ظاهر بایبارس
ظاهر بایبارس | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ۱۹ جولای ۱۲۲۳ کريميا |
مړینه | 1 جولای 1277 (54 کاله) د مشق |
تابعیت | P27 |
عملي ژوند | |
مورنۍ ژبه | عربي ژبه |
کاروونکې ژبه | عربي ژبه |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | د عین جالوت جګړه |
سمول |
| ||||
---|---|---|---|---|
د مصر او شام مملوک واکمن | ||||
دوره | 24 October 1260 – 1 July 1277 | |||
تاج پر سرونه | 1260 at Salihiyah | |||
د شخص مالومات | ||||
اصلي نوم | ملک ظاهر رکن الدین بیبارس | |||
پيدايښت | ۱۹ جولای ۱۲۲۳ کريميا | |||
مړینه | 1 July 1277 (aged 50/55) د مشق | |||
تابعیت | P27 | |||
مذهب | اسلام | |||
کورنۍ | Zahiri | |||
ځايناستی | کينډۍ:Unbulletedlist | |||
سلالة | بحري مملوک واکمني | |||
آخري معلومات | ||||
مورنۍ ژبه | عربي ژبه | |||
کاروونکې ژبه | عربي ژبه | |||
پوځي خدمت | ||||
جګړه/جګړې | د عین جالوت جګړه | |||
سمول |
المالك الظاهر ركن الدين بيبرس البندقداري ( 1223/1228 - 1 جولای 1277)چي په عام ډول د بیبرس یا بیبار په نوم او د ابو الفتوح په لقب هم پېژندل کیږي ، د مصر او سوریې څلورم مملوک سلطان وو او د ترکي کیپچک نسب سره یې اړه درلوده. نوموړي په مملوک سلطنت کي د قطوز ځای ناستی وو. بیبرس د مصري ځواکونو له هغه قوماندانانو څخه وو چي د فرانسې د پاچا لوئس IX یې په اوومه صلیبي جګړه کي مات کړ. نوموړي په 1260 کال کي د عین جالوت په جګړه کي د مصري پوځ رهبري هم وکړه، [۴] چي د منگول پوځ لومړنۍ تاریخي ماته بلل کیږي او په تاریخ کي یو مهم ټکی ګڼل سوی دی. [۵]
د بایبارس واکمني په ختیځ مدیترانې سمندر کي د مملوک د واکمنۍ د پیل نښه وه او د دوی د نظامي سیسټم پایښت یې پوره ټینګ کړ. بیبرس دخپلي واکمنۍ پر وخت په لیونټ کي د صلیبیانو شتون پای ته رسولو لپاره لاره هواره کړه او د مصر او سوریې اتحاد یې د سیمې د مخکښ مسلمان دولت په توګه پیاوړې کړ. همدرانګه یې د صلیبیانو او منګولیانو د ګواښونو مخه ونیوله، او دومره توان یې ترلاسه کړ چي د صلیبیانو او منګولیانو له خوا د ګواښونو مخه په مکمله توګه ډپ کړي. د سلطان په توګه، بایبرس هم د ډیپلوماسۍ او هم نظامي اقدام په ترکیب کي پوره بلد وو او د مصر مملوکان یې دومره ځواک ته ورسول چې خپله امپراتوري نوره هم پراخه کړي.
کورنۍ
سمولسلطان بیبرس د طرابلس (د ننني لبنان) له یوې میرمني سره واده وکړ چې د عایشه البوشنتیا په نوم یادېدل اړ د یوې مشهوري عربي کورنۍ سره یې اړه درلوده. عایشه هغه جنګیالي وه چې له خپل ورور حسن سره یې په ګډه د صلیبیانو له ظلمونو سره په شام کي مقابله وکړه. یادي مېرمني د سلطان بیبرس سره هغه مهال ولیدل کله چۍ هغه د محاصرې پرمهال په طرابلس کي پړاو وکړ.همدغه ددوی د میني پیل وو او واده یې هم وکړ. د عایشه په اړه دقیق معلومات نور نسته چي ایا له بیبرس سره مصر ته راستنه سوه او که په طرابلس کي شهیده سوه. د هغې مقبره په طرابلس کي یو مهم مذهبي او تاریخي ځای وو چي په شلمه پیړۍ کي د فرانسوي استعمارګرو لخوا ویجاړ سو.
د بیبر له میرمنو څخه یوه بله د امیر سیف الدین نوګي تاتاري لور وه. [۶] بله ښځه یې د امیر سیف الدین غرای تاتاري لور وه. [۶] څلورمه ښځه یې د امیر سیف الدین تمجی لور وه. [۶] پنځمه ښځه یې بیا التتمش خاتون وه، [۷] چي د خوارزمیانو د پخواني امیر برکا خان لور کېدل. شپږمه ښځه یې د منګولیا امیر کرمون اغا لور وه. د هغې درې زامن سید بارکه ، سولمش او خضیر نومېدل. [۶]
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ Fuess, Albrecht (2018). "Sultans with Horns: The Political Significance of Headgear in the Mamluk Empire (MSR XII.2, 2008)" (PDF). Mamlūk Studies Review. 12 (2): 76, 84, Fig. 5. doi:10.6082/M100007Z.
- ↑ Adventuring in the Englishes: Language and Literature in a Postcolonial Globalized World, Ikram Ahmed Elsherif, Piers Michael Smith. 2014. Part I; Chapter 2, pg 18.
- ↑ "Baybars I". Britannica. 15 February 2024.
- ↑ The New Encyclopædia Britannica, Macropædia, H.H. Berton Publisher, 1973–1974, p.773/vol.2
- ↑ The history of the Mongol conquests, By J. J. Saunders, pg.
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ ۶٫۳ . 20 April 2016.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help); Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 22 May 2019.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help)