صالح محمد خان هوتک

مولوي صالح محمد خان هوتک (زوکړه، ۱۲۶۹ لمريز هجري کال، کندهار - د ۱۳۳۹ ل ل کال د وږي ۴، کابل) د افغانستان د پښتو ژبی یو تکړه شاعر، ليکوال، ژورناليست ، ټولنيز فعال او سیاستوال وو.

زدکړې: سمول

ارواښاد مولوي صالح محمد چې دکابل په حبیبیه لېسه کې یې زده کړې کړې وې

دندې: سمول

د زدکړو تر بشپړ کېدو وروسته ښاغلي صالح محمد خان هوتک په حبیبیه لېسه کې د پښتو ژبې ښوونکی وګمارل شو. او د امیر شهید حبیب الله خان په وخت کې یې په سراج الاخبار کې پښتو لیکنې کولې او دده شعرونه هم پکې چاپېدل. بیا چې دافغانستان دخپلواکۍپرمهال مولوي صاحب کندهار ته لاړ نو هلته یې د مکتب تجار په نوم یوښوونځي پرانیست چې بیا وروسته د شالمار او مشرقي د ښووڼځي به نامه یادېده او دي ددې ښوونځي مدیر و. په همدغه وخت کې ده د طلوع افغان ورځپآنه هم تاسیس کړه اوترڅنګ یې دکندهار دپوهنې ( معارف ) دمدیریت چارې هم پر مخ بیولې . تر هغه وروسته بیا د د طلوع افغان د مدیریت چارې د بابا عبدالعزیز الکوزي له خوا ترسره کیدلې .

سیاسي فعالیت: سمول

نوموړي د ولسې جرګې په لسمه ـ یولسمه دوره کې د کندهار د خلکو استازیتوب هم وکړ.

د طلوع افغان تاسیس: سمول

ښاغلي صالح محمد خان هوتک په کال ۱۹۲۱ میلادي کې په کندهار کې د طلوع افغان مجلې چې وروسته بیا ورځپاڼه شوه تاسیس وکړ.

مړینه: سمول

مولوي صالح محمد خان هوتك د ١٣٣٩ ل ل كال د وږي پر ٤ په كابل كې له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترگې پټې کړې.