غلام محمد زرملوال

غلام محمد زرملوال (زوکړه د ۱۳۱۸ ل کال وری، د پکتيا ولايت، زرمت - مړينه د ۱۳۹۱ ل کال د سلواغې لومړۍ نېټه، لندن)(د ۲۰۱۳ ز کال د جنوري ۱۹) [۱]) (په انگرېزي:Ghulam Muhammad Zarmalwal) يو افغان ليکوال، ژباړن، ژورناليست او ټولنيز شخصيت وو.

مخينه

غلام محمد زرملوال د غلام حيدر خان زوى د ۱۳۱۸ لمریز کال په وري میاشت کې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د ساکو په شملزيو کې زېږېدلی دی. د مسلک له مخې ښاغلی زرملوال انجینير وو، خو د لیکوالۍ او ژورنالیزم په ډگر کې يې خپلې خاورې او ولس ته د قدر وړ خدمتونه کړي دي.

زده کړې

غلام محمد زرملوال خپلې لومړنۍ زده کړې د ساکو په لومړني ښوونځي کې په کال ۱۳۲۶ ل. کې پيل او په ۱۳۳۳ ل. کې په برياليتوب سره پای ته ورسولې. په ۱۳۳۴ ل کال کې په کابل کې په حربي ښوونځي کې شامل او بيا وروسته د انجنيرۍ پوهنځي ته شامل شو او په ۱۳۴۳ ل. کال کی يې له دې څانگې څخه خپل بريليک ترلاسه کړ. د هغه وخت د ملي دفاع وزير په لارښوونه نوموړی او دده څو تنه ملگری د کانو او صنايعو وزارت ته معرفي او نوموړې د افغانستان د کارتوگرافي په اداره کې په کار پيل وکړ.

زرملوال په کال ۱۳۴۶ ل. کې دولتي بورس تر لاسه کړ او د لوړو زده کړو لپاره انگلستان ته ولاړ. په۱۳۵۰ لمريز کال کې يې د لندن د اکسفورډ پوهنتون څخه د ماسټرۍ سند تر لاسه او هېواد ته راستون شو.

دندې

زرملوال په انگلستان کې د لوړو زده کړو تر پای ته رسولو وروسته هېواد ته راستون او بيا يې هم په هماغه کارتوگرافي اداره کې کار ته دوام ورکړ. څه موده وروسته د کانو او صنايعو د وزارت په لارښوونه د بگراميو د ټوکر جوړولو (نساجي) په فابريکه کې د ساختماني چارو امر مقرر شو.

غلام محمد زرملوال تر لسيزو پورې د بي بي سي پښتو راډيو له لارې د افغان ژورناليزم په برخه کې کار وکړ او خپل ولس غږ يې تر نورو ورساوه. ارواښاد زرملوال د ژوند په وروستیو کې، سره له دې چې سخت ناروغ وو «د پېریانو جګړه» او «د بنگله دېش بې ستري» په نامه دوه کتابونه پښتو ته وژباړل.

ټولنيزه او سیاسي مفکوره

رواښاد غلام محمد زرملوال د هېواد په سياسي ډگر کې تر ډېره بريده د افغانستان د سياسي او ټولنيزو مسلو په اړوند د ژور فکر او وسيع درک خاوند شخصيت وو. دا رښتيا ده چې ارواښاد زرملوال د ډيورنډ کرښې د دواړو خواوو پرتو پښتنو قومونو د یووالي او لوی افغانستان د داعیې لپاره ډېرې هڅې کولې او تل یې په خپلو لیکنو او د نظر خاوندانو سره په مخامخ ليدنو کې پر دې موضوع ټینگار کاوه.

ښاغلي زرملوال د افغانستان په کورنيو چارو کې د پاکستان په بې شرمانه او بربنډو لاسوهنو او د هغو په منفي اغېز ډېر ښه پوهېده، ځکه خو یې په خپلو لیکنو کې پاکستان د افغانستان د درو لسیزو بدمرغیو د لوی عامل په توگه معرفي کاوه.

