عبدالقادر مجرم

عبدالقادر مجرم (۱۹۶۴ زېږدي کال) د افغانستان د پښتو ژبې يو شاعر او ليکوال دی چې لاسونه نه لري، خو د لوړ همت او پياوړي هوډ خاوند دی.

مخينه سمول

عبدالقادر مجرم د بلوڅستان د کلاسیف الله د کلي حسن زو اوسېدونکی پر ۱۹۶۴ ز کال زېږېدلی دی. عبدالقادر مجرم چې لاسونه نه لري، خو له هغه باوجود يې هغه کارونه کړي، چې د پښتنو ځینو لیکوالانو ورته (څلور لاسی مجرم) ویلی. څلور لاسی مجرم ځکه چې بې لاسونو يې هغه کارونه کړي چې ډېرو لاس لرونکو انسانانو هم کړي نه دي.

یوې پېښې مجرم له لاسونو بې برخې کړ سمول

عبدالقادر مجرم په ۲۰۰۱ زېږديز کال کې د ژوند له هغې بدې پېښې سره مخ شو، چې په کې يې دواړه لاسونه وبایلل. مجرم د دې پېښې په اړه وايي: «زه په واپډا کې ملازم وم. ۱۶ کاله مې په کې کار وکړ، خو په ۲۰۰۱ زېږدي کال کې، چې يوه ورځ مې يو ټرانسفارمر سماوه، کرنټ ونیولم او لاسونه مې په کې وسوځېدل. تر دې وروسته روغتون ته ولېږدول شوم؛ هلته ډاکټرانو وویل، لاسونه به درڅخه پرې کوو او دواړه لاسونه يې راڅخه پرې کړل.»

د مجرم په خبره تر دې وروسته چې په روغتون کې ډاکټرانو ورڅخه لاسونه پرې کړه، شاعري او لیک يې زور واخیست. د ده په خبره، په لومړي سر کې یې په پښه په قلم لیکل پېل کړل، خو کله چې له کمپيوټر سره لږ بلد شو، نو يې د لاس د گوتو پر ځای د پښو گوتي په کېبورډ کېښودې او اوس يې يو شمېر د پښتو کتابونه همداسې کمپوز کړي دي.

د عبدالقادر مجرم پنځونه او نورې کارندتياوې سمول

ټیټ مې مه بوله غورځنگ راباندې مه کړه - زه په دې افتاده گۍ کې لوی گړنگ یم

وايي د ژوند په خوند او رنگ هغه څوک ښه پوهېږي چې له ژونده راضي وي او هیله ژوند بولي. د همداسې کسانو له ډلې څخه يو هم د لرې پښتونخوا لیکوال او شاعر عبدالقادر مجرم دی، چې تقدیر ترې غبرگ لاسونه اخیستي دي. پر ادبي پنځونه سربېره مجرم په خپل کلي کې ماشومانو ته یو ښوونځی هم پرانیستی او هغوی ته په دغه ښوونځي کې پښتو ژبه ورزده کوي.

مجرمه تا دي یو څه کړي ضرور - هسې یې نه درماتول لاسونه

ښاغلی مجرم وايي خپل تخلص یې ځکه مجرم غوره کړ چې په ژوندانه کې یې کړې تېروتنې منلې او ځان ورته مجرم ښکاري. ښاغلی مجرم د پښتو ژبې د ودې لپاره نه یوازې خپلې لیکنې او شعرونه د پښو په گوتو په کمپوټر کې کمپوزوي، بلکې د نورو لیکوالانو لیکنې هم کمپوز او چاپ ته چمتو کوي. دی په داسې سیمه کې چې په ښوونځیو کې یې پښتو ژبه نه تدریسېږي، يانې د خپل کلي کلاسیف الله ماشومانو ته په وړيا توگه زدکړې هم ورکوي او تر خپله وسه زده کوونکو ته پښتو ژبه ورښيي.

