بګرام
بګرام د افغانستان د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ یو ښارګوټی او مرکز دی چې د پلازمېنې کابل شمال ته په ۶۰ کیلومترۍ کې پروت دی. دا ښار د یو لرغوني سیمې برخه ده چې د غوربند او پنجشیر په غوټه کې، د افغانستان د نني چاریکار ښار ته نږدې واقع شوې دی. د لرغوني هند څخه د ورېښمو د لارې په سر د دې تاریخي ښار موقعیت دې سېمې ته زیات ارزښت ور په برخه کړ چې دا لار د لوېدیځ په لور د غرونو له لارې بامیانو او د کوشان له لارې شمال ته د بغلان درې په لور او په سرخ کوتل کې د کوشان له لرغونې سیمې څخه په تېرېدو د بلخ سوداګریز مرکز او د افغانستان نورو شمالي سیمو ته ځي. همدارنګه بګرام د کوشاني سترواکۍ پلازمېنه هم و. [۱]
اقلیم
سمولد کوپن د اقلیم د طبقه بندی د سیسټم پر بنسټ، بګرام ګرم دوبی او براعظمي مرطوب اقلیم (Dsa) ) لري چې لنډ او ساړه ژمي او اوږده، ګرم او وچ اوړي لري. اورښت زیاتره د اکتوبر او اپرېل میاشتو ترمنځ رامنځته کېږي. د دوړو او رېګ طوفانونه د کال په ځینو وختونو کې په دوامدار ډول پېښېږي او د ژمي په میاشتو کې ښار زیاتره په واورو پوښلی وي. د کلنۍ تودوخې منځنۍ درجه ۱۲.۰۲ سانتيګراد (۵۳.۶ فارنهایت ) ده. [۲]
د بګرام د اقلیمي ډېټا | |||||||||||||
میاشت | جدی | دلو | حوت | حمل | ثور | جوزا | سرطان | اسد | سنبله | میزان | عقرب | قوس | کال |
منځنۍ لوړه تودوخه په سانتیګراد (فارانهایت) | ۳.۵ (۳۸.۳) | ۴.۱ (۳۹.۴) | ۱۱.۱ (۵۲.۰) | ۱۸.۲ (۶۴.۸) | ۲۴.۶(۷۶.۳) | ۲۹.۶ (۸۵.۳) | ۳۲.۶ (۹۰.۷) | ۳۱.۸ (۸۹.۲) | ۲۷.۶ (۸۱.۷) | ۲۱.۰ (۶۹.۸) | ۱۲.۹ (۵۵.۲) | ۷.۲ (۴۵.۰) | ۱۸.۷ (۶۵.۶) |
ورځنی اوسط په سانتیګرا (فارانهایت) | -۲.۵ (۲۷.۵) | -۱.۳ (۲۹.۷) | ۴.۸ (۴۰.۶) | ۱۱.۳ (۵۲.۳) | ۱۷.۴ (۶۳.۳) | ۲۲.۳ (۷۲.۱) | ۲۵.۵ (۷۷.۹) | ۲۴.۷ (۷۶.۵) | ۲۰.۷ (۶۹.۳) | ۱۴.۴ (۵۷.۹) | ۶.۳ (۴۳.۳) | ۰.۸ (۳۳.۴) | ۱۲.۰ (۵۳.۷) |
منځنۍ ټيټه تودوخه په سانتیګراد (فارانهایت) | -۸.۵ (۱۶.۷) | -۶.۷ (۱۹.۹) | -۱.۵ (۲۹.۳) | ۴.۴ (۳۹.۹) | ۱۰.۱ (۵۰.۲) | ۱۵.۰ (۵۹.۰) | ۱۸.۳ (۶۴.۹) | ۱۷.۶ (۶۳.۷) | ۱۳.۷ (۵۶.۷) | ۷.۷ (۴۵.۹) | −۰.۴ (۳۱.۳) | -۵.۶ (۲۱.۹) | ۵.۳ (۴۱.۶) |
منځنی اورښت په میلی متر (انچ) | ۵۰ (۲.۰) | ۷۲ (۲.۸) | ۷۳ (۲.۹) | ۵۱ (۲.۰) | ۲۳(۰.۹) | ۳(۰.۱) | ۲ (۰.۱) | ۱ (۰.۰) | ۳ (۰.۱) | ۹ (۰.۴) | ۲۰ (۰.۸) | ۲۹ (۱.۱) | ۳۳۹ (۱۳،۳) |
سرچینه: Climate-Data.org |
تاریخچه
سموللرغونی تاریخ
سمولد کاپیسي لرغونی ښار اوسني بګرام ټه نږدې پروت دی. د لرغونو بودايانو او هندوانو د بتانو شکلونه ښیي چې دا ښار په پیل کې د هندوانو له خوا اداره کېده. دوی یا دې ځای ته کډه شوي وو یا د هغو ایراني وګړو سره یوځای شوي وو چې د باختري کمبوجانو په څېر سیمې ته راغلي وو.
کله چې دیادوچي په خپل منځۍ جګړه کې بوخت و، د موریانو سترواکي د هند نيمه قارې په شمالي برخه کې د پراختیا په حال کې وه. چندراګوپتا موریا، چې د موریانو د سترواکۍ بنسټ اېښودونکی ګڼل کېږي، له میلاد نه مخکې په ۳۰۵ کال کې د لومړي سیلیکوس تر مشرۍ لاندې د مقدونیې له یرغلګر ځواک سره مخامخ شو، خو له یوې لنډې شخړې وروسته یې یو تړون لاسلیک کړ چې پربنسټ یې سیلیکوس د ګندهارا او آراکوزیا (د لرغوني کندهار په مرکز کې) او د بګرام ( چې د اوسني افغانستان غرني سوېل ختيځ ته پروت دی) سوېلي سیمې موریانو ته تسلیم کړې. د افغانستان په سوېل کې د موریانو د ۱۲۰ کلونو سترواکۍ په لړ کې، بودیزم ظهور وکړ او بالاخره د زردشتي دین او دسيمه یيزو کفري عقایدو تر څنګ یو لوی دین شو.