مړينه

د اروښاد مېرمنې ویلي وو د زرملوال په اړه ویلي وو «هغه که څه هم ناروغ و خو له سهاره تر ماښامه يې یوازې د افغانستان په اړه فکر کاوه". اراوښاد غلام محمد زرملوال د ۱۳۹۱ لمريز کال د سلواغې پر لومړۍ (د ۲۰۱۳ زېږديز کال د جنوري په ۱۹ شپه) د ورپېښې ناروغۍ له امله د لندن په ريډينگ ښار کې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې. اروا يې ښاده. د نومیالي افغان لیکوال، ژورنالست او ټولینز شخصیت ارواښاد غلام محمد زرملوال جنازه د کابل په عیدگاه جومات کې (پنجشنبه، د جنورۍ ۲۴) وشوه. د ارواښاد زرملوال په جنازه کې د هېواد ډېر شمېر لیکوالو، ژورنالستانو علمي او فرهنگي شخصیتونو او د نوموړي دوستانو او خپلوانو گډون کړی وو.

د ارواښاد د جنازې له گډونوالو څخه د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي څېړندوی محمد نبي صلاحي وویل: "ارواښاد زرملوال د یوه ژورنالست په توگه او همدغه راز د مورخ په توگه خورا بریالی شخصیت وو. زه فکر کوم د ځوانانو لپاره به د هغه له پاتې اثارو نه گټه اخیستل ډېر گټور وي. ارواښاد خپلې ټولې لیکنې د ماخذونو پر بنسټ کړې او همدغه سبب دی، چې نژدې ټول اثار یې له علمي پلوه کره او په تول پوره دي. د نوموړي اثار باید په بیا بیا چاپ شي، چې دغه زموږ علمي پانگه ده. ارواښاد د افغانستان مهم علمي شخصیت و، چې مړینه يې بې شکه یوه لویه ضایع ده."

د ارواښاد غلام محمد زرملوال جسد له ځايي وخت سره سم د ماسپښین په شاخوا دريو بجو د کابل ښار په شهدای صالحین هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.


ليکلي آثار

غلام محمد زرملوال په پښتو او انگليسي ژبو ۴۴ اثار ليکلي او له دغو څخه يې يو شمېر هغه اثار دي چې پښتو ژبې ته يې ژباړلي دي، چې د ځينو نومونه يې دادي:

  1. افغانستان تر وروستي افغانه -۵ ټوکه.
  2. د پېريانو جگړه (ژباړه)
  3. د بنگله دېش بې ستري (ژباړه).
  4. دنړۍ تاريخ ته يوه کتنه.
  5. زما ولس به ژوندی پاته شي؟
  6. د تيلو جنگ.
  7. ارگ يا مرگ.
  8. له مهاجره تر مجاهده.
  9. احمد شاه ابدالي جرگه.
  10. پاکستان يو مصنوعي هېواد دی.

په انگرېزي ژبه چاپ شوي اثار په لاندي ډول دی:

  1. Fire in Kabul - اور په کابل کې - چاپکال ۱۹۲۲
  2. A case of Peace against War - سوله د جگړې په مقابل کې - چاپکال ۲۰۰۹ کال
  3. The Swansong of a sinking stooge - چاپکال ۲۰۱۰ کال
  4. Breaking the Mould - ناچاپه اثر

باندنۍ تړنې

سرچينې

  1. پښتون لیکوال غلام محمد زرملوال ومړ
  1. https://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2013/01/130124_ns_zarmalwal_funeral.shtml
  2. https://www.nunn.asia/6511/%D8%AF-%D8%A7%D8%B1%D9%88%D8%A7%DA%9A%D8%A7%D8%AF-%D8%BA%D9%84%D8%A7%D9%85-%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF-%D8%B2%D8%B1%D9%85%D9%84%D9%88%D8%A7%D9%84-%D9%BE%D9%87-%D8%A7%DA%93%D9%87-%D8%AF-%D8%AC%D9%88%DA%93/
  3. https://www.nunn.asia/5952/%D9%BE%D9%87-%D8%B3%D9%88%D9%8A%DA%89%D9%86-%DA%A9%D9%8A-%D8%AF%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%A7%D9%86%D9%88%D8%B9%D9%84%D9%85%DB%8C-%D8%A7%D9%88%D9%81%D8%B1%D9%87%D9%86%DA%AF%DB%8C-%D9%85%D8%B1/
  4. https://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2013/01/130120_hh-zarmalwal-died
  5. https://www.pajhwok.com/ps/2013/05/22/%D8%AF-%D8%BA%D9%84%D8%A7%D9%85-%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF-%D8%B2%D8%B1%D9%85%D9%84%D9%88%D8%A7%D9%84-%D9%8A%D8%A7%D8%AF%D8%BA%D9%88%D9%86%DA%89%D9%87-%D8%AC%D9%88%DA%93%D9%87-%D8%B4%D9%88%D9%87
  6. https://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2013/01/130124_ns_zarmalwal_funeral.shtml‎