لايق زاده لايق

لايق زاده لايق (زوکړه د ۱۹۵۹ زېږدي کال د جنوري ۱۵، پښتونخوا، سوات) د لوی افغانستان يو پښتو ژبی شاعر، ليکوال او ډارمه ليکونکی دی.

مخينه

سمول

لایق زاده لایق د خدای بښلي لعل جان پاچا زوی او د خدای بښلي حاجي کاکا لمسی پر ۱۹۵۹ زیږدي کال د جنوري میاشتې پر ۱۵ د پښتونخوا د سوات د ښکلې، غوړیدلې او ښیرازه سیمې د مدین کلي په یوه درنه او دینپاله کورنۍ کې زیږیدلی دی. خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې په خپل کلي او سیمه کې سر ته رسولې دي. په لوړو زده کړو کې یې پر سیاسي علومو سربیره په اردو او پښتو ادب کې د ماسترۍ تر کچې بریلیکونه تر لاسه کړي دي. لایق زاده د خپلو زده کړو پر مهال د پښتو ادب په برخه کې د یو ښه او تکړه ادیب په توگه د خلکو تر منځ پوره پېژندل شوی دی. هغه مینه چې هغه له خپلې ژبې او ولس سره لرله، او تل به یې د خپل ولس د آزادۍ، سوکالۍ، یووالي او پیوستون سوچونو په زړه او ذهن کې غزونې کولې، هغه دې ته وهڅاوه چې د (ستودنس فیدریشن گوند) بنسټ کېږدي، د خپل کلي د ځوانانو د ذهنونو په راویښولو کې کارنده برخه واخلي او هلته د ځوانانو یوه ټولنه هم جوړه کړي.

دندې

سمول

لایق زاده صاحب پر ۱۹۸۳ زېږدي کال د پاکستان په راډیو کې د پرودیوسر په توگه دنده پیل کړه؛ د پښتو ډرامې، موسیقي او روانو چارو په خپرونو کې یې کارنده برخه واخیسته. هغه د شاعرۍ تر څنگ د رادیو او تلویزيون لپاره گڼ شمیر ډرامې هم لیکلې دي. لایق زاده د پښتنو له درانه مشر افضل خان لالا سره د وزارت پر مهال د سکرتر په توگه دنده لرله. پر لره او بره پښتونخوا سربیره د نړۍ په گوټگ گوټ کې پښتانه د هغه د ادبي هلو ځلو درناوی کوي. هغه نن سبا د پېښور راډیو د مشر په توگه دنده لري. خپلو پرگنو ته د هغه د لا ډیرو هلو ځلو او هاند و هڅو په تمه یوو.

د شعر پوهانو په اند، موسیقي ناوې ده او شعر یې گاڼه. لایق زاده د پښتو موسیقي خدمتونه تر سره کړې دي. هغه د گڼو پښتو نامتو سندرغاړو، کمپوزرانو او موسیقي جوړوونکو استادانه يې ډېر څه زده كړي دي. لایق زاده پر خپلو ادبي آثارو د پښتو ادب لمن زرغونه او پتمنه ساتلې ده.

لایق زاده صاحب یو مهربان، بې احساسه، مینه ناک، زړه سواند، اود سپیڅلو اخلاقو څښتن دی. دی د علم، پوهې او ادب سره ځانگړې مینه لري، او په دې لاره کې یې د ستاینې وړ او گټور آثار خپلو مینه والو وړاندې کړي دي.

لیکلي اثار

سمول

۱- د محنت مېوه (د ماشومانو لپاره).

۲- گيلې (شعري ټولگه).

۳- ويښ خوبونه (شعري ټولگه).

۴- ستا په نوم (شعري ټولگه).

۵- راځئ چې بيا وخاندو (د منتخبو ټوکو ټکالو ټولگه).

۶- گلبانو او ظفر خان (ولسي قيصه).

۷- اوښکې او لمبې (د کشمېر په اړه).