لکه خان عبدالغني خان چې به «گډې وډې» ليکلې او خورولې. عبدالقادر مجرم هم په خپلو ناولونو کې د لېونو په ژبه د عالمانو خبرې کوي. لکه د هغه ناولونه«شړق به يې واورې» او «ټولنه لېونۍ ده». عبدالقادر مجرم د پښتنو ښځو، مېرمنو او ښځمنو سره په ټولنه کې د زور زياتي او بې انصافۍ غندنه کوي او د سړو ځانغوښتنه، خود غرضي، لالچ او هغه ناروا زياتی ور په گوته کوي، چې دوی يې د ښځو سره کوي. په «بختيالۍ» ناول کې موږ ته پښتنه مېرمن د «بختيالۍ» په کردار کې په لوی اوچت او ارفع مقام ښکاره کېږي، چې بختيالۍ څومره په ساده ژوند کې د ټولنې د ظلم زياتي مقابله کوي. د خاوند تر وژنې وروسته له کلي څخه کډه کوي او په ښار کې په مزدورۍ لاس پورې کوي؛ په خپلو بچو تعليمونه کوي، انسانان ترېنه جوړوي او بېرته کلي ته راسنېږي، چې د علم رڼا خوره کړي. هم دغه رنگ خيال او فکر د مېرمن صفيه حليم په «زبېښاک» ناول کې هم شته. ښاغلي مجرم بختيالۍ د يوې پوهه او ځيرکې پښتنې پېغلې په ډول لوستونکو ته ورمعرفي کړې ده او ښودلي يې دي چې ښځه په کور کې د يو توکي يا يو شي نه، بلکې د ژوندي بنيادم په شان وي. ښه فکر لري او ښې غټې غټې فېصلې کولی شي او د سړو د نرگسيت تر حده په ځان غره فکر ته يې لته ورکړې ده، دا يې هم ښودلي چې ښځې د سړو نه ښې فېصلې کولی شي او د خپل پت او ننگ ساتلو لپاره د هر پهلوان مقابله کولی شي.

بختيالۍ چي د کلي يوه ساده بې تعليمه پېغله وي، د خپل ژوند فېصله کوي، ورور ته واده کوي او پخپله د ورېندارې په بدل کې د هغې ورور ته واده شي. بيا د کلي د زورورو سره مقابله کوي او يوه ناروا فېصله هم نه قبلوي؛ خپل بچي ښار ته بوځي او هلته ښه ژوند تېر کړي او خپل بچي د تعليم او پوهي د وسلې سره خپل کلي ته راولي چې د جهالت تيارې رڼا کړي، خپل دوښمن وبښي او کلي ته هم يو نوی ژوند وروبښي.

د شاعر او ليکوال عبدالقادر مجرم تر دې مهاله دا لاندې اثار چاپ شوي دي.

چاپ شوي اثار يې سمول

  1. بختيالۍ (ناول).
  2. لويه لار ده څوک به راشي (ناول).
  3. دوی هديره نه لري (ناول).
  4. ټولنه لېونۍ ده (ناول).
  5. زړونه کاږي (ناول).
  6. ورته گوري به جانان (ناول).
  7. شړک به يې واوري (ناول).
  1. مقدسي چوکۍ (ناول).
  2. ملا بشر (ناول).
  3. مات وزر (شعري ټولگه).
  4. ژوندون او اميدونه (شعري ټولگه).
  5. مينه مروره شوه (شعري ټولگه).

اخځليک سمول

  1. https://www.mashaalradio.com/a/24546225.html
  2. https://www.bbc.com/pashto/multimedia/2012/05/120527_im_abdul_qadir_mujrem_disable
  3. https://www.pashtoacademy.com/index.php/%D8%AF%D8%B1%DB%90-%D9%85%D9%8A%D8%A7%D8%B4%D8%AA%D9%86%DB%8D-%D9%85%D8%AC%D9%84%D9%87/406-%D8%AF%D9%BE%DA%9A%D8%AA%D9%88-%DA%98%D8%A8%D9%8A-%D9%85%D8%AC%D8%B1%D9%85-%D9%86%D8%A7%D9%88%D9%84-%D9%86%DA%AB%D8%A7%D8%B1-%D8%A7%D9%88-%D8%B4%D8%A7%D8%B9%D8%B1 Archived 2019-10-24 at the Wayback Machine.
  4. https://www.pashtoacademy.com/index.php/%D8%AF%D8%B1%DB%90-%D9%85%D9%8A%D8%A7%D8%B4%D8%AA%D9%86%DB%8D-%D9%85%D8%AC%D9%84%D9%87/406-%D8%AF%D9%BE%DA%9A%D8%AA%D9%88-%DA%98%D8%A8%D9%8A-%D9%85%D8%AC%D8%B1%D9%85-%D9%86%D8%A7%D9%88%D9%84-%D9%86%DA%AB%D8%A7%D8%B1-%D8%A7%D9%88-%D8%B4%D8%A7%D8%B9%D8%B1 Archived 2019-10-24 at the Wayback Machine.