مایا تمدن

پخوانی ميسو امريکايي کلتور او تمدن چې د مايا قوم په وسيله رامنځته شوی وو

د مایا تمدن ( /ˈmə/ ) د میسوامریکن اړوند یو تمدن وو چي له لرغونې دورې څخه تر عصري دورې پوري یې شتون درلود. دا تمدن د خپلو لرغونو معبدونو او ګرافونو (لیکنو) پر بنسټ پېژندل کیږي. د مایا سکریپټ یا لیک د کولمبیا څخه مخکې په امریکا کي ترټولو پیچلې او خورا پرمختللې د لیکلو تګلاره ګڼل کیږي. یاد تمدن د خپل هنر، معمارۍ، ریاضیاتو، تقویم او ستورپوهنې سیسټم له کبله هم ډېر مشهوره دی.

مايا تمدن
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځایناستی
اړين مالومات
د ړنګېدو وخت
۱۵۲۱ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

د مایا تمدن د مایا په سیمه کې پرمختګ کړی دی، هغه سیمه چې نن د مکسیکو په سوېل ختیځ او د هندوراس او ال سلواډور په لوېدیځ کې پرته ده. پدې کې د یوکاتان ټاپووزمې شمالي ټیټې سیمې، سیرا ماډرې چې د ګواتیمالا لوړې ځمکې بلل کیږی ، د مکسیکو ایالت چیاپاس، سوېلي ګواتیمالا، ال سلواډور او د آرام سمندر د ساحل سوېلي ټیټې سیمې راځي. د مایا نسل چې اوس وخت په ټولیزه توګه د مایا په نوم پېژندل کیږي شمېر یې د ۶ ميلیون څخه پورته دی، له ۲۸ څخه په ډېرو ژوندیو پاتې سویو مایا ژبو باندې خبرې کوي او په شته سیمه کې د دوی د پلرونو په څېر ژوند کوي.

د مایا د لرغونتوب دوره د ۲۰۰۰ مخزېږديز څخه مخکي د کرنې او لومړنیو کلیو په برخه کي لیدل سوې ده. تر کلاسیکي دورې وړاندي ( شاوخوا ۲۰۰۰ مخکي تر زیږد ) د مایا په سیمه کي د لومړنیو پیچلو ټولنو رامینځته کېدل پیل سوه، او بېلابېل محصولات یې ټولني ته وړاندي کړل. د مایا لومړنیو ښارونو شاوخوا ۷۵۰ مخکي تر زیږد وده وکړه، او د ۵۰۰ مخکي تر زیږذ په اوږدو کي دا ښارونو د پام وړ معمارۍ درلودې، چي د لویو معبدونو په شمول بېلابېل ځایونه پکښي راتلل. هیروګلیفیک لیکنه د مایا په سیمه کي د دریمې پیړۍ مخکي تر زیږد پوري کارول کیدی. تر کلاسیک وړاندي دورې په وروستیو کي په پیټین بیسن کي یو شمیر لویو ښارونه وده وکړه، او د کامینالجیو ښار د ګواتیمالا په لوړو کي د شهرت پوړو ته ورسید. د ۲۵۰ زیږدیز په شاواخوا کي کلاسیکي دورې په پراخه کچه شتون درلود. پدې دوره کې د مایا تمدن د ډېرو ښارګوټو هیوادونو خاوند سو چي د یوې پیچلي سوداګرۍ شبکې لخوا کنټرول کېدی. د مایا په ټیټو ټاپوګانو کې دوه لوی سیالان د تکال او کالاکمول ښارونه پیاوړي او پراخه سول. په نهمه پیړۍ کي د مرکزي مایا په سیمه کي پراخه سیاسي سقوط رامنځ ته سو چي په پایله کي یې کورنۍ جګړې، د ښارونو خالی کېدل او د نفوس شمال ته تګ پیل سو. په ۱۶ پېړۍ کې اسپانوي امپراتورۍ د میسوامریکن سیمه مستعمره کړه، او د جګړو اوږدې لړۍ په ۱۶۹۷ کي د مایا وروستی ښار نوجپین هم وپرځاوه.

د تاریخونو پر اساس مایا اشرافیانو ښه سواد درلود، او د هیروګلیفیک لیکلو پیچلي سیسټم یې رامینځته کړ. دوی د کولمبیا دمخه امریکا کي د لیکلو خورا پرمختللی سیسټم کاراوه. مایا خپل تاریخ او رسمي پیښي په سکرین فولډ کتابونو کي ثبت کړې، چې یوازې درې بې ساري بیلګي یې پاتي دي، او نور د هسپانويانو لخوا ویجاړي سولې. برسېره پردې، د مایا متنونو ډیری مثالونه په سټیلا او سیرامیکونو کي هم موندل سوي دي. مایا د یو بل سره تړلو رسمی تقویمونو یوه خورا پیچلې لړۍ رامینځته کړې وه، او ریاضیات یې په کار واچول چي د بشر په تاریخ کي د څرګند صفر ترټولو دمخه پېژندل سوي مثالونه پکې راځي.

سرچينې

سمول
  1. "Art & Architecture Thesaurus". بياځلي په سپټمبر ۲۰۲۰.{{cite web}}: CS1 errors: dates (link)
  2. "Art & Architecture Thesaurus". بياځلي په سپټمبر ۲۰۲۰.{{cite web}}: CS1 errors: dates (link)