۸- د احمد دين طالب ديوان (د خصوصي مقدمي او اضافو سره).

۹- ډالۍ (د علی خان بابا او عبدالحمېد بابا د شاعري موازنه).

۱۰- مشکڼې (شعري ټولگه).

۱۱- ليونتوب (شعري ټولگه).

۱۲- صل عليه واعليه (نعتيه ټولگه) چې دی نعتيه ټولگې ته د پاکستان جمهور رئيس له خوا په ۱۹۹۱ ز کال کې جایزه (ايوارډ) ورکړل شوه.

۱۳- جلوې (نعتيه ټولگه)، چې د وزير اعظم له خوا ورته پر ۲۰۰۷ زېږدي کال جایزه (ايوارډ) ورکړل شوې ده.

۱۴- ما هيرولي نه شي (شعري ټولکه).

۱۵- ډاکتر کبير ستوری ژوند او مبارزه. (د ارواښاد کبير ستوري د ليک او شخصيت په حواله د بيلابيلو ليکوالو د تاثراتو ټولگه).

۱۶- ای گمبد خضرا (نعتيه ټولکه)، چې ورته د پاکستان وزير اعظم له خوا پر ۲۰۱۰ زېږدي کال جایزه ورکړل شوه.

۱۷- ماته آئينه (د افسانو ټولگه)، چې نن سبا د خيبر تلويزيون په پرده د لنډو ډرامو په بڼه خپريږي.

۱۸- فنکار نه مری (څېړنه). په دې څېړنه کې د تيرو هيرو اوازونو په نوم د پنځوسو سندرغاړو او فنکارانو ژوندليکونه او حال احوال راټول شوی دی.

۱۹- «ځلنده ستوری» چې د سوات د ماما خېلو منظوم تاريخ دی.

۲۰- راز و نياز (نعتيه ټولگه).

۲۱- ته به ما يادوې (شعري ټولگه).

۲۲- ورانې کرښې (شعري ټولگه).

۲۳- خوبونه تعبيرونه (د يورپ سفرنامه) د ليک لاندی.


د لایق زاده لایق پښتنو لیکوالانو ته پيغام.

په تيرو وختونو کې عموماً او په دې تيرو کلونو کې خصوصاً د پښتنو د وجود د ختمولو لپاره استعماري قوتونو ټول ظلمونه ټولې دسيسې په کار راوستي دي، زمونږ د کلتور زمونږ د رواياتو د ختمولو په ضد خارجي قوتونه شپه ورځ پلانونه تياروي، په داسې حال کې د هر پښتون ليکوال دا (ذمه واري) ده چې د رومانتیکو نزاکتونو له څرگندونې سره د فطرت د ښکلاگانو له نغمو سره د خپل اولس ساندې هم راونغاړي او نن چې د پښتنې خاورې ټول وجود پرهر پرهر پروت دى، د دغې پرهرونو د ټکورولو او خپل زوريدلي ولس ته د تسلي ورکولو دنده دې هم سرته ورسوي.

زه خو چې کله د اجمل بابا د خولې دا لنډۍ رايادوم:

څانگه به نن سبا کې گل شي

ما يې په سر کې سرې غوټۍ ليدنې دينه

نو په راتلونکي وخت کې د اميد رڼا وينم خو کله چې د نن حالاتو ته گورم او د خپل ناپوهه فکر په تله د دغه پرهرونو تول کوم نو په ذهن مې مايوسي راخوريږي، خو د اجمل بابا او نورو اتلانو د فکرونو په رڼا کې د اميد بڅري لټوم.

زما خپلو پښتنو ليکوالو ته هم دغه وينا ده چې د قام درد خپل درد وگڼي او د دغو دردونو هره څړيکه په څه نا څه ډول په خپلو شعرونو او ليکنو کې ځاى په ځای کړي.

اخځليک

سمول

۱- https://rohi.af/news/17159

۲- https://www.tolafghan.com/articles/15510