ميسو امريکا


ميسو امريکا د شمالي امريکا په سويل او د مرکزي امريکا ډېری تاريخي او کلتوری سيمه ده. ياده سيمه نږدې له مرکزي مکسيکو څخه تر بليز، ګواتيمالا، السلوادور، هندوراس، نيکاراګوا او شمالي کورستاريکا له لارې غځېږي. په دې سيمه کې د پخوانۍ کولمبيا ټولنو د امريکا د هسپانوي استعمار څخه مخکې د ۱۰۰۰ څخه د زياتو کالونو لپاره غوړېدلې [اوسېدلې] دي. ميسو امريکا د نړۍ په تاريخ کې د دوه خورا ژورو تاريخي بدلونونو ځای و، چې لومړی يې په بنسټيز ډول د ښاري نسل او دويم يې د بومي اروپايي، افريقايي او اسيايي کلتورونو تر منځ د اوږده مخالفتونو څخه د نوې نړۍ کلتورونه رامنځته کول وو. [۱]

په ۱۶ مه پېړۍ کې Eurasian ناروغۍ لکه چيچک او شری، چې په استعمارچيانو کې پای ته رسېدونکې مګر په شمالي امريکا کې نوې وې؛ له ٪۹۰ څخه د زياتو بومي وګړو د مړينې سبب شوې، چې دا د دوی ټولنو او کلتورونو ته ستر زيانونه وو. ميسو امريکا په نړۍ کې يو له هغو پينځو سيمو څخه ده، چې لرغونی مدنيت په کې په خپلواک ډول راپورته شو او په امريکا کې دويمه سيمه ده. Norte Chico (Caral-Supe) يا اوسنۍ پيرو (Peru) په شمالي ساحلي سيمه کې د يو خپلواک تهذيب په توګه راپورته شو. [۲][۳]

د يوې کلتوري سيمې په توګه ميسو امريکا د خپلو اصلي کلتورونو له مخې د وده ورکړل شويو او شريک شوو کلتوري ځانګړتياوو د يو موزايک [په وړو وړو رڼو ټوټو جوړونه] په واسطه راپېژندل شوې ده. له ميلاد څخه مخکې د ۷۰۰۰ کال د لومړيو په پيل کې د cacao, maize, beans, tomato, avocado, vanilla, squash (کاکاو، مايز، لوبيانو، رومي، افوکېډو [بويا، املوک ته ورته مېوه لرونکې ونه]، وانيلا، کدو) او chili (فلفل) او همدرانګه د فيلمرغ او سپي اهلي کول له paleo-Indian ښکاري غونډېدونکو قبيلوي ډله کېدنو څخه د ځايي کرنيزو کلو تنظيم ته د لېږد لامل شول. په وروستۍ سموونکې يا دوره کې کرنه او کلتوري کړه وړه لکه يو پېچلی افسانوي او مذهبي دود، د شلم عددي سيستم vigesimal numerical system، د کاليزې يو پېچلی نظام، د بال لوبې دود او د مهندسۍ يو ځانګړی ډول؛ په ياده سيمه کې خپاره شول. همدارنګه په دې دوره کې کلي په ټولنيز ډول پر پوړونو ووېشل شول او مشرۍ ته يې وده وکړه. د مراسمو پراخه مرکزونه جوړ شول، چې د سينګارونو يا ځلانده توکو لکه obsidian (هغه ښيښه چې د اورغورځونکي غره له موادو څخه په طبيعي ډول جوړېږي)، jade (شين کاڼی، چې غمي ورځنې جوړېږي)، کاکاو، cinnabar (شنجرف، يا سلفر سيماب، Spondylus سيپۍ، hematite او د کلالۍ صنعت د بدلولو لپاره د سوداګرې لارو د يوې شبکې په واسطه سره وتړل شول. په داسې حال کې چې د ميسو امريکا تمدن د کړۍ يا څرخ او د فلزاتو د راايستنې او کارونې د بنسټ په اړه پوهېده، مګر له ډلې يې هيڅ يو هم په ټيکنالوژيکي ډول مناسب يا اړوند نه و. [۴]

د لرغونو پېچلو تمدنونو له ډلې يو هم د Olmec کلتور و، چې د مکسيکو په Gulf ساحل کې مېشت شو او د Tehuantepec د Isthmus په اوږدو کې دننۍ او سويلي لوري ته وغځېد. په Chiapas، Oaxaca او Guatemala کې لرغونی Olmec او نورو کلتورونو تر منځ اړيکې او کلتوري راکړې ورکړې د ميسو امريکا کلتوري سيمې بنسټ کېښود. دا ټول په لرغونې ميسوامريکا او په ځانګړي ډول د ارام (Pacific) ساحل په اوږدو کې، د پام وړ سيمه ايزو اړيکو له لارې اسانه شول.

