طبي والرين

Valeriana officinalis
والرین
مملکه بوټي
څانگه Tracheobionta
طایفه د دوو تیفه گانو نباتونه
کورنۍ Valerianaceae
جېنس Valeriana

والرین یا طبي والرين (په لاتين: Valeriana officinalis) د والرينيانو څخه یو یوی لرونکي درملي بوټي دي چې په اروپا او آسيا کې شنه او کرل کېږي.

تاريخ سمول

والرين په لرغونی یونان او روم کې ۲۰۰۰ کاله مخکې پېژندل شوي وو. د طب پلار بقراط د غه بوټي په خپل اثر کې توصيف وکړ او په ۳ پېړی کې یو مشهور رومي ډاکټر جالینوس والرين خپلو ناروغانو ته د بى خوبى د علاج لپاره ورکاوه.

توصيف سمول

والرين یو درملي بوپي دي چې د Valerianaceae په کورنی او د Valeriana په جنس پورې اړه لري. اوږدوالي یی ۱.۵ متره وي. بو یی قوي او خوند یی تريخ دي. گلان یی گلابي یا بانجڼي رنگ لري او د گل تاج قيف شکل لري. نوموړي بوټي د مې څخه تر اگسټ پورې گل نیسي او په سپتمبر کې مېوې لري. والرين یو شمېر طبيعی توکې لکه اسانسونه (۲٪)، Myrtenol ، القلويدونه (Valerin, Chatinin)، گلیکوزیډونه او فلافونويډونه لري.

والرين په طب کې سمول

طبي والرين آرامکوونکي درمل دي چی د بې خوبه، عصبى ناروغتيا او عصبي ستوماني د علاج لپاره کارېږي. دغه درمل تشنج ماتونکي آغېزه لري او د وینې پر فشار باندی ښه آغېزه هم لري.