مارټین وان بورېن

مارټین وان بورېن (د سمبر ۵، ۱۷۸۲- جولای ۲۴، ۱۸۶۲ ز) یو امریکایی مدافع وکیل او سیاستوال و، چې له ۱۸۳۷ ز څخه تر  ۱۸۴۱  ز پورې یې د امریکا د ۸ ام ولسمشر په توګه خدمت کړی دی. مارټین د دموکراټیک ګوند یو بنسټګر، د نیویارک ۹ ام والي، د امریکا د بهرنیو چارو ۱۰ ام وزیر او د متحده آیالتونو ۸ ام مرستیال ولسمشر و.  وروسته هم، وان بورین یو مشر سیاستوال او د غلامۍ ضد یو مهم رهبر و، چې په ۱۸۴۸ز کال  کې یې په ولسمشریزو ټاکنو کې د فري سایل ګوند ټکټ مشري کوله.

مارټین وان بورېن
مارټین وان بورېن

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل زړه نابری   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت
قد 168 سانتي متره   ويکيډاټا کې (P2048) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند

ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکی ګوند   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ

روغتيايي څرنګوالی
واک
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه هالنډي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه
لاسليک
مارټین وان بورېن

  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

وان بورین د نیویارک په کېنډرهوک کې وزېږېد. په هغې سیمه کې ډېری اوسېدونکي په خټه هالنډیان وو او په خپل منځ کې به يې په هالنډۍ ژبه خبرې کولې. دی لومړنی ولسمشر دی چې، د امریکا له انقلاب څخه وروسته زېږېدلی، پلار يې د امریکا په ګټه په دې انقلاب کې برخه درلوده او دی یوازینی ولسمشر دی چې انګلیسي يې مورنۍ ژبه نه، بلکې دویمه ژبه ده. وکالت د هغه مسلک و، خو سیاست ته د دموکراټیک جمهوري غوښتونکي ګوند د غړي په توګه ورننوت. ده د نیویارک ایالت د سنا چوکۍ وګټله اوبیا په ۱۸۲۱ز کال کې د امریکا متحده آیالتونو د سنا چوکۍ ته وټاکل شو. د بکټېلز (Bucktails) اړخ د مشر په توګه، وان بورین په ۱۸۲۰مو ز کلونو کې د نیویارک تر ټولو اغېزناک سیاستوال شو او البانی نایب السلطنت (Albany Regency) په نامه يې یو سیاسي سازمان رامنځته کړ.

د ۱۸۲۴ز کال له ولسمشریزو ټاکنو څخه وروسته، وان بورین د سیاسي شیانو او ګوندي مخالفتونو پر ځای د ایډیالوژۍ پر بنسټ د ګوندي تفاوتونو درلودنکی دوه ګوندي نظام بیاځلي رامنځته کړ. هغه په همدې هدف د ۱۸۲۸زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې د جکسن له ولسمشرۍ څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. هغه د جکسن د کمپاین د ملاتړ په موخه د نیویارک ایالت والیتوب وګاټه، خو ډېر ژر يې د ولسمشر په توګه د جکسن د پرانیستې مراسمو څخه وروسته استعفا ورکړه، تر څو د جکسن په کابینه کې د بهرنیو چارو وزیر په توګه وګومارل شي. په کابینه کې، دی د جکسن کلیدي سلاکار شو او د دموکراټیک ګوند د پیوستون لپاره يې سازماني جوړښت رامنځته کړ. هغه په پای کې د پېټي کوټ افېیر (Petticoat Affair) په نامه رسوايۍ د هواري په موخه استعفا ورکړه او د لنډې مودې لپاره يې په بریتانیه کې د امریکا د سفیر په توګه خدمت وکړ. د جکسن په غوښتنه، د ۱۸۳۲ز کال دموکراټیک ملي کنوانسیون وان بورین، د امریکا د مرستیال ولسمشر په توګه ونوماوه او هغه د ۱۸۳۲ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د دموکراټیک ټکټ په ګټه ټولټاکنې(انتخابات) وګټلې.

