شير محمد عباس ستانکزی

افغان طالب سياستوال

شير محمد عباس ستانکزی افغان طالب سياستوال دی. چي اوس مهال په قطر کي د طالبانو د سياسي دفتر مشر دی.

ژوند ليک سمول

شير محمد عباس ستانکزی د پښتنو د ستانکزیو له قبيلې څخه ده. په ۱۹۶۳ز کال د لوګر ولايت په برکي برک ولسوالي کي زېږېدلی دی. په سياسي علومو کي ماسټري له ماسټري اخيستلو وروسته يې د هند د دهرادون په نظامي اکاډمي کي زده کړه وکړه، په کوم چي په ۱۹۷۰ز کال د افغان ځواکونو روزنه کېدله. هغه د روس–افغان جهاد کي لومړی د محمد نبي محمدي په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان سره وو. او وروسته يې د عبدالرب رسول سياف په مشرۍ د اسلامي اتحاد سره دنده ترسره کړه. چي د سويل لويديځ سرحد قومندان وو.(۱)

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال او عامي روغتيا وزارت د مرستيال په توګه دنده ترسره کړي ده. هغه له دې امله چي پر انګلیسي ژبه پوهېده زياتره به یې له بهرنيو رسنيو سره مرکې کولې. په ۱۹۹۶ز کال کي ستانکزی د بهرنيو چارو د وزیر په توګه واشنګټن ته ولاړ تر څو د کلينټن له ادارې وغواړي چي د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني. (۲)

ستانکزی د ۲۰۱۲ز کال په جنوري کي قطر ته لاړ تر څو په هغه هيواد کي د طالبانو سياسي دفتر په پرانيستلو کي همکاري وکړي. د ۲۰۱۵ز کال د اګست په شپږمه ستانکزی د قطر د دفتر د مشر په توګه وټاکل شو. د هغه له ګمارني وروسته يې له اختر محمد منصور سره خپل بيعت اعلان کړ.(۳)(۴) د ۲۰۱۶ز کال د جولای ۱۸-۲۲ له چينايي چارواکو سره د خبرو لپاره چین ته لاړ.(۵)

د ۲۰۱۸ د اګست له ۷-۱۰ ستانکزی د يوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان هیواد ته لاړ، هلته يې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزيز کاميلوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي اسماتيله ارګاشوف سره وکتل.(۷)

سرچينې سمول

^ http://www.afghan-bios.info/index.php?option=com_afghanbios&id=2486&task=view&total=3060&start=2668&Itemid=2

^ Burns, John F. "Islamic Rule Weighs Heavily for Afghans". New York Times.

^ "Taliban appoint top official to Qatar political office". Reuters.

^ "Sher Mohammad Abbas Stanekzai Padshah Khan". 26 June [[۱]].

^ "Afghan Taliban delegation visits China to discuss unrest: sources". Reuters.

^ "Taliban Envoys Barred From Entering UAE - TOLOnews".

^ "Afghan Taliban delegation visits Uzbekistan to talk security, power..."Reuters.

^ "Taliban, Indonesian Officials Hold Talks On Afghan Peace - TOLOnews".