سابندي (په انگرېزي: Asthma) يوه اوندنه (دوامداره) تنفسي تشويش دی چې په حاد يا لنډ وخت کې ډیره شدیده حمله لري. په سابندي کې د سږو د وړوکو هوايي نلونو قطر تنگېږي او د مخاط (چرک) څخه ډکېږی. د سابندي ناروغان اکثراً د گُل، څارويو او يا هم نور چاپېريالي عاملينو سره حساسيت لري.

سابندي د لاندې عاملينو څخه مېنځ ته راځي:

  1. حساسيت
  2. انفېکشن يا انتان (د مکروب داخلېدل)
  3. روحي فشارونه
  4. فېزيکي تمرينونه

د ناروغۍ نښې نښانې

د سابندي ناروغۍ ناروغ د سا اخيستلو په وخت کې ستونزه نه لري خو کله چې ناروغ ساباسي نو ټټر ورباندې دروند وي او په سا ايستلو کې مشکل احساسوي. ناروغ د ساوېستلو په وخت کې وچ ټوخی او يا هم کله نا کله د بلغم سره مل ټوخی کوي، د ساوېستلو په وخت کې د ويزنگ او رانکای غږونه اورېدل کېږي. د ناروغ د پښتيو منځنۍ ساحه ښکته ځي. ناروغ کې تبه هم کله نا کله وي.

په بېړني حالت کې د سابندي ناروغ د سااېستلو لويې ستونزې سره مخ وي. په چټکۍ سره ساباسي او د سااېستلو سره يې د ستېتوسکوپ پرته غږونه اورېدل کېږي. د ساوېستلو سره سره ناروغ وچ ټوخی او يا هم بلغم لرونکی ټوخی کوي. ناروغ ډېر نارامه وي. د ناروغ د لاسو د گوتو او د پښو د گوتو نوکان او شونډې په وينه کې د آکسيجن د کمښت په سبب شين رنگه وي. د ناروغ په اصغا سره د ويزنگ غږونه اورېدل کېږي، کله ناکله د رانکای او رېلز غږونه په ټول ټټر کې اورېدل کېږي. که چېرته د سابندي د يوه ناروغ ويزنگ غږونه له مېنځه لاړ شي او د ناروغ د سااخيستلو او ساوېستلو ستونزه ډېره شي دا پخپله د ناروغۍ د حالت خرابوالی څرگندوي.

درملنه

د سابندي ناروغ بايد ډېر آرام وساتل شي. د مايعاتو په ورکولو سره د ناروغ د ډيهايډرېشن مخنيوی بايد وشي. د سابندي د حادې ناروغۍ په وخت کې بايد د اډرينالين (ايپينېفرين) ستنه د پوستکي لاندې ولگول شي. که چېرته د دې سره د ناروغ حالت ښه نه شي نو بيا دې د ۱۵ يا ۳۰ دقيقو وروسته يو ځل بيا د اډرېنالين ستنه ولگول شي. د دغۍ ناروغۍ په اوندن حالت کې د امينوفيلين، تيوفيلين، او سالمېټرول له درملو گټه اخيستل کېږي. د سابندي د شديدې حملې په صورت کې (ډېکسامېتازون) انجېکشن ورته تطبيق کېږي او وروسته بيا د ډېکسامیتازون تابليت د 10 ورځو پورې ورکول کېږي.