ګواتیمالا (/ wɑːtəˈmɑːlə ) (واورئ): Spanish: [ˈgwateˈmala] GWAH-tə-MAH-lə واورئ ((، په رسمي ډول د ګواتیمالا جمهوریت (هسپانوي: República de Guatemala) ، په مرکزي امریکا کې یو هېواد دی چې شمال او لویدیځ ته له مسکسیکو، شمال ختیځ ته له بیلیز او کارابین، ختیځ ته هاندوراس، سویل ختیځ ته له ال سلوادور او سویل ته له ارام سمندر سره پوله لري. دا هېواد له شاوخوا 17.2 ملیونه اټکل شوي نفوس سره ، په مرکزي امریکا کې ترټولو ډډېر نفوس لرونکی هېواد دی او په امریکا کې 11م ډېر نفوس لرونکی هېواد دی. ګواتیمالا یوه ټانکیزه ډیموکراسي ده؛ د دې هېواد پلازمېنه او لوی ښار د نیوا ګواتیمالا دی لا اسونسیون دی، چې د ګواتیمالا ښار په نوم هم پیژندل کیږي، چې په مرکزي امریکا کې ترټولو لوی ښار دی.

د مایا تمدن اصلي برخه، چې د میزوامریکا په اوږدو کې پرته ده، په تاریخي لحاظ د اوسنۍ ګواتیمالا په خاوره کې میشت ؤ. په 16مه پیړۍ کې، د دې سیمې ډېره برخه د هسپانویانو له خوا فتحه شوه او د نوې هسپانیا د د نائب السلطنه د یوې برخې په توګه یې خپل شتون اعلان کړ. ګواتیمالا په 1821ز کال کې له هسپانیې او مکسیکو څخه خپلواکي ترلاسه کړه. په 1823ز کال کې ګواتیمالا د مرکزي امریکا د فدرالي جمهوریت برخه وګرځېده، کوم چې بیا په 1841زکال کې منحل شو.

د نولسمې پیړۍ له نیمایي څخه تر وروستیو پورې، ګواتیمالا د اوږدې بې ثباتۍ او کورنۍ جګړې سره مخامخ شوه. د شلمې پیړۍ په پیل کې، دا هېواد د یو شمیر دیکتاتورانو له خوا اداره کېده چې د متحد-میوو شرکت او د متحده ایالاتو د حکومت لخوا یې ملاتړ کیده. په 1944ز کې، مستبد مشر جورج یوبیکو د ډیموکراسۍ پلوه پوځي کودتا له لارې راوپرځول شو، چې په دې سره د لسیزو-اوږد انقلاب پیل شو کوم چې د پراخو ټولنیزو او اقتصادي اصلاحاتو لامل شو. په 1954ز کې د متحده ایالاتو په ملاتړ نظامي کودتا انقلاب پای ته ورساوه او دیکتاتور رژیم یې واک ته ورساوه.[۱]

له 1960ز څخه تر 1996ز پورې، ګواتیمالا د متحده ایالاتو په ملاتړ د حکومت او کیڼ اړخو یاغیانو تر منځ خونړۍ کورنۍ جګړه تجربه کړه، په کومه کې چې د پوځ له خوا د مایا نسل توکميزه ټول-وژنه هم شاملېږي. د ملګرو ملتونو - د سولې د خبرو اترو له تړون راهیسې، ګواتیمالا اقتصادي وده تر لاسه کړه او بریالۍ ډیموکراتیکې ټاکنې پکې وشوې، اما دا هېواد تر اوسه هم د بې وزلۍ او جرمونو لوړې کچې، د مخدره توکو مافیایي کړیو، او بې ثباتۍ سره مبارزې ته دوام ورکوي. د 2014 ز له مخې، ګواتیمالا د بشري پرمختیا د شاخص له مخې د 33 لاتینې امریکا او کارابین هېوادونو څخه 31م ځای درلود.[۲][۳][۴][۵]

په ګواتیمالا کې له بیولوژیکي پلوه د پام وړ او ځانګړو ایکوسېستمونو کثرت، ډېری ځایي ډولونه شاملوي او د ژویو تنوع د اوسېدو اصلي ځای په توګه د میسوامریکا په ټاکل کیدو کې مرسته کوي.[۶]

