مارتین بوبر

مارتین بوبر (په عبري: מרטין בובר؛ په یدش: מארטין בובער؛ د ۱۸۷۸ کال د فبروري ۸ – د ۱۹۶۵ کال د جون ۱۳) یو اتریشي یهودی او اسرائیلی فیلسوف ؤ چې د خپلې خبرو اترو فلسفې په خاطر ډېر مشهور ؤ، د هستي پالنې یا اګزیستنسیالیزیم (existentialism) یوه بڼه ده چې د زه – تاسو (I–Thou) اړیکې او زه – هغه (I–It ) اړیکې ترمنځ په توپیر تمرکز کوي. بوبر چې په ویانا کې زیږېدلی، د مراعات کوونکو یهودانو له کورنۍ څخه دی، خو یهودي دود سره یې پرېکون وکړ ترڅو په فلسفه کې د سیکولر زده کړو تعقیب کړي. په ۱۹۰۲ کال کې د صهیونیسټ غورځنګ مرکزي ارګان د اونیزې ډای ولټ (Die Welt) سمونګر شو، که څه هم وروسته یې په صهیونیزم کې له سازماني کار څخه لاس واخیست. بوبر په ۱۹۲۳ کال کې د هستي په اړه خپله مشهوره مقاله Ich und Du (چې وروسته په انګلیسي کې I and Thou وژباړل شوه) ولیکه او په ۱۹۲۵ کال کې یې آلماني ژبې ته د عبري انجیل ژباړل پیل کړل چې د عبري ژبې نمونې منعکس کوي.   [۷][۸]

مارتین بوبر
مارتین بوبر

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
تابعیت
رکن د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي   ويکيډاټا کې (P463) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر   ويکيډاټا کې (P512) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه انټولوژي ،  يهوديت ،  فلسفه [۵]،  ادبيات [۵]،  ژباړه [۵]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
مؤثر امانوېل کانت ،  سورن کی یرکګارډ ،  فرېدرېک وېلهېلم نېتشي   ويکيډاټا کې (P737) ځانګړنې بدلې کړئ
خوځښت لوېديځه فلسفه   ويکيډاټا کې (P135) ځانګړنې بدلې کړئ
جايزې
ايراسموس جايزه (۱۹۶۳)[۶]  ويکيډاټا کې (P166) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
مارتین بوبر

وېبپاڼه
وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

هغه لس ځله د ادبیاتو نوبل جایزې لپاره او اوه ځله د سولې نوبل جایزې لپاره نوماند شو.   [۹]

ژوندلیک    

سمول

مارتین (عبري نوم: מָרְדֳּכַי) بوبر په ویانا کې په یوه ارتودوکس یهودي کورنۍ کې زیږېدلی. بوبر د شپاړسمې پېړۍ د رابي میر کاتزینیلنبوګن چې پادوا ښار د ماهارام (מהר"ם) په نوم پېژندل کېد، مستقیم اولاد ؤ، ماهارام د "زموږ ښوونکي، رابي، رابي میر" لپاره عبري لنډیز دی. کارل مارکس یې یو بل د پام وړ خپلوان دی. د هغه د مور او پلار له جلا کېدو وروسته کله چې دی ​​درې کلن ؤ، په لیمبرګ ( د اوکراین اوسنی لووف) کې د خپل نیکه له لوري لوی شو.  نیکه يې سلیمان بوبر د میدراش (Midrash) او رابينیک ادبیاتو پوه ؤ. بوبر په ۱۸۹۲ کال کې په لیمبرګ کې د خپل پلار کور ته راستون شو.   [۱۰]

سره له دې چې بوبر د کاتزینیلنبوګین د اولادې په توګه د داود لړۍ سره فرضي تړاو درلود، یوه شخصي دیني کړکېچ د دې لامل شو چې د یهودیت دین دودونو سره پرېکون وکړي. هغه د ایمانوئل کانټ، سورین کیرکګورډ، او د فریدریش نیچه د لیکلنو په لوستلو پیل وکړ. په ځانګړې ډول دوو وروستیو کسانو وهڅاوه ترڅو په فلسفه کې زده کړو ته دوام ورکړي. بوبر په ۱۸۹۶ کال کې ویانا ته د زده کړې لپاره لاړ (فلسفه، د هنر تاریخ، آلماني مطالعات، ژبپېژندنه).   [۱۱]

