القلويد
د القلوید مواد ( Alkaloid ) د طبیعی توکو څخه د نیتروجن ( آزوت ) قلوی ترکیبونه دی چه په نباتونه کی وی. د القلوید مواد ډېر زهرلرونکی توکې دی او د دی لپاره خلکو په پخوانیو زمانو کی د القلوید مواد د زهر ور کولو یا مسموم کولو لپاره کارول. په اوس وخت کی القلوید په طبابت کی کارېږی د القلوید مواد په طبیعت کی د مالگی ترکیب لری.
د القلوید د مواد تقسیمول
د القلوید مواد د کیمیایی ترکیبونو په مطابق تقسیمېدلای سی. لوبیلین ( Lobelin )، کونیین ( Koniin )، نیکوتین ( Nikotin ) د هغو موادو څخه دی چی د کیمیا ترکیب یی تر ټولو ساده دی. دغه القلویدونه کولای سی په لابوراتور کی جوړ کړی.
- نیکوتین یو ډول خطرناک نشه یی توکه ده چی په تنباکو کی دی. نیکوتین پر عصبی مرکزی سیستم آغېزه لری. دغه توکه په بدن کی رنگونه تنگوی، پر زره اثر پریږدی، د وینی فشار زیاتوی، د حامله گی ضد توکو د استعمال په وخت کی خطر زیاتوی او انزولینی د اغېزی کولو تاثیر کموی.
د تروپان د القلوید مواد
دغه القلویدونه د کیمیا مخصوص ترکیب لری چی د تروپان ( Tropane ) په نوم یادېږی. د هغو القلویدونو څخه آتروپین( Atropine )، هیوسڅآمین ( Hyocyamine ) او كوكايين تر ټولو مشهور دی.
- آتروپین ( Atropine ) یو درمل دی چی د عضلاتو د ښخو د علاج لپاره کارېږی. آتروپین هم د سترگو په طبابت کی کارېږی. دغه درمل په سترگو کی کسی پراخوی.
- كوكايين یوه خطرناک نشه یی توکه ده.
د تریاکو القلویدی مواد
دغه د القلوید مواد د تریاک څخه جوړېږی. تریاک درې ډول د القالوید مواد لری چی د مورفين، کودیین او پاپاوېرین په نومونو یادېږی.
د پورین د القلوید مواد
تیوبرومین، تیوفیلین، کوفین د پورین د القلوید مواد دی چی په فهوه، کاکاو او چای کی دی. د پورین القلویدونه هم په طبابت کی کارېږی.
د خینین القلوید
خینین ( Chinin ) یو ډول د القلوید توکه ده چی خوند یی ډېر تریخ دی او د مالاریا د علاج لپاره کارېده. په اوس وخت کی په نړی کی خیینین د څښلو د مایعاتو سره کدېږی.
رېسېرپین
رېسېرپین ( Reserpine ) یو ډول القلوید دی چه د وینود فشار او سخیزوفرېنی د علاج لپاره کارېږی.
ال اس دی
ال اس دی (Lysergic acid diethylamide ) یو ډول د القلوید توکه ده چی د تور غنم د چڼیاسی څخه جوړېږی. ال اس دی ( LSD ) یو نشه یی توکه ده چی هزیان څرکندوی. دغه نشه یی توکه ۵۰ کال مخکی په طبابت کی کارېده. په اوس وخت کی د ال اس دی جوړول په اروپا او امریکا کی غیر قانونی دی.
ایرگوتامین او ایرگومېترین
اېرگوتامین او ایرکومېترین ( Ergometrine ) د القلویدو توکې دی چی چی د تور غنم د چڼیاسی څخه یا په لابوراتوری کی جوړېږی.
- اېرگوتامین ( Ergotamine ) یو درمل دی چی د نیم سری د علاج لپاره کارېږی.هغه درمل په بدن کی رنگونه تنگوی. د ایرگوتامین آغېزه د کوفین په مرسته زیاتېدلای سی.