د جکسن په پیاوړي ملاتړ او د دموکراټیک ګوند د سازماني پیاوړتیا له امله، وان بورین په بریالیتوب سره د ۱۸۳۶ز کال ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او په دې توګه يې د وېګ ګوند ګڼ مخالفین مات کړل، خو د ۱۸۳۷ز کال د وارخطايۍ له امله، ډېر ژر د هغه محبوبیت راکم شو. هغه د ماليې د خپلواک نظام لپاره یو پلان درلود، چې له مخې يې به يې د امریکا فدرالي حکومت خپلې پیسې د بانکونو پر ځای په خزانو کې ساتلې، خو په کانګرس کې ډېرو محافظه کارو دموکراټانو او ویګ ګوند غړو، تر ۱۸۴۰ز کال پورې، د دې پلان پلي کول وځنډول. د هغه د ولسمشرۍ بل ګوزارپه دویمه سمینول جګړه کې (د جکسن د سورپوټکو د لېږد سیاست د دوام له امله) ولیدله او بل تاوان يې هغه مهال وکړ، چې په اتحادیه کې د غلامۍ د پلوي ایالت په توګه د تګزاس د وریوځای کولو مخه ډب کړه، تر څو په دې توګه له ګوندي ترېنګلتیا څخه ځان لرې وساتي. په ۱۸۴۰ز کال کې، وان بورېن د دویمې دورې لپاره ولسمشرۍ ته ودرېد، خو د جکسن ضد وېګ ګوند نوماند ویلیام هېنري هاریسون ته يې ټاکنې وبایللې.

په ۱۸۴۴ ز کال کې، وان بورېن په لومړي سر کې د دموکراټیک ګوند مخکښ نوماند و، خو د تګزاس له یوځای کېدو سره يې پرله پسې مخالفت د جنوبي ایالتونو دموکراتان په غوصه کړل او هماغه و چې، د ده پرځای جېمز کې پالک د وروستي نوماند په توګه وټاکل شو. وان بورېن په ۱۸۴۸ ز کال کې د فري سویل په نامه ګوند جوړ او د همدې ګوند د ولسمشرۍ نوماند شو او د هغه دې نوماندۍ د وېګ ګوند له کاندید زاکاري ټایلر سره مرسته وکړه، تر څو د دموګراټ ګوند نوماند لویس کاس ته ماته ورکړي. وان بورېن له ۱۸۴۸ ز کال وروسته بېرته دموکراټیک ګوند ته راستون شو، خو په ډېرېدونکې بڼه د غلامۍ ضد څېره شوه او په دې ډول په ګوند کې د غلامۍ د له منځه وړلو تر ټولو نوموتی پلوی و. هغه د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال د جمهوري غوښتونکي ولسمشر ابراهام لینکلن د سیاستونو ملاتړ وکړ. هغه په کینډرهوک کې د ۱۸۶۲ ز کال د جولای په میاشت کې د ۷۹ کلونو په عمر مړشو.

په تاریخي درجه بندۍ کې، تاریخپوهان او د سیاسي علومو عالمان وان بورېن د منځنۍ یا منځنۍ څخه ښکته درجې امریکایی ولسمشرځکه بولې چې، د ۱۸۳۷ز وارخطايي يې په سمه توګه مدیریت نه شوه کړای، خو نن ورځ وان بورېن ته تر ډېره د داسې ولسمشر په سترګه کتل کېږي، چې د دوه ګوندي نظام رامنځته کولو مشري يې درلوده.

ماشومتوب، ځواني او زده کړې

سمول

وان بورېن (مارتېن وان بورېن) د ۱۷۸۲ ز کال د دسمبر په ۵مه نېټه د نیوریاک ښار په کېنډرهوک سیمه کې وزېږېد. دا سیمه په هوډسن سیند دره کې د البانی د جنوب په ۲۰ میلۍ (۳۲ کیلومترۍ) کې پرته ده. [۲]

د هغه پلار، ابراهام وان بورېن په خټه د هالنډ د بوورمالسېن د کورنېلیس مېسېن سیمې و، چې په ۱۶۳۱ ز کال کې يې نوي هالنډ ته کډه کړې وه او په منهاټن ټاپو کې يې یوه نمره ځمکه اخېستې وه. ابراهام وان بورېن د امریکايي انقلاب پر مهال، د امریکا په پلوي ولاړ و او وروسته له دموکراټیک جمهوري پلوه ګوند سره یوځای شو. هغه په کینډرهوک کې بارګاه او شرابخانه درلوده او د ډېرو کلونو لپاره يې د کینډرهوک ښارګوټي د منشي په توګه خدمت وکړ. په ۱۷۷۶ز کال کې د ماریا هوس (ګوس) وان الین (۱۷۴۶-۱۸۱۸ ز) سره د کینډرهوک په ښارګوټي کې واده وکړ. ښځه يې ماریا هم په خټه هالنډۍ او د جانېس وان الین (۱۷۴۴-۱۷۷۳ز) کونډه وه. هغې د خپل لومړني واده څخه درې بچیان درلودل، چې یو يې بیا په کې د امریکا د استازو جرګې غړی لومړی جېمز وان الین شو. د دویم واده مېوه يې پنځه بچیان وو، چې مارټين یې درېیم هغه و. [۳][۴][۵][۶][۷][۸]