رېښه

د "ګواتیمالا" نوم د Nahuatl له کلیمې Cuauhtēmallān (nahwiki) یا "د ډېرو ونو ځای"، څخه اخیستل شوی، د "ډډېرو ونو د ځای" لپاره مایایي کلیمې K'iche' څخه یا ښايي په ځانګړې توګه، د Cuate/Cuatli ونې Eysenhardtia لپاره مشتق شوی دی. دا هغه نوم ؤ چې د تالکسلټیکان جنګیالیو چې د هسپانوي فتحې پرمهال د پیډرو دي الوارډو سره ملتیا کوله، دې سیمې ته ورکړ.[۷][۸][۹]

تاریخچه

د کُلمب څخه مخکې

په ګواتیمالا کې د انسان د استوګنې لومړنۍ نښې تر 12,000ق.م پورې تاریخ لري. د لرغون پېژندنې شواهد، لکه د هېواد په بېلابېلو برخو کې موندل شوي د تډېرو څوکو لرونکي اوبسیډین یا ولکانیکي لاوا، د 18,000ق.م په شاوخوا کې د انسانو د شتون وړاندیز کوي. د لرغون پېژندنې داسې شواهد شته دي چې د دې ثبوت کوي چې د ګواتیمالا لومړني استوګن د ښکار راټولونکي وو. د پیټین او د آرام سمندر ساحل څخه د ګردې(Pollen) نمونې ښیي چې د جوارو کښت ته په 3500ق.م کې د خلکو له خوا وده ورکړل شوې وه. داسې ځایونه چې تر 6500 ق.م پورې قدامت لري د لوړو غرونو په Quiché سیمه کې او د مرکزي آرام سمندر په ساحل کې Sipacate او Escuintla سیمو کې موندل شوي.[۱۰][۱۱]

لرغونپوهان د میسوامریکا د کولمب څخه مخکې تاریخ په پری-کلاسیک(له کلاسیک څخه پخوا) دوره (د 3000 ق.م څخه تر 250 ز)، کلاسیک دوره (250 څخه تر 900 ز)، او پوسټ کلاسیک(له کلاسیک وروسته) دوره (900 څخه تر 1500 ز) وېشي. تر دې وروستیو پورې، له کلاسیک مخکې دوره د څیړونکو لخوا د یوې ابتدايي دورې په توګه ګڼل کیده، په کومه کې چې خلک په عمومي ډول د کروندګرو په کوچنیو کلیو کې په کوټیو کې ژوند کاوه، البته په دې دوره کې د ګوتو په شمډېر دایمي ودانیو شتون هم ثابت دی. دا نظریه د شلمې پیړۍ له وروستیو راهیسې له دې دورې څخه د یادگار پاتې معمارۍ د کشفونو په سبب ننګول شوې، دا کشفونه، په لا بلانکا، سان مارکوس کې یو محراب، له 1000 ق.م څخه، په میرافلورس او نارانجو کې تر 801 ق.م پورې لرغونوالی لرونکي د مراسمو ځایونه؛ لومړني یادگار ماسکونه؛ او د میرادور بیسین ناکبی، زولنال، ال ټینتال، واکنا او ایل میرادور ښارونه شاملوي.[۱۲]

د 2020 ز کال د جون په درېمه ، څیړونکو د طبیعت اړوند یوه مقاله خپره کړه چې د دوی د ترټولو زوړ او لوی مایا تمدن اړوند ساحې کشف بیانوي، کوم چې په مکسیکو کې د اګواډا فینکس په نوم پیژندل کیږي. نوموړی د یادګاري معمارۍ، د خاورې او خټو له مخلوط څخه جوړ شوی یو لوړ، مستطیل ډوله څلی دی چې شاوخوا 1,400 متره اوږدوالی او نږدې 400 متره پلنوالی لري. لويديځ لوري ته د 10 مترو په اوږدوالي د خټو استنادي څلی پروت دی. د نورو ودانیو او ذخیرو پاتې شوني هم د لیډار ټیکنالوژۍ له لارې کشف شوي، اټکل کیږي چې د 1000 څخه تر 800 ق.م پورې جوړ شوي وي، دا کشفونه په ډاګه کوي چې مایا د خپلې لومړنۍ دورې څخه راپه دېخوا لوی، یادگاري کمپلیکسونه جوړ کړي. [۱۳]

د میسوامډېریکن تمدن کلاسیک دوره د مایا له تمدن سره هممهاله ده. دا په ګواتیمالا کې په بې شمیره ساحو کې نمایش ته وړاندې شوې، په داسې حال کې چې ترټولو لویه د پام وړ ساحه په پیټین کې ده. دا دوره د ښاري کیدو، د خپلواکو ښاري حکومتونو رامنځته کیدو، او د میسوامډېریکن نورو کلتورونو سره د اړیکې په واسطه مشخصه شوې ده. [۱۴]

