عبدالقيوم زاهد مشواڼی

عبدالقيوم زاهد مشواڼی (زوکړه د ۱۳۵۶ ل ل کال د وري ۲ (د ۱۹۷۷ ز کال د مارچ ۲۲)، د کونړ ولايت، د غازي اباد ولسوالي، د بارگام کلی) يو افغان پښتو ژبی ليکوال، سيند کښونکی، او ژباړن دی.

مخينه

څېړنوال عبدالقيوم مشواڼی د حکيم سيد زوی د ۱۳۵۶ لمريز لېږدي کال د وري میاشتې پر ۲ نېټه د کونړ ولايت د غازي آباد په بارگام کې زېږېدلی دی. په ۱۳۶۷ ل ل کال کې د دير تېمرگرې له محمدیه لېسې څخه فارغ شو. په ۱۳۷۵ ل کال کې يې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي پښتو څانگه پای ته ورسوله او لېسانس يې تر لاسه کړ. ماسټري يې په ۱۳۸۷ ل ل کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي له پښتو څانگې څخه واخيسته. د ډاکټرۍ د رسالې کار يې پر ۱۳۹۵ ل ل (۲۰۱۶) ز کال د پېښور پوهنتون پښتو اکاډمي کې پيل کړی وو چې اوسمهال (۱۴۰۲) يې چمتو کړې ده.

دندې

عبدالفيوم مشواڼی پر ۱۳۸۱ ل ل (د ۲۰۰۲ ز کال اگسټ مياشت) کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د غړي په توگه ومنل شو. بيا يې د الفت مجلې د مسوول مدير په توگه دنده ترسره کوله.

پر ۱۳۸۱ (۲۰۰۲ ز) کال کې يې د اساسي قانون د عامه پوهاوي د برخې د ژباړن په توگه دنده درلوده. تر دې وروسته د تعليمي نصاب د پراختيا او انکشاف د رياست د ليکوالې کمېټې غړی شو. بيا يې د پښتو څېړنو د انستيتوت د آمر په توگه دنده درلوده.

مدني اکر

ښاغلي عیدالقيوم مشواڼي واده کړی، چې شپږ اولادونه (دوې لوڼه او څلور زامن) لري.


چاپ شوي نښيرونه

الف ـ څېړنيز:

۱. د دستارنامې سپړنه (تحليل دستارنامه)، د دانش خپرندويې ټولنې چاپ.

۲. کورنی طبيب (طبيب خانواده گی)، د دانش خپرندويې ټولنې چاپ.

۳. زاهد پښتو ـ پښتو سيند (فرهنگ)، د دانش خپرندويې ټولنې چاپ.

۴. د اتم ټولگي پښتو (د پښتو ژبو ښوونځيو لپاره)، د پوهنې وزارت چاپ.

۵. د اتم ټولي پښتو (د ناپښتو ژبو ښوونځيو لپاره)، د پوهنې وزارت چاپ.

۶. د وطن معماران، لومړی او دويم ټوکونه (گډ اثر، د امريکا د سولې انستيتوت له خوا چاپ).

۷. د پښتو ادب تاريخ د ليکنې د بهير کره کتنه. د افغانستان د علومو اکاډمي چاپ.

۸. د دستارنامې انتقادي متن، د مومند خپرندويې ټولنې چاپ، جلال آباد.

۹. د ننگرهار او کابل ولايتونو اتنوگرافيک اطلسونه. د افغانستان د علومو اکاډمي چاپ.

۱۰. انسان په نااشنا جزيره کې (ناول).

ب ـ ژباړې:

۱. تاج التواريخ، امير عبدالرحمن خان (له پارسي پښتو ته)، دانش خپرندويه ټولنه.

۲. لرغونپېژندنه په افغانستان کې، نظر محمد عزيزي (له پارسي پښتو ته)، دانش خپرندويه ټولنه.

۳. هلمند.

۴. معماران وطن، جلد اول و دوم، شاه محمود مياخیل و عبدالقيوم مشوانی (له پښتو پارسي ته).

۵. له سروبي تر اسماره (احمد علي کهزاد، له پارسي پښتو ته)، دانش خپرندويه ټولنه.

۶. سپرلو (احمد علۍ کهزاد، له پارسي پښتو ته).

۷. اسلام و زنده گي صلح آميز، دکتور مصطفی نيازی (له پښتو پارسي ته).

ناچاپ څېړنيز آثار:

۸. په پښتو منظوم ادب کې د مبارزې څرک (د څېړنيارۍ علمي رتبې ته د ترفيع اثر).

۹. پر پښتني کلتور د وروستيو جنگونو اغېز (سياسي تحليلونه او تبصرې لري)، د څېړنوال رتبې ته د ترفيع اثر.

۱۰. د بدخشان او جوزجان اتنوگرافيک اطلسونه.

۱۱. له پښتو سره د گوري او ساوي ژبې پرتلنه (د څېړنپوه علمي رتبې ته د ترفېع اثر).

۱۲. مشواڼي څوک دي؟

۱۳. دېواني قاموس.

ناچاپ ژباړې:

۱۴. د شکسپير شاهکارونه (شاهکار های شکسپیر، له پارسي پښتو ته).

۱۵. افغانستان د اسلام پر مهال (افغانستان بعد از اسلام، عبدالحی حبيبي).

۱۶. افغانستان د تاريخ په بهير کې (نابشپړ)، (افغانستان در مسير تاريخ، مير غلام محمد غبار).

نورې فرهنگي هڅې:

۱۷. د خوشال خان خټک کليات، پرتلنه، سمون او وييپانگه، دانش چاپ.

۱۸. د پښتو - پښتو تشرېحي قاموس منتظم او مهتمم.

۱۹. د انگلېسي - پښتو قاموس مهتمم، (رڼا کلتوري ټولنې چاپ).

شاوخوا دېرش (۳۰) چاپ او ناچاپ آثار تر اوسه د ليکوال عبدالقيوم مشواڼي له نامه سره تړاو لري.

اخځونه

۱. ښاغلي ليکوال عبدالقيوم مشواڼي دا ژوندليک د برېښنايي پوهنغونډ د کاروونکي په هيله کاروونکی ته لېږلی دی.

۲.