لومړۍ معاصره دوره

د معاصر تاریخ لومړۍ معاصره دوره د پوست-کلاسیک یا تر کلاسیک پېر په وروسته منځنیو پېړیو پسې راځي. که څه هم د دغې دورې د زماني ترتیب محدودیتونه د بحث وړ دي، خو د کلاسیکې دورې له وروستیو وختونو یا منځنیو پېړیو (شاوخوا ۱۴۰۰ تر ۱۵۰۰) څخه د انقلابونو د عصر تر پیل (شاوخوا ۱۸۰۰) پورې زماني محدوده رانغاړي. دغه دوره تاریخ‌ليکوالو په بېلابېلو ډولونو مشخصه کړې ده چې وايي پیل یې په ۱۴۵۳ کال کې د عثمانیانو له‌خوا د قسطنطنیې په نیولو، په اروپا کې له رنسانس دورې او په مرکزي آسیا کې له تیموري دورې، د هند په نیمه وچه کې د مسلمانانو له فتوحاتو، د صلیبي جګړو له پای ته رسېدو او د اکتشاف له عصر سره شوی (په ځانګړي ډول د کرسټف کولمب سفرونه چې په ۱۴۹۲ کال کې پیل شول، همدا راز په ۱۴۹۸ کال کې د واسکو داګاما له‌خوا هند ته د سمندري مسیر کشف)، او په ۱۷۸۹ کال کې د فرانسې د انقلاب په شاوخوا کې او یا د ناپلیون په واک ته رسېدو سره پای ته رسېږي.

تاریخ‌لیکوالو په وروستیو لسیزو کې استدلال کړی چې له نړیوال نظره د لومړنۍ معاصرې دورې تر ټولو مهمه ځانګړنه مخ پر وده نړیوالتوب و. نوي اقتصادونه او مؤسسات راڅرګند شول چې د همدې دورې په جریان کې لا پسې غښتلي او په نړیواله کچه وپېژندل شول. دغه بهیر د منځنیو پېړیو د شمالي ایټالیا په ښاري حکومتونو، په ځانګړي ډول په لوېديځ کې په جنیوا، ونیز او میلان او په ختیځ کې د هند په بنګال کې پیل شو. همدا راز په لومړۍ معاصره دوره کې د میرکانټلېزم اقتصادي تیورۍ تسلط راڅرګند شو.[۱]

د امریکا په لویه وچه کې تر کلمبیا مخکېنیو خلکو یو لوی او متنوع تمدن جوړ کړی و چې ازتک امپراتوري، اینکا تمدن، د مایا تمدن او د هغه ښارونه او مویسکا پکې شامل وو. د امریکا په لویه وچه کې د اروپا استعمار د لومړۍ معاصرې دورې په جریان کې پيل شو او همدا راز په آسیا او افریقا کې یې اروپايي سوداګریز مرکزونه پرانیستل چې په ټوله نړۍ کې یې د مسیحیت له پراختیا سره مرسته وکړه. د نړۍ د مخکې منزوي شویو برخو تر منځ د پایدارو اړیکو ډېروالي، په ځانګړي ډول کلمبیايي مبادله چې پخوانۍ او نوې نړۍ یې سره وتړله، انساني محیط ډېر زیات بدل کړ. د یادونې وړ ده چې د اتلانتیک د غلامانو تجارت او د بومي امریکایانو استعمار هم په دې دوره کې پیل شو. عثماني امپراتورۍ جنوب‌ختیځه اروپا او د لوېديځې آسیا او شمالي افریقا ځینې برخې فتح کړې. روسیه په ۱۶۴۷ کال کې د آرام سمندرګي څنډو ته ورسېده او په ۱۹مه پېړۍ کې یې د روسیې پر لرې ختیځ ولکه ټینګه کړه. لوی بدلون هله رامنځته شو چې لوېديځه اروپا د تکنالوژۍ او سړي سر شتمنۍ له لحاظه تر ډېره له چین څخه مخکې شوه. [۲][۳][۴]

