شمالي (افغانستان)
شمالي، شمالي میدان چي د شمالی درې یا کوهستان په نامه هم یادیږی، د کابل ، افغانستان په شمال کي پرته سیمه ده. [۱] دا سیمه تقریبا 30 کیلومتره پراخوالی او 80 کیلومتر اوږدوالی لري. شمالي مانا 'باد' یا 'شمال' (یعنی د کابل شمال). په دې سیمه کي لوی نفوس تاجک او پښتانه ګڼل کیږي. چاریکار، قره باغ، استالف، او بګرام د شمالي کابل ځیني مهم کلي او سیمي دي.
شمالي یوه حاصلخیزه سیمه ده، چي میوې او سبزیجات پکښي کرل کیږي او د کابل اوسیدونکي د اونۍ په پای کي دلته مېله هم کوي. دا سیمه د انګورو، اخروټو، زردالو، توتانو، انارو او خوږې چرۍ له امله زیاته مشهوره ده، او د استالف کلی په ځانګړي ډول د ژورو فیروزيي او شنو لوښو له امله زیات شهرت لري.
د تاریخ په اوږدو کي د خپل جغرافيايي موقعیت او کابل سره د نږدېوالي له امله شمالي د جګړو او تاوتریخوالی ډیري دورې لرلي دي. مشهوره واکمن سکندر اعظم په ننني بګرام کي کلاګاني جوړي کړې، چي بیا وروسته د الکسندریې قفقاز ونومول سوې. دغې سیمې د افغان انګلیس د لومړۍ جګړې، کورنیو جګړو، شوروي اتحاد او متحده ایالاتو پر مهال مهم رول ولوباوه او اکثره وخت د جګړې ډګر وو. نن ورځ دا سیمه لاهم د 1978 راهیسې په افغانستان کې د جګړو له کبله اغیزمنه سوې بریښي. [۳] د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ مرکز یو ځل شمالي په نړۍ کي د ځمکنې ماینونو ترټولو ککړه سوي سیمي په توګه اعلان کړه.
په ۱۹۲۰ لسیزه کې د افغانستان د پاچا امان الله خان له نسکوریدو وروسته د شمالي سیمه د حبیب الله کلکاني له خوا د تاو تریخوالي په مرکز بدله سوه. دلته هغه مهال د سیمي ډیرو خلکو د حبیب الله ملاتړ وکړ، کوم چي د کلکان د کلي اوسیدونکی وو. ورپسې کورنۍ جګړه د حبیب الله له پاڅون وروسته په ۱۹۲۹ کال کي په استالف کي پیل سوه، څو چي په اخر کي محمد نادر شاه پاچاهی ته ورسېد، او د حبیب الله د پاتي شونو د ځپلو لپاره یې د شمالي پر سیمه پراخ عملیات ترسره کړه. [۴]
- ↑ . 2002-08-01.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ ويل شوي په: English Wikivoyage. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ One Step Beyond: An Art Project Reporting on landmines and their victims
- ↑ Coburn, Noah (2011). Bazaar politics: power and pottery in an Afghan market town. Stanford studies in Middle Eastern and Islamic societies and cultures. Stanford, California: Stanford University Press. ISBN 978-0-8047-7671-4. OCLC 701330654.