دې دورې نږدې تر900 ز کال پورې، کله چې د کلاسیک مایا تمدن ړنګ شو، دوام وکړ. مایا د مرکزي ټیټو سیمو زیاتره ښارونه د وچکالۍ له امله پریښودل یا دوی هلته د قحطۍ له امله ووژل شول. د دغه تمدن د ړنګېدو پر لامل تبصرې شوې دي، خو د وچکالۍ نظريې چې د د جهيلونو، لرغونو ګردو او نورو نښو نښانو په مرسته ډېر اهمیت ترلاسه کړی. داسې انګیرل کېږي چې د اوږدې وچکالۍ لړۍ یا په بله اصطلاح موسمي دښتې، د مایا تمدن له منځه وړی، کوم چې د خپل ګڼ نفوس د ژوندانه لپاره په منظم موسمي باران تکیه درلوده. [۱۵][۱۶]

د کلاسیک څخه وروسته دورې، د سیمه ییزو سلطنتونو، لکه: په پیټین کې اتزا، کووج، یالین او کیجاچ، او په لوړو سیمو کې مام، کیچ، کاکچیکیل، چاجوما، زوتوجیل، پوکومچي، قیقچي او چاورتي خلکو له خوا استازیتوب کیږي. د دوی ښارونو د مایا کلتور د زیاتره اړخونو ساتنه کړې ده.

د مایا تمدن د نورو میسوامریکن تمدنونو سره له یو بل سره د اړیکو او تعامل د لوړې درجې او کلتور د خپرېدنې له امله زیات شمډېر ګډې ځانګړتیاوې لري چې سیمه د همدغو ځانګړتیاوو او فکتورونو پر بنسټ مشخصه شوې ده. د لیکوالۍ، ډبرلیک(epigraphy)، او جنترۍ په څېر پرمختګونه که څه هم له مایا څخه نه دي پیل شوي؛ په هر حال، د دوی تمدن دوی ته په بشپړه توګه وده ورکړې. د مایا نفوذ د هاندوراس، بیلیز، ګواتیمالا او شمالي السلوادور څخه شمال خوا ته ان تر مرکزي مکسیکو پورې تر سترګو کېږي، چې له مایا څخه له 1,000 کیلومتره (620 میله) څخه زیاته فاصله لري. د مایا په هنر او معمارۍ کې ډېرې بهرنۍ اغېزې موندل کېږي، کوم چې فکر کېږي چې تر ډېره د مستقیم بهرنۍ سوبې(فتحې) پر ځای د سوداګرۍ او کلتوري تبادلې پایله ده.

سرچينې

  1. Blakeley 2009، م. 92.
  2. "Human Development Index (HDI) | Human Development Reports". hdr.undp.org. Archived from the original on 28 January 2017. نه اخيستل شوی 15 January 2017.
  3. Navarro 1999.
  4. Solano 2012، مم. 3–15.
  5. Cooper 2008، م. 171.
  6. Conservation International 2007.
  7. Campbell 1997.
  8. Troika study abroad programs 2006.
  9. Rain Forest Wordpress 2013.
  10. Mary Esquivel de Villalobos. "Ancient Guatemala". Authentic Maya. Archived from the original on 23 May 2007. نه اخيستل شوی 29 April 2007.
  11. Leyden, Barbara. "Pollen Evidence for Climatic Variability and Cultural Disturbance in the Maya Lowlands" (PDF). University of Florida. Archived from the original (PDF) on 6 February 2009.
  12. "Chronological Table of Mesoamerican Archaeology". Regents of the University of California : Division of Social Sciences. Archived from the original on 6 April 2007. نه اخيستل شوی 29 April 2007.
  13. Bower, Bruce (3 June 2020). "Lidar reveals the oldest and biggest Maya structure yet found". Science News. نه اخيستل شوی 17 June 2020.
  14. "John Pohl's MESOAMERICA: CHRONOLOGY: MESOAMERICAN TIMELINE". Archived from the original on 8 July 2016. نه اخيستل شوی 3 July 2016.
  15. Gill, Richardson Benedict (2000). The Great Maya Droughts. University of New Mexico Press. p. 384. ISBN 0-8263-2774-5. Archived from the original on 23 January 2016. نه اخيستل شوی 6 November 2015.
  16. Foster 2000.