فضل هادي شينواری

مولوي فضل هادي شينواری يو مولوي و او حافظ د قران . فضل هادي شينواری شاوخوا ۸۵ کاله وړاندې د ننگرهار د هسکې مېنې د شينوارو په ولسوالۍ کې زيږيدلی و.

فضل هادي شينواری

نوموړي د طالبانو له ماتې وروسته د افغانستان د سترې محکمې مشر شو او د افغانستان پخواني هېوادمشرحامد کرزي ته نژدې کس بلل کيده .

مخينه

مولوي فضل هادي شينوارى وروسته د طالبانو د راپرځېدو د افغانستان له پيژندل شويو مذهبي مشرانو وشمېرل شو او له څو کالونو راپديخوا دافغانستان د عالمانو د جرگې مشر و .

د طالبانو له ماتې وروسته د افغانستان د سترې محکمې مشر شو او د افغانستان پخواني ریس حامد کرزي سره ېې نژدې اړيکې درلودې . داسې هم وېل کېږي چې د حامد کرزي د قران ښودلو استاد هم پاتې شوی .دی د عالمانو په شورا کې مهم غړی و او د خپل دندې پر اساس ېې په وار وار په طالبانو غږ وکړ چې وسله پر ځمکه کيږدي او د هغوی سره روغې او پخلاينې لاره خپله کړي .

زده کړې

لومړنۍ زده کړې يې په خپل کلي کې پيل ، سملاسي وروسته د کابل په دارالعلوم کې شامل او په ١٣٣٣ لمريز کال کې ترې فارغ شو ، چې په خپل وخت کې د ديني او مروجو زده کړو معتبره مدرسه وه .فضل هادي شينواري شيخ الحديت او د قران کريم حافظ هم و .

دندې

د کابل له دارالعلومه تر فارغيدو سملاسي وروسته نوموړي په پلازمينه کابل کې د ابن سينا په ښونځي کې د ښوونکي په توگه دنده پيل کړه . د ده نژدې ملگري وايي چې د کار په دغه څلور کلنه موده کې يې د وخت د واکمنو له ډلې له سردار محمد داود خان سره يو څه زړه بډوالی رامنځ ته شو او په ننگرهار کې د نجم المدارس مدرسې ته د مدرس په توگه تبديل کړى شو.

د کدوالۍ ژوند

په نجم المدارس کې تر ١٥ کلن تدريس وروسته چې کله په کال ١٣٥٢ لمريز کې سردارداودخان ولسمشر شو فضل هادي شينوارى پا کستان ته کډوال شو . لومړى پيښور ته نژدې په باړه کې استوگن شو ، دوه کاله وروسته يې د افغانستان پولو ته نژدې په دره ادم خيلو کې د يوې مدرسې بنسټ کيښود چې تر ٢٠٠٢ کاله پورې د همدې مدرسې مشر و ، دغه مدرسه اوس هم فعاله ده .

سياسي ژوند

مولوي فضل هادي شينواري په ١٣٥٧ کال کې د جهاد له پيلېدو د ډاکټر نجيب تر واکمنۍ پورې د صبغت الله مجددي په مشرۍ په ملي نجات گوند کې و، خو په خپله قومندان نه و، بلکې د خپلو شاگردانو او پلوېانو سره به له مدرسې د جگړې ډگر ته چکر واهه . له هغه وروسته د عبدالرب رسول سياف سره ملگرى شو او د طالبانو پر مهال د ډيورنډ پولې ته څېرمه يوې غاړې کې په خپله مدرسه کې و . سره له دې چې د ده ډير زده کوونکي ېې د طالبانو د غورځنگ په ليکو کې و، خو له هغوى سره يې ښکاره مخالفت درلود او د يوه زده کوونکي وينا يې ده ٫٫چې نوموړي ته د طالبانو کړنې د منلو وړ نه وې٬٬ .

سره له دې چې په دغه موده کې فضل هادي شنيواري له جهادي مشر عبدالرب رسول سياف او د طالبانو له نورو مخالفينو سره ملگرى و، خو په دغه موده کې د شمالي ټلوالې تر واک لاندې سېمو ته ولاړه نه .

مولوي فضل هادي شينواری د افغانستان په تير شاوخوا نهه کلن(۲۰۰۱م زـ ۲۰۱۰م زېږديز) سياسي بهيرکې فعاله ونډه لرله او د دوو زرو عالمانو په گډون د افغانستان د عالمانو د شورا مشر واو ترې وړاندې د دغه هيوا د تاريخ په حساسو شېبو کې قاضي القضات هم پاتې شوى .

مړينه

پخوانی قاضي القضات فضل هادي شينواری په هند کې ومړ

مدني حالت

ښاغلي دوې ښځې درلودې او له ښاغلي شينواري څخه ١٤ اولادونه پاتې دي چې اته يې زامن او شپږ ېې لوڼې دي .

سرچينې