مجدد الف ثاني

شيخ احمد سرهندي بن شيخ عبدالاحد فاروقي(١٥٦٤-١٦٢٤) چي په مجدد الف ثاني هم مشهور ده. د هندوستان يو وتلى عالم او د نقشبنديه طريقې مهم غړى وو. اسلام ته د بې ساري خدمت له امله د مجدد لقب ورکړل شوى ده.

د نقشبنديه طريقې ډېري څانګي لکه مجددي،خالدي،سيفي،طاهري،قاسيمي او حقاني خپل مذهبي تړاو له سرهندي صاحب سره بولي.

ابتدايي ژوند او زده کړه سمول

شيخ احمد سرهندي د ١٧٩ه کال د شوال په ١٤چی د (۱۵۶۴/۶/۲۶ز)سره سمون خوری د سرهند په کلي کي وزېږېد. زياتره لومړنۍ زده کړي يې له خپل پلار شيخ عبدلاحد،ورور شيخ محمد صديق او شيخ محمد طاهر لاهوري نه وکړې.هغه همدارنګه قران کريم حفظ کړ. له دې وروسته يې په سيالکوټ کي زده کړي وکړې،کوم چي د مولانا کمال الدين کشميري فکري مرکز وو.هلته سرهندي صاحب فلسفه،دينپوهنه اوسولپوهنه (منطق) زده کړل.او د شيخ يعقوب سرفي نه يې حديث او تفسير ولوستل.له قاضي بهلول بدخشاني نه يې فقه، سيرت او تاريخ ولوستل.

سرهندي رح همدارنګه په سهرورديه، قادريه، او چشتيه کي چټك پرمختګ وکړ، ده ته په ۱۷ کلنۍ کي خلافت ورکړل شو او نورو ته د وظيفې ورکولو اجازه ورکړل شوه. هغه د شيخ محمد الباقي په لارښوونه په نقشبنديه طريقه کي ګډون وکړ. د هغه 

نظريه سمول

مجدد الف ثاني رح په خپلو لارښوونو کي د شريعت او تصوف په ګډ تړاو ټينګار کاوه.د سرهندي صاحب نظريات هراړخيز وو.هغه په دې ټينګار کاوه چي تصوف د شريعت مهمه برخه ده.او په هغو عالمانو يې انتقاد کاوه کومو چي يوازي ظاهري شريعت زده کاوه.

د تصوف سلسله سمول

نقشبندیه سلسله سمول

د شيخ احمد سرهندي رح د طريقت سلسله تر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم پوري رسېدلي، چی مكمله سلسله يي په لاندي ډول ده.

  1. حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ارام ځاى مدينه منوره سعودي عربستان (۵۷۰-۶۳۲ز)
  2. ابوبکر صديق رض وفات ۱۳ هجری مدینه منوره، عربستان.
  3. سلمان فارسی، وفات ۳۵ هجري، مدائن عربستان.
  4. قاسم ابن محمد ابن ابوبکر صدیق،وفات ۱۰۷ هجري،مدينة منورہ، سعودي عربستان.
  5. جعفر صادق،وفات ١٤٨ هجري،مدينه منورہ سعودي عربستان.
  6. بایزید بستامي وفات ٢٦١، بستام،ايران(٨٠٤_٨٧٤ميلادي).
  7. ابوالحسن خرقاني،وفات ٤٢٥ هجري،خرقان ايران.
  8. ابوالقاسم جرجاني،وفات ٤٥٠هجري،جرجان،ایران.
  9. ابوعلي فرمادي،وفات ٤٧٧ هجري،طوس،خرسان،ايران.
  10. ابويعقوب يوسف همداني،وفات ٥٣٥، مرة،خراسان،ايران.
  11. عبدالخالق جزجواني،وفات،٥٧٥ هجري,الدوام،بخارا،ازبکستان.
  12. عارف ريوگري،وفات،٦١٦ هجري،ريوگر،بخارا، ازبکستان.
  13. محمود انجير فغنوي،وفات ٧١٥، وابكني،ماورالنهر، ازبکستان.
  14. عزيز علي راميتني،وفات،٧١٥ هجري، خوارزم،بخارا،ازبکستان.
  15. محمد بابا سماسي،وفات،٧٥٥ هجري، سماس،بخارا،ازبکستان.
  16. امير كلال، وفات،٧٢٢ هجري، سكر،بخارا،ازبکستان.
  17. محمد بہاالدین نقشبندي، وفات،٧٩١ هجري،قصر عارفان، بخارا،ازبکستان(١٣١٨_١٣٨٩ميلادي).
  18. علاءالدين اتر بخاري، جعفنيان،ماورالنهر،ازبکستان.
  19. يعقوب چرخي، وفات،٨٥١ هجري، تاجکستان.
  20. عبیدالله احرار ، وفات ٨٩٥ هجري، سمرقند،ازبکستان.
  21. محمد زاهد وخشي، وفات،٩٣٦ هجري،وخشي،ملك حسار،تاجکستان.
  22. درويش محمد، وفات،٩٧٠ هجري،سمرقند،ازبکستان.
  23. محمد امكنگي، وفات،١٠٠٨ هجري، اكانگ، بخارا،ازبکستان.
  24. رضي الدین محمد باقي بالله،وفات، ١٠١٢ هجري، ډهلى،هندوستان.
  25. احمد الفاروقي السرهندي، وفات،١٠٣٤ هجري، سرهند،هندوستان.

دا هم وګورئ  سمول

  • مجدد
  •  تصوف