نوموړس په ۱۹۸۸ کال کې د صهیونیسټ غورځنګ سره یوځای شو او په غونډو او سازماني کارونو کې یې ګډون کاوه. بوبر کله چې زوریخ کې د زده کړې کولې، په ۱۸۹۹ کال کې د خپلې راتلونکې مېرمن، پاولا وینکلر سره چې "د باواریا د بزګرې کورنۍ څخه یوه تکړه کاتولیک لیکواله" وه، آشنا شو. پاولا په ۱۹۰۱ کال کې کاتولیک کلیسا پرېښوده او په ۱۹۰۷ کال کې یهودیت ته واوښته.   [۱۲][۱۳]

بوبر په پیل کې د آلمان لپاره د "نړیوال تاریخي ماموریت" په توګه او همدارنګه د یهودي روڼ آندو لپاره ترڅو نږدې ختیځ متمدن کړي، د لویې جګړې (Great War) څخه ملاتړ وکړ او یې لمانځله. یو شمېر ​​څېړونکي په دې باور دي، چې کله هغه د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال او وروسته په ویانا کې ؤ، د جکوب ال. مورینو د لیکنو په ځانګړي ډول د "مقابله" اصطلاح د کارونې تر اغېزې لاندې راغی.  [۱۴][۱۵][۱۶]

بوبر په ۱۹۳۰ کال کې په فرانکفورت ام مېن پوهنتون کې افتخاري استاد شو، خو په ۱۹۳۳ کال کې د اډولف هټلر واک ته د رسېدو سمدستي وروسته په احتجاج کې د خپلې استادۍ څخه ګوښه شو. بیا یې د یهودي لویانو د تعلیم ر لپاره مرکزي دفتر جوړ کړ، چې په زیاتېدونکې توګه مهم بنسټ شو ځکه چې د آلمان حکومت له عمومي تعلیم څخه یهودیان منع کړل. بوبر په ۱۹۳۸ کال کې آلمان پرېښود او د برېتانیې تر قیمومت لاندې د فلسطین په بیت المقدس کې مېشت شو، په عبري پوهنتون کې استاد شو او د انسان پېژندنه او لومړنۍ ټولنپوهنه  کې یې ویناوې کړې. په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیل هېواد له رامنځته کېدو وروسته، بوبر ډېر مشهور اسرائیلی فیلسوف شو.

بوبر او پاولا دوه ماشومان درلودل: یو زوی، رافایل بوبر او یوه لور، ایوا شټراوس-شټایبیتس. دوی د خپلو لمسیانو، باربرا ګولډشمیټ (۱۹۲۱ – ۲۰۱۳) او جوډیت بوبر اغاسي (۱۹۲۴ – ۲۰۱۸ ) په لویولو کې مرسته وکړه، چې د مارګریټ بوبر نیومن سره د دوی د زوی رافایل د واده په پایله کې زیږېدلی وې. د بوبر مېرمن، پاولا وینکلر په ۱۹۵۸ کال په وینس کې مړه شوه او دی د ۱۹۶۵ کال د جون په ۱۳ بیت المقدس ته نږدې په تلبیه سیمه کې په خپل کور کې مړ شو.  

