پروفېسر لويېس دوپري (۲۳ د اگسټ، ۱۹۲۵ - ۲۱ د مارچ، ۱۹۸۹ ز.) یو امریکنی لرغونپوه, وگړپوه عالم او د افغان کولتور او پېښلیک کارپوه وه. هغه د نانسي هاچ دوپري خاوند و, چې اوس په کابل پوهنتون کې د افغانستان مرکز هيت ريسه غړې ده او د افغانستان په اړه يې ۵ کتابونه هم کښلي دی. له متحده ایالاتو څخه د مېرمن او خاوند په توگه په گډه د ۱۵ کلونو لپاره په کابل کې کار وکړ., تر خپلې وسې یې د افغانستان په اړه لیکلي اثار او معلومات راټول کړل. دوي له ۱۹۶۵ز کال تر ۱۹۷۸ز پورې د هېواد هر گوټ ته سفرونه وکړل، ترڅو د لرغوني ځایونو او توکو په اړه مالومات راټول کړي.

عبدالروف بېنوا د راډيو افغانستان پخوانی ریيس، لويېس دوپري ته رباب ډالۍ کوي

لومړي وختونه

دوپري د اگست په ۲۳مه، ۱۹۲۵ز کال د گرین ویلي, شمالي کاریلونا زېږېدلی. هغه په دوېمه نړیواله جگړه کې د امریکې متحده ایالاتو بحري ځواک په توگه گډون کړی و، او په فلپین کې یې ځای ونیوه. د جگړی په وروستیو کې هغه غوښتل چې ځان د متحده ایالاتو پوځ ۱۱مې ... لوا ته ځان بدل کړي. کله چې دویم نړېواله جگړه پای ته ورسېده، نو ده د هارورډ پوهنتون کې اسیایي لرغونپوهنه او توکمپوهنه پیل کړه.

وروسته د لېسانس، ماسټرۍ او ډاکټرۍ لاسوندونو ترلاسه کولو وروسته یې وغوښته چې د څېړنیزو موخو لپاره فلپین ته بیا ور وگرځي، مگر د نوموړي دولت له خوا یې غوشتنه رد شوه، مگر په ورته وخت کې په ۱۹۴۹ز کال نوموړی په افغانستان کې د لرغونپوهنیزی څېړنو لپاره وبلل شو. دې کار دده لېوالتیا له ۱۹۵۹ څخه تر ۱۹۸۳ پورې تر اوږدمهاله پورې له سوېل لودیځې اسیا سره جوړه کړه. .[۱]

دوپري په لاندې پوهنتونو کې درس ورکړی دی:

په خپل کاري ژوند کې دې د یو شمېر هېوادونو لکه لویدځ المان، فرانس، ډنمارک، سویډن او برېټانیې سره د سلاکار په توگه دنده ترسره کړه، همدارنگه یې له د امریکې متحده ایالاتو کورنیو چارو وزارت او د ملگرو ملتونو سره د سلاکار په توگه دنده ترسره کړه.

دی او دده مېرمن له کمونستي اووښتونه مخکې په یوه لینډ رو ور گاړي کې ډېر ځلې د افغانستان په مختلفو ښارونو کې لیدل شوي چې بې له کوم ساتونکي او موټر چلوونکي به یې خپله موټر چلاوه او له یوه ولایته به بل ته تگ کاوه. د غویي له اووښتونه ۱۹۷۸ز اپریل وروسته ډوپري او مېرمن یې ونیول شوه او له هېواده وشړل شوه. دوي دواړه د امریکې متحدو ایالتونو ته وگرځېده، مگر وخت ناوخته به یې گاونډي پاکستان ته راتلو، چې د شوروي اتحاد برید پر افغانستان له نږدی وڅاري. ډوپري له افغان مجاهدینو سره چې د کمونستي رژیم او شوروي پوځونو سره په جگړه بوخت وه؛ کار وکړ او د هغوي کړنې یې په نړیواله کچه وځلولی.

مړینه

دوپري د مارچ په ۲۱مه، ۱۹۸۹ز کال د شمالي کارولینا په دورهم کې ومړ، پوره یوه میاشت وروسته له هغې چې د پخواني شوروي وروستی پوځي له افغانستان څخه په تېښته پر شا شو.

کتابونه

  • افغانستان (1973)
  • د افغانستان تاریخي لارښود (1972)
  • د کابل تاریخي لارښود
  • د ملي موزیم لارښود

سرچینې

  1. Edwards, David B. (December 15, 1996). "DUPREE, LOUIS". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ اپرېل ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جولای ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)

باندنۍ سرچینی