شاهنامه د پارسي ژبي یو لوی ادبي اثر ده چې شاوخوا شپیته زره بیتونه لري او په افغانستان کي د سلطان محمود غزنوي د واکمنۍ پر مهال د ابو قاسم فردوسي لخوا لیکل سوی دی. یاد اثر د فارسي ادب یو ستر شهکار ګڼل کیږي." شاهنامه د فردوسي لخوا د سلطان محمود غزنوي لپاره لیکل سوی وو چي له پخوانی دورې نیولې بیا د اسلامي فتحې او د اوومې پیړۍ په مینځ کي د ساسانیانو د دولت تر پرځېدو پوري د افغانستان او شاوخوا سیمو حالات انځوروي. شاهنامه د الفتح بن علي البندري له خوا چي په ۶۴۳ هجري کې وفات سوی دی، عربي ته هم وژباړل سو.