بوبر سابه خوړونکی ؤ.[۱۷]

مهم موضوعات  

سمول

د بوبر د لیکلو هڅوونکې، ځینې وختونه شاعرانه طریقه د هغه په ​​آثارو کې مهم موضوعات مشخص کړل: د حسیدي او چینایي کیسو بیا بیانول، د انجیل تفسیر او میټافزیکي خبرې اترې. بوبر چې یو کلتوري صهیونیسټ ؤ، د آلمان او اسرائیلو په یهودي او تعلیمي ټولنو کې فعال ؤ. هغه په فلسطین کې د دوه ملته حل لارې همدا راز د اسرائیل یهودي هېواد له رامنځته وروسته د اسرائیل او عربي هېوادونو د سیمه ییز فدراسیون کلک ملاتړی ؤ. د هغه نفوذ په ټول انسانیت، په ځانګړې توګه په ټولنیزه ارواپوهنه، ټولنیزه فلسفه او په دینۍ هستي پالنې په برخو کې وغځېد.   [۱۸][۱۹]

د صهیونزم په وړاندې د بوبر چلند د هغه د "عبري انسان پالنې" لید ته ودې ورکولو تمایل سره تړلی ؤ. د لارنس جې. سلبرشټاین په وینا، د "عبري انسان پالنې" اصطلاح د دې لپاره جوړه شوې چې "د [بوبر] د ملتپالنې بڼه د صهیونیسټ رسمي غورځنګ څخه جلا کړي" او دا په ګوته کړي چې "د اسرائیل ستونزه څنګه د انسانانو د نړیوالې ستونزې یوه جلا بڼه وه. لذا د یو جلا ملت په توګه د اسرائیل دنده عموماً د انسانیت له دندې سره په قطعي توګه تړلې وه".   [۲۰][۲۱]

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118516477  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. پیوستون : 118516477  — د نشر نېټه: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. پیوستون : 118516477  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  4. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990009521 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  5. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990009521 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  6. https://www.kb.nl/themas/boekkunst-en-geillustreerde-boeken/de-blauwe-schuit-en-hn-werkman-1941-1944/de-blauwe-schuit-chassidische-legenden-1 — د نشر نېټه: ۳ مې ۲۰۲۰
  7. "Island of Freedom - Martin Buber". Roberthsarkissian.com.
  8. Buber, Martin (1970). I and Thou. US: Charles Scribner's Sons. ISBN 978-0684717258.
  9. "Nomination Database". Nobelprize.org. نه اخيستل شوی 2017-01-24.
  10. Rosenstein, Neil (1990), The Unbroken Chain: Biographical Sketches and Genealogy of Illustrious Jewish Families from the 15th–20th Century, vol. 1, 2 (revised ed.), New York: CIS, ISBN 0-9610578-4-X
  11. Wood, Robert E (1 December 1969). Martin Buber's Ontology: An Analysis of I and Thou. Northwestern University Press. p. 5. ISBN 978-0-8101-0650-5.
  12. The Pity of It All: A History of Jews in Germany 1743–1933. p. 238. (2002) ISBN 0-8050-5964-4
  13. "The Existential Primer". Tameri. Archived from the original on June 15, 2011. نه اخيستل شوی August 28, 2011. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  14. Elon, Amos. (2002). The Pity of It All: A History of Jews in Germany, 1743–1933. New York: Metropolitan Books. Henry Holt and Company. pp. 318–319. ISBN 0-8050-5964-4.
  15. "Jacob Levy Moreno's encounter term: a part of a social drama" (PDF). Psykodramainstitutt.no. pp. 9–10. Archived from the original (PDF) on 10 March 2017. نه اخيستل شوی 9 August 2019. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  16. "Moreno's Influence on Martin Buber's Dialogical Philosophy". Blatner.com. نه اخيستل شوی 9 August 2019.
  17. Rosen, Steven. (1987). Food for the Spirit: Vegetarianism and the World Religions. Bala Books. p. 45. ISBN 9780896470224
  18. Buber 1996، م. 34.
  19. Buber 1996، م. 92.
  20. Schaeder, Grete (1973). The Hebrew humanism of Martin Buber. Detroit: Wayne State University Press. p. 11. ISBN 0-8143-1483-X.
  21. Silberstein, Laurence J (1989). Martin Buber's Social and Religious Thought: Alienation and the quest for meaning. New York: New York University Press. p. 100. ISBN 0-8147-7886-0.