فرانسه
د فرانسې جمهوریت فرانسه د لویدیځی اروپا ترټولو لوی هېواد دی. فرانسه په جنوب لویدیځ کی د اسپانیا سره، په ختیځ کی د ایټالیا، سویس، آلمان او لوکزامبورک سره او په شمال ختیځ کی د بلجیم سره ګډه پوله لرې مساحت یی ۵۴۳۹۶۵ کلومتره مربع او ۵۸۰۲۰۰۰۰ وگړی لری. پایتخت یې د پاريسښار دی. د فرانسی جمهوریت په اروپا کې د اروپایي ټولنی مهم غړی دی.
د فرانسې هیواد ولسمشریزه Républiquefrançaise |
|||||
---|---|---|---|---|---|
|
|||||
نخشه موقعيت
|
|||||
پلازمېنه (او لوی ښار) | پاریس | ||||
- | ولسمشر اېموانوېل مکرون |
فرانسه یو استعماری آبر قدرت هېواد وو او د دی لپاره د فرانسی ژبه او فرهنګ د آسیا، افریقا او امریکا پر هېوادونو آغېزه لرې. فرانسه په لویځه اروپا کې ترټولو لوی هیواد او وروسته له اوکراین نه په ټوله اروپا کې دوهم لوی هیواد دی.[۱] دا هیواد له بلجیم، لوکزامبورګ، المان، سویس، ایټالیا، موناکو، آندورا او اسپانیا سره ګډه ځمکنۍ پوله لرې.[۲] فرانسه د اروپایي ټولنه (ی) له بنسټګرانو څخه یو مهم بنسټګر او د ملګري ملتونو څخه هم یو مهم غړی یا بنسټګر شمیرل کیږی. او همداسی دا هیواد د جي اته هیوادونه او د ملګرو ملتونو امنیت شورا دایمی غړی دی چې په یاد سازمان کې د قوانینو د وټو کولو حق هم لرې. فرانسه یوله اټمي بټۍ لرونکو هیوادونو څخه دی.
لوی ښارونه
پاریس د فرانسې ترټولو لوی ښار او پلازمینه ده.
اقتصاد
فرانسه د نړۍ د مهمو اقتصادي هیوادونو څخه ده، همدارنګه د نړۍ په مختلفو سازمانونو کې (جي شل) غړیتوب هم لري.
ایداري ویش
پخوانې سیمه | نوې سیمه | نوې سیمه (نوی نوم) | |
بورګونی | Bourgogne-Franche-Comté | بورګوین-فرانش-کنته | |
فرانش-کنته | |||
آکیتن سیمه | Aquitaine-Limousin-Poitou-Charentes | نوول-آکیتن | |
لیموزن | |||
پواتو-شرانت | |||
نرماندی سفلی | Normandy | نرماندی | |
نرماندی علیا | |||
آلزاس | Alsace-Champagne-Ardenne-Lorraine | ګرانت است | |
شامپانی-آردن | |||
لورن | |||
لانګداک روسیون | Languedoc-Roussillon-Midi-Pyrénées | اکسیتنی | |
پیرنه میانه | |||
نور-پا-دو-کاله | Nord-Pas-de-Calais-Picardie | ا-دو-فرانس | |
پیکاردی | |||
اوورنی | Auvergne-Rhône-Alpes | اوورنی-رون-آلپ | |
رون-آلپ |
هغه سیمي چې په پخواني نوم پاتی دي:
برتاین | |
سانتر (فرانسه) | |
کرس ټاپو | |
فرانسوي ګویان | |
ګوادلوپ | |
ایل-دو-فرانس | |
مارتینیک | |
مایوت | |
پی دو لا لوآر | |
پروانس-آلپ-کوت دازور | |
ریونیون |
کلتور
جغرافیه
پوهنه
کلتور
سیاسي جوړښت
د فرانسې غرونه
د فرانسې په جمهوریت کی ډېر غرونه سته. د فرانسې په جنوب کی د پیرینی غره، په جنوب ختیځ کی د آلپ غرونه او په ختیځ کی د یورا غره سته. د مونټ بلانک غر د فرانسې تر ټولو لوی غر دی. لوړوالی یی ۴۷۸۰ متره دی.
تاریخ
د کلټ قبیلو په ۸۰۰ ( ق.م.)کی فرانسی ته ورسیدل. په اوس وخت کی هغه د کلټ قبیله د گال ( Gauls ) په نوم یادېږی. په ۳۹۰ ( ق.م.) کی د رومان پوځ پر گالیا ( د گال هېواد ) برید وکړ او په ۵۸ ( ق.م.) کی د گال قبیله د رومان امپراطور یولیوس څېسار ( Julius Caesar ) لخوا ماته وخوړله او گالیا دیولیوس څېسار لاس ته ورغله. په ۵ پیړۍ کی فرانسی د فرانک حکمرانانو لاس ته ورغلی. په ۷۳۲ کال کی پاچا چارل مارتل د مسلمانانو پوځ ماته کړل. په ۱۳۳۷ کال کی سل کلنه جگړه پېل شوه. په دی وجت کی شمالی فرانسه د انگریزی حکمرانانو لاس ته ورغلی. مگر په ۱۴۵۳ کال کی انگرېزی پوځ د فرانسی د پوځ لخوا ماته وخوړل او د فرانسی هېواد د فرانسی پاچا لاس ته ودغلی.
سرچينې