وان بورېن، د کلي په ښوونځي کې لومړنۍ زده کړې وکړې او د لنډې مودې لپاره يې په کېنډرهوک اکاډمۍ کې لاتین ژبه او کلاوېراک کې يې د واشنګټن په مدرسه کې زده کړې وکړې. د وان بورېن مورنۍ ژبه هالنډي وه او بیا يې په ښوونځي کې انګلیسي زده کړه. تر ۲۰۲۱ ز پورې، هغه د امریکا یوازینی ولسمشر دی، چې لومړنۍ ژبه يې انګلیسي نه وه. په ماشومتوب کې هغه د خپل پلار په بارګاه کې د بېلابېلو توکمونو، عایدلرونکو او ټولنیزو ډلو له وګړو سره تعامل زده کړ او دې کار په سیاسي هلو ځلو کې ډېره مرسته ورسره وکړه. رسمي زده کړې يې په ۱۷۹۶ ز کال کې پای ته ورسولې او د پیټر سېلوېسټر او د هغه د زوی فرانسیس په دفتر کې يې حقوق لوستل پیل کړل. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

وان بورېن ۵ فوټه ۶ انچه (۱,۶۸ سانتی متره) ونه او کوچنی بدن درلود او پر هغه يې " ټيټکی وان" نوم اېښی و. د حقوقي زده کړو د پیل پر مهال هغه به ګډوډ زاړه کالي اغوستل، همدا و چې سېلوېسټر دغو په ټینګه ورته وویل چې، د خپلو جامو ډېر خیال وساتي، ځکه د یوه ښه مدافع وکیل سره ښايي، چې ښه واغوندي او ښه وګرځي. هغه د دوی مشوره ومنله او بیا به یې د سېلوېسټرخېلو په څېر جامي اغوستې، د هغوی په څېربه ګرځېده، د هغوی په شان به يې ناسته پاسته کوله او هغوی ته ورته چلند یې درلود. له فډرالیسټ ګوند سره د کینډرهوک په پیاوړې اړیکې سربېره، چې د سېلوېسراو پلویان يې هم قوي ملاتړي وو، وان بورېن د خپل پلار دموکراټیک جمهوري غوښتونکي ګوند ته میلان لاره. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سرچینۍ

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118803824  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. "Martin van Buren [1782–1862]". New Netherland Institute.org. Albany, NY: New Netherland Institute. نه اخيستل شوی February 24, 2020.
  3. Roberts, James A. (1898). New York in the Revolution as Colony and State. Albany: Brandow Printing Company. p. 109. ISBN 978-0-8063-0496-0.
  4. Kane, Joseph Nathan (1998). Presidential Fact Book. Random House. p. 53. ISBN 978-0-375-70244-0.
  5. Foss, William O. (2005). Childhoods of the American Presidents. Jefferson: McFarland Publishing. p. 45. ISBN 978-0-7864-2382-8.
  6. Niven 1983، مم. 5–6.
  7. Widmer 2005، مم. 153–165.
  8. Cole 1984، مم. 3, 9.
  9. "Martin Van Buren, 1782–1862". Historical Society of the New York Courts. نه اخيستل شوی March 4, 2015.
  10. Alexander, De Alva S. Alexander (1906). A Political History of the State of New York. Vol. I. New York, NY: Henry Holt and Company. p. 206 – via Google Books.
  11. Sidey, Hugh (1999). The Presidents of the United States of America. Washington, DC: White House Historical Association. p. 23. ISBN 978-0-912308-73-9.
  12. Brooke 2010، م. 230.
  13. Widmer 2005، مم. 6–7.
  14. Cole 1984، م. 14.
  15. Henretta, James A.; Edwards, Rebecca; Hinderaker, Eric; Self, Robert O. (2015). America: a Concise History, Combined Volume. Boston: Bedford/St. Martin's. p. 290. ISBN 978-1-4576-4862-5.
  16. Koenig, Louis William (1960). The Invisible Presidency. New York: Rinehart & Company. p. 89.
  17. Foss, William O. (2005). Childhoods of the American Presidents. Jefferson, NC: McFarland & Company. p. 46. ISBN 978-0-7864-2382-8.
  18. Niven 1983، مم. 14–15.
  19. Niven 1983، مم. 15–17.
  20. Niven 1983، مم. 10–11.
  21. Niven 1983، مم. 8–9.