گلیکوزیډ (په انگرېزي: glycoside ˈɡlaɪkəsaɪd ) یوه طبيعي توکه ده چې په نباتاتو کې منځ ته راځي او د قند (شکره) او فعالونکي (غیر قندي) د ماليكيولونو څخه جوړ شوي ده. نوموړي ماليكيولونه د گلیکوزیډ بند په مرسته تړل شوي دي. د دي توکې اصلی فورمول R–O–Z دي. (R-OH) الکول، (Z)- د قند برخه او (O) د آکسيجن بند. گلیکوزیډونه په عصري طب کې مهم رول لوبوي او د بوټي مهمه پياوړى سرچينه هم ده.

د گلیکوزیډ کيميايي فورمول

کيميايي خواص او تقسیم سمول

گلیکوزیډونه عضوي او بې رنگ توکې دي چې په الکلونو او اوبو کې محلولېږي او په ماليكيول کې په ځانگړي ډول کاربن، آکسيجن او هايډروجن لری خو د گلیکوزیډ ځيني ماليكيولونه نايټروجن، پو تاشيم او سلفر هم درلودلای سی. گلیکوزیډونه مهم فیزیولوژیکی آغېزه لري او په څو ډلو تقسیمېږي:

  • د زړه گليکوزيډونه
  • د آنتراکینون گليکوزيډونه
  • د سیانوژنیک گلیکوزیډونه
  • ټهیوگلیکوزیډونه
  • فورانوکومارینونه
  • ساپونینونه