه بېلگه:
نی زر نه زور نه یار آشنا کا نام - رکهتی هین ابني پاس صنم هم خدا کا نام
ظالم کهون مین یاکه ستمگار همدمو - کیا پوچتهي هو مج سی تم اس بیوفا کا نام
دا هم د نواب محبت خان بړیڅ د عربي ژبې د اشعارو یوه بېلگه:
اذالم یبق فی الاسلام اثار - جری من مقلتي دمع کا انهار
فقلت لهاتف من یظهرالدین - فجاء الصوت سلطان الجهاندار
مړینه
نواب محبت خان بړیڅ پر ۱۸۰۹ زېږدي کال د ۵۹ کلونو په عمر د هند د اتهر پردیښ په منځۍ (مرکز) لکهنو کې ومړ او وزیر باغ ته نږدې په کشور گنج هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. اروا دې يې ښاده او جنت دې يې ځای وي.
ليکلي او چاپ شوي نښيزونه يې
۱- پښتو دیوان، د ۱۳۸۴ لمريز کال چاپ.
۲- ریاض المحبت (پښتو قاموس).
اخځليک
۱- https://www.nunn.asia/61396/61396/
۳-