کوفين د پورين د القلويدونو څخه يو ډول القلويد دی چی په قهوه او چای کی دی. چای کوﻻی سی ۴٪ د کوفینو محتوی ولری.کوفين يو د کريسټال سپين پوډر دی چی خوند ئی تريخ دی. کوفین په خلوروفرم او الکهول کی حلېږی. کوفین هم د درمل جوړولو لپاره کارېږی.

کوفین


تاريخ سمول

کوفين لمړی ځل په ١٨١٩ کال کی د قهوو د دانو څخه جوړ شو او دغه توکه په ١٨٩٥ کال کی په لابوراتوری کی جوړ شو.

کوفین په طبابت کی سمول

کوفین پر عصبی مرکزی سیستم تشویق آغېزه لری. دغه توکه د پاراستامول آغېزه په ماغزې کی زیاتوی. د دی لپاره درملونه د دردونو د علاج لپاره د کوفین محتوی لری.