پاراستامول
Acetaminophen Paracetamol پاراستامول | |
---|---|
کیمیایی فارموله | C8H9NO2 |
عمومی نوم | |
molecular_weight |
پاراسیتامول (په انگرېزي: Paracetamol) چې کيميايي نوم يې اسيتامينوفېن (Acetaminophen) دی، د NSAID د ډلې يو داسې درمل دی چه د دردونو او تبې د علاج لپاره استعمالېږی. پاراسیتامول د گریپ د پاره هم کارېږي.
مېکانيزم
پاراسیتامول په مرکزی عصبی سیسټم کې د سایکلو اوکسیجیناز انزیم د محدودولو سبب گرځی، چې په دې کار سره د درد او تبی ضد اغېزه له ځانه پرېږدی دا چې په نور بدن کی نوموړی انزیم نه نهی کوی نو له دی امله یی د التهاب د پاره اثر کمزوری دی.
څنگ اغېزې
د پوستکې اندفاعات، د ونې گډوډۍ، حاد پانکریاتیت، د ځیگر آفتونه او په ډېره لږه اندازه د پښتورگو آفتونه نه همدا وجه ده چې د ځیگر او پښتورگو په آفتونه کې ناروغانو ته په احتياط سره ور کول کېږی.
اندازه
لويانو ته د خولې له لاری نیم څخه تر يو گرام هر څلور يا شپږ ساعتونه وروسته ور کول کېږی. چه په ورځ کښې تر ټولو زیاته اندازه تر څلورو گرامو پورې رسېږی. د ماشومانو عمر ته په کتو سره ٦٠ نه تر ٢٥٠ میلیگرامه هر څلور يا شپږ ساعتونه وروسته ور کول کېږی. په درملتونو کښې د ١٢٥ او ٥٠٠ میلی گرمه گوليو او د ١٠٠ او ٥٠٠ شاف او د ١٢٥ شربت پیدا کېږی. درمل چه پاراسیتامول او کوفین لری خصوصا د درونو د علاج لپاره مصرفېږی. کوفین طبیعی ماده ده. د پارسیتامول اثر د کوفین په مرسته قوی کېږی. درمل چه افیدرین او پاراسیتامول لری خصوصا د گریپ د علاج لپاره ټاکل کېږی. دغه درمل اميدواره ښځو ته ټاکل شوی نه دی. ماشوم ته چه له ١۴ کالونه څخه لوی وی دغه درمل ور کولای شی.
کیمیائي جوړښت
پاراستامول يا پيراسټمول کې 8 کاربن،9 هائډروجن،1 نائټروجن او 2 آکسيجن يي۔پدې کې 2 کاربن،3هائډروجن او 1 آکسيجن ځانله ټلوگې يي کوم يي چي دا نائټروجن په مرستې سره د نورو 6 کاربنونو،6هائډروجن،1 آکسيجن سره تړلې يي۔