په اسلامي نړۍ کې د تېموري رنسانس یا روښانوالې له سقوط وروسته د عثماني، سوري، صفوي او مغولو د امپراتوریو په څېر ځواکونو وده وکړه (چې درې هغه یې د هغې پوځي ټکنالوژۍ له کبله چې هغوی یې ځواکمن کړل، د باروتو د امپراتوریو په نامه پېژندل کېږي). په ځانګړې توګه د هند په نیمه وچه کې د مغولو معمارۍ، کلتور او هنر خپل اوج ته ورسېدل، په داسې حال کې چې باور دا دی چې دغې امپراتورۍ په خپله د نړۍ تر ټولو ستر اقتصاد درلود چې د ټولې لوېدیځې اروپا تر اقتصاد لوی او د نړۍ د ۲۵ سلنه ناخالصو داخلي تولیداتو (GDP) په کچه ارزښت لري او د پروتو-صنعتي یا صنعتي کولو وړاندې دوره ښيي.[۵][۶]

بېلابېلو چیني شاهیو او جاپاني شوګونونو د آسیا حوزه کنټرول کړه. په جاپان کې له ۱۶۰۰ تر ۱۸۶۸ پورې د اېدو دوره هم د لومړۍ عصري دورې په توګه پېژندل کېږي. په کوریا کې بیا لومړۍ عصري دوره د جوزون د پاچاهۍ له عروج څخه د پاچا ګوجونګ پر تخت کېناستلو ته رسېدلې ګڼل کېږي. په شپاړسمه پېړۍ کې د مینګ تر پاچاهۍ او مغل بنګال تر واکمنۍ لاندې آسیایي اقتصادونه له پرتګالیانو، هسپانویانو او هالنډیانو سره د سوداګرۍ له لارې په خوځښت راغلل، په داسې حال کې چې جاپان د ازوچي – مومویاما په دوره کې د لومړي اروپايي پرتګالي له راتګ وروسته د نانبن په سوداګرۍ کې ښکېل شو.

د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې لومړنيو معاصرو بهیرونو له سیاسي او اقتصادي نظره د سازماني طریقو د بدلون ښکارندويي کوله. فیوډالېزم په اروپا کې مخ پر ځوړ روان شو او مسیحیان او مسیحیت د صلیبي جګړو د پای او د روم تر کاتولیکې کلسیا لاندې د مذهبي وحدت شاهدان وو. پخوانی نظم د پروتستانتي اصلاحاتو په واسطه بې‌ثباته شو چې ډېر غبرګونونه یې را وپارول او د عقایدو د تفتیش لمنه یې پراخه کړه، په اروپا کې یې د خونړیو مذهبي جګړو څپه راويښه کړه چې دېرش کلنه خونړۍ جګړه یې برخه وه او د وسټفالیا د سولې په تړون کې د نوي نړیوال نظام په ټینګښت سره پای ته ورسېده. د امریکا په لویه وچه کې د اروپا د استعمار تر څنګ په دې دوره کې سوداګریز انقلاب او د سمندري غلا طلايي دوره هم شامل وو.

د لومړۍ معاصرې دورې په مهمو بهیرونو کې د تجربوي علومو پراختیا، د تکنالوژۍ چټک پرمختګ، سیکولر ټولنیز سیاست، د کښتیو په ډیزاین او نقشه اخیستنه کې د پرمختګ له امله چټکو سفرونو او د ملي دولتونو تشکیلېدو ته اشاره کولی شو.[۷]

سرچينې او ياداښتونه

سمول
  1. de Vries, Jan (14 September 2009). "The limits of globalization in the early modern world". The Economic History Review. 63 (3): 710–733. CiteSeerX 10.1.1.186.2862. doi:10.1111/j.1468-0289.2009.00497.x. JSTOR 40929823. SSRN 1635517.
  2. Taylor, Alan (2001). American Colonies. New York: Penguin Books. ISBN 978-0-14-200210-0.
  3. "Ottoman Empire". Britannica Online Encyclopedia. خوندي شوی له اصلي څخه په 2008-04-26. بياځلي په 2013-02-11.
  4. Maddison, Angus (2001), The World Economy, Volume 1: A Millennial Perspective, OECD Publishing, p. 51-52.
  5. Maddison, Angus (2003): Development Centre Studies The World Economy Historical Statistics: Historical Statistics, OECD Publishing, ISBN 9264104143, pages 259–261
  6. Lex Heerma van Voss; Els Hiemstra-Kuperus; Elise van Nederveen Meerkerk (2010). "The Long Globalization and Textile Producers in India". The Ashgate Companion to the History of Textile Workers, 1650–2000. Ashgate Publishing. p. 255. ISBN 9780754664284. خوندي شوی له اصلي څخه په 2019-12-10. بياځلي په 2019-06-20.
  7. Christopher Alan Bayly, The birth of the modern world, 1780–1914: global connections and comparisons (2004).کينډۍ:Page needed