بګرام په لومړۍ پېړۍ کې د کوشان د سترواکۍ پلازمېنه شو. د "بګرام ګنج"، چې په دې نوم هم یادېږي، د کلاسیکې دورې د ټولو کلتوري مرکزونو ترمنځ د پراخو سوداګریزو معاملاتو ښکارندوی دی، چې په کې د کوشان سترواکي د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د ځمکنۍ او سمندري سوداګرۍ د غوټي په توګه پرته وه. خو، په بګرام کې موندل شوي هنري اثار، لکه د بګرام عاجونه، یا په بشپړه توګه یوناني، رومي، یا چینایي دي یا هم هندي دي، چې یوناني-بودایي هنر ته ورته د کلتوري ګډو اعتتقاداتو لږ نښانې په کې لیدل کېږي.
اسلامي فتوحات
سمولپه اوومه پېړۍ کې د فارس له فتحې وروسته د افغانستان او پښتنو سیمو ته نږدې د اسلامي فتوحاتو لړۍ پیل شوه. خو په اسلام د افغانستان په بشپړ مشرف کېدل د غزنویانو تر واکمنۍ تر لاسه نه شو. داسې انګېرل کېږي چې اوسنی ښار د لرغوني ښار په سیمه کې د بابر له خوا تاسیس شوی و. د بابرنامې په نوم د بابر په یادښتونو کې، په ۱۵۱۹ کال کې د نوموړي ټینګار په ګور کټري (کور کټري) کې د هندو زاهدانو د ټولنې په لیدنه و، چې د نوموړي پاملرنه یې ځان ته جلب کړه. [۳][۴]
اوسنی تاریخ
سمولبګرام سیمه د بګرام ستراتیژیک هوايي ډګر کوربه دی، چې په افغانستان کې له هغه ځایه د امریکا زیاتره هوايي فعالیتونه ترسره کېدل. په دې ځای کې د الوتنې کرښه په ۱۹۷۶ کال کې جوړه شوه، او له ۱۹۷۹ کال څخه تر ۱۹۸۹ پورې د شوروي د هوايي ځوکونو اډه وه. کله چې امریکا په افغانستان کې حضور درلود د ولایتي بیارغونې ټیم هم هلته شتون درلود او د بغاوت ضد ستراتیژي یې پلي کړه. [۵]
د پروان ولایت د توقیف ځای په بګرام کې موقعیت لري، چې د امریکا تر ادارې لاندې په افغانستان کې وروستی زندان و، او د ۲۰۱۳ کال د مارچ په ۲۵ نېټه بېرته افغان حکومت ته وسپارل شو. د توقیف دا مرکز مخکې د رسنیو پام ځانته را اړولی و ځکه ادعا کېدله چې بندیان شکنجه شوي (په بګرام کې شکنجه او له بندیانو سره ناوړه چلند مقالې ته مراجعه وکړئ). د بښنې نړیوال سازمان په څېر د بشري حقونو ډلو، د تاسیساتو د سپارلو په وخت کې، هلته له بندیانو سره د ناوړه چلند په اړه اندېښنې راپورته کړې. [۶][۷]
د ۲۰۱۵ کال د ډسمبر په ۲۱ نېټه، بګرام د ځانمرګي برید هدف شو چې ۶ کسان یې ووژل.[۸]
امریکايي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د جولای په لومړۍ نېټه له دې هوايي اډې ووتل او له ۲۰ کال وروسته یې دا اډه افغان حکومت ته وسپارله. د هغه وخت د افغان قوماندان په وینا، امریکا د شپې له خوا افغان پوځ ته له کومې مخکینۍ رسمي خبرتیا پرته دغه اډه پرېښوده. [۹]
همدارنګه مراجعه وکړئ
سمول- بګرام ولسوالۍ
- پروان ولایت
سرچينې
سمول- ↑ Cunningham (1871), pp. 16-27
- ↑ "Bagram Air Base in Parvan Province, Afghanistan". بياځلي په 20 October 2022.
- ↑ Bhattacharya, Avijeet (11 October 2017). Journeys on the Silk Road Through Ages. Zorba. p. 192. ISBN 9789386407818. بياځلي په 19 January 2018.
- ↑ Losty, J. P. Roy, Malini (eds), Mughal India: Art, Culture and Empire, pp. 42-43, 2013, British Library, ISBN 0712358706, 9780712358705
- ↑ "Provincial Reconstruction Teams (PRTs)". Institute for the Study of War (in انګليسي). بياځلي په 2021-07-02.
- ↑ Aljazeera news: US hands over Bagram prison to Afghanistan, 25 March 2013
- ↑ Aljazeera news: US hands over Bagram prison to Afghanistan, 25 March 2013
- ↑ Popalzai, Masoud; Starr, Barbara. "6 U.S. troops killed in motorcycle bomb attack in Afghanistan, officials say". CNN. بياځلي په 21 December 2015.
- ↑ "US left Bagram Airbase at night with no notice, Afghan commander says". BBC. بياځلي په 2022-06-16.