د دې سموونکې دورې پر مهال څرګند مذهبي او نښه یيز يا سمبوليک) دودونه او همدارنګه د هنري او معماري کمپليکسونو پرمختګ خپاره شول. په وروستۍ Preclassic يعنې له لرغونې څخه مخکې دوره کې د Maya په منځ کې د پېچلي ښاري اولسونو پرمختګ پيل کړ. د بېلګو په توګه يې په مکسيکو کې Aguada fenix او Calakmul، ګواتيمالا کې El Mirador او Tikal او په Monte Alban کې Zapotec يادولی شو. په همدې دوره کې په Epi-Olmec او Zapotec کلتورونو کې د ميسوامريکا د ليکنې لومړني ريښتينی نظامونه (سيستمونه) رامنځته شول. د ميسوامريکا د ليکنې دود د لرغونې مايا څپه یيز نښان ليکنه (Maya logosyllabic script) کې خپل تر لوړ ټکي (اوج) ته ورسېد.

ميسوامريکا د نړۍ يو له هغو يوازينيو درې سيمو څخه ده، چې د ليکنې په خپلواک ډول رامنځته کېدل په کې مشهور دي. له ميسو امريکا پرته نورې دوه سيمې سومر او چين دي. په مرکزي مکسيکو کې د Teotihuacan ښار د لرغوني دورې په لوړوالي کې پورته شو؛ يانې لوړوالی يې د لرغوني دورې د ښارونو له لوړوالي سره ورته و. ياد ښار يوه فوځي او سوداګريزه سترواکي رامنځته کړه، چې سياسي نفوذ يې سويل کې Maya ته او شمال لوري ته وغځېد. نږدې ۶۰۰ ميلادي کال کې د Teotihuacan د ړنګېدلو په پايله کې، په مرکزي مکسيکو کې د څو مهمو سياسي مرکزونو لکه Xochicalco او Cholula تر منځ سيالي پيل شوه. د Epi-Classic پر مهال په دې وخت کې د Nahua خلکو له شمال څخه جنوب کې Mesoamerica ته حرکت پيل کړ او په مرکزي مکسيکو کې په سياسي او کلتوري ډول ځکه حاکم شول، چې د Oto-Mangean ژبې ويونکي يې له دې ځايه وشړل. [۵]

له لرغونې څخه وروسته دورې (post-Classic) د لومړيو پر مهال مرکزي مکسيکو کې Toltec کلتور او په Oaxaca کې Mixtec کلتور نفوذ درلود. د Maya په ټيټې ځمکې په Chichen Itza او Mayapan کې مهم مرکزونه درلودل. له لرغونې يا کلاسيک څخه د وروسته دورې په پای کې د مرکزي مکسيکو Azetec وګړو يوه قلنګ ورکوونکې سترواکي ودانه کړه، چې د مرکزي ميسو امريکا ډېره برخه يې رانغاړله. [۶]

د ميسو امريکا ځانګړی دود په ۱۶ مه پېړۍ کې په هسپانوي بريا سره پای ته ورسېده. په راتلونکو پېړيو کې د ميسو امريکا اصلي کلتورونه په پرله پسې ډول د هسپانوي استعماري حکومت منونکي يا تابع شول. د ميسو امريکا کلتوري د کلتوري ميراث اړخونه او هم د هغو بومي يا اصلي وګړو په منځ کې پايي، چې په ميسوامريکا کې اوسېږي. زياتره يې اوس هم په خپلو پلرنيو ژبو خبرې کوي او هغه زيات دودونه ساتي، چې بېرته د دوی د ميسو امريکا (Mesoamerican) رېښو ته ورګرځي. [۷]

سرچينې

سمول
  1. Davíd Carrasco. "Mesoamerica: An Overview". In Davíd Carrasco (ed). The Oxford Encyclopedia of Mesoamerican Cultures. Vol 2. New York: Oxford University Press, 2001. Pp 212 - 216 ISBN 9780195108156
  2. "Meso-America," Oxford English Reference Dictionary, 2nd ed. (rev.) 2002. (ISBN 0-19-860652-4) Oxford: Oxford University Press; p. 906.
  3. (2000): Atlas del México Prehispánico. Revista Arqueología mexicana. Número especial 5. Julio de 2000. Raíces/ Instituto Nacional de Antropología e Historia. México.
  4. Carmack، Gasco او Gossen 1996، م. 55.
  5. Brian M. Fagan, ed. (1996). The Oxford Companion to Archaeology. Charlotte Beck. Oxford University Press. p. 762. ISBN 978-0-19-507618-9.
  6. Carmack، Gasco او Gossen 1996، مم. 40–80.
  7. Carmack، Gasco او Gossen 1996.