د مسلمانو له خوا د فارس نيول

د مسلمانانو له خوا د فارس فتحه يا د عربانو له خوا د ايران نيول له ۶۳۳ز کال نه تر ۶۵۴ز کال پورې د راشده خلافت له خوا تر سره شول، د فارس په نيول کېدو سره ساساني سترواکي ونړېده او زردشتي دين په بشپړ ډول له منځه ولاړ.[۱]

په عربو کې  مسلمانان داسې مهال راپورته شول چې په فارس کې بې مخينې سياسي، ټولنيز، اقتصادي او پوځي کمزورۍ روانې وې. ساساني سترواکۍ چې يو وخت د نړۍ ستر ځواک و، له بيزانسي سترواکۍ سره د څو لسيزو له جګړو وروسته خپلې بشري او مادي سرچينې له لاسه ورکړې وې. په ۶۲۸ز کال کې د پاچا دويم خسرو له اعدام وروسته د ساساني دولت کورنی سياست ډېر ژر خراب شو. د پايلې په توګه په راتلونکو څلورو کلونو کې د تخت د لسو نوو دعوه کوونکو پر سر تاج کېښودل شو. په ۶۲۸-۶۳۲ز کلونو کې د ساساني کورنۍ جګړې نه وروسته نوره مرکزي سترواکي نه وه. [۲]

عرب مسلمانانو په لومړي ځل په ۶۳۳ز کال کې په ساساني سيمو بريد وکړ، دا هغه مهال و کله چې خالد ابن الوليد مابين النهرين سيمې ونيولې (هغه مهال د ساساني استورستان په نوم پېژندل کېدې چې اوس تقريباً له عراق سره برابرې سيمې دي)، دا سيمې هغه مهال د ساساني دولت سياسي او اقتصادي مرکز و. کله چې خالد په شام کې د بيزانس سنګر ته واستول شو، ناڅاپه مسلمانانو د ساسانيانو په متقابلو بريدونو کې ډېرې سيمې له لاسه ورکړې. د مسلمانانو دويم بريد په ۶۳۶ز کال کې د سعد ابن ابي وقاص په مشرۍ کې پيل شو، کله چې د قادسيه په جګړه کې مهم بري، په لوېديځ کې چې اوسنی ايران دی، د ساسانيانو واکمنۍ د تل لپاره پای ته ورسوله. د راتلونکو شپږو کلونو لپاره، د زاګراس غرونو د راشده خلافت او ساساني سترواکۍ تر منځ يو طبيعي خنډ جوړ کړ. په ۶۴۲ز کال کې، عمر ابن الخطاب چې هغه مهال د مسلمانانو خليفه و، پر ايران د راشده خلافت پوځ د هر اړخیزه بريد حکم وکړ او په ۶۵۱ز کال کې ټوله ساساني سترواکي فتح شوه. له مدينې نه په لارښوونې، څو زره کیلو متره لرې، د څو اړخيزو او همغږو بريدونو په يوې لړۍ سره، د عمر(رض) له خوا د ايران چټکه فتحه د هغه ستره بريا وګرځېده او د يوه ستر نظامي اوسياسي ستراتيژيست په توګه يې د هغه په شهرت کې ستره ونډه درلوده. په ۶۴۴ز کال کې، د عرب مسلمانانو له خوا د ټول فارس له انضمام مخکې، عمر(رض) د ابو لوء لوء فيروز له خوا په شهادت ورسول شو، ابو لوء لوء يو ايرانی صنعتګر و چې په جګړه کې نيول شوی او عربو ته د مريي په توګه راوړل شوی و. [۳]

ځينو ايراني تاريخ پوهانو له عربي سرچينو نه په ګټې اخستنې سره له خپلو نيکونو نه دفاع کړې، تر څو وښيي چې: «د ځينو تاريخ پوهانو د ادعاوو پر ضد، ايرانيانو د عرب يرغلګرو په وړاندې اوږده او سخته جګړه وکړه». د کسپين ولايتونو په استثنی په ۶۵۱ز کال کې (طبرستان او ماوراء النهر) د ايراني ځمکو ډېرې مرکزي ښاري سيمې د عرب اسلامي ځواکونو تر ولکې لاندې راغلې وې. ځينې سيمې له يرغلګرو سره وجنګېدې؛ که څه هم عربو د دې هېواد په ډېرو برخو خپله واکمني قايمه کړې وه، ډېر ښارونه په بغاوت راپورته شول، خپل عرب واليان يې ووژل يا يې د دوی په پوځي مرکزونو بريدونه وکړل. عربو پوځي مرستو په پايله کې ايراني بغاوتونه وځپل او بشپړه اسلامي واکمني يې هلته ټینګه کړه. د ايران اسلامي کېدل تدريجي او د هڅونې له لارې د پېړيو په اوږدو کې په بېلا بېلو لارو چارو سره تر سره شول، په داسې حال کې چې ځینې ايرانيانو تر اوسه هم اسلام نه دی منلی؛ په هر حال، داسې ډېرې پېښې رامنځ ته شوې دي چې د زردشتيانو سپېڅلي متنونه (کتابونه) وسوځول شول او مذهبي مشران اعدام شول، په ځانګړي ډول په هغو سيمو کې چې سخت مقاومت په کې شوی و، خو ايرانيانو د خپلې فارسي ژبې او ايراني کلتور په ساتنې سره د خپل ځان په بيا ثابتولو پيل وکړ. له دې سره سره، اسلام د منځنيو پېړيو تر وروستيو پورې په ايران کې په يوه واکمن دين واوښت. [۴][۵][۶][۷]

تاريخ لیکنه او وروستۍ علمي څېړنې سمول

کله چې لوېدیځو پوهانو په لومړي ځل د مسلمانانو له خوا د فارس د نيولو څېړنې وکړې، دوی يوازې د ارمينيايي مسيحي مذهبي کشيش سبيوس پر روايتونو او په هغو عربي روايتونو چې له دې پېښو وروسته د پېښو د تشرېح په توګه په يوه وخت کې لیکل شوې وو، تکيه کړې وه. شونې ده چې ترټولو مهم اثر د ارتور کريستنس او د هغه کتاب « L’Iran sous les Sassanides» وي، کوم چې په ۱۹۴۴ ز کې په کوپينهاګين او پاريس کې خپور شو.[۸]

نوې څېړنه دوديز روايت تر پوښتنې لاندې نيسي: پروانه پورشريعتي په خپل کتاب (د ساساني سترواکۍ سقوط او زوال) کې ليکي: د ساساني –اشکاني کانفډريشن او د عربو له خوا د ايران  نيول چې په په ۲۰۰۸ز کال کې خپور شوی، هم د هغه څه په اړه چې پېښ شول، په دقيق ډول د ستونزمن طبيعيت د هڅو تفصيلي انځور وړاندې کوي او هم ډېری اصلي څېړنې وړاندې کوي، کوم چې د زماني جدول او ځانګړو نېټو په ګډون، دوديز بنسټيز واقعيتونه تر پوښتنې لاندې راولي.

د پروانه پورشريعتي مرکزي لیکنه دا ده چې د عامه اټکل پر خلاف، ساساني سترواکي تر ډېره بريده غیر متمرکزه شوې وه او په حقيقت کې له اشکانيانو سره په يوه «کانفډريشن» اوښتې وه، چا چې خپله هم په لوړه  کچه خپلواکي درلودله. د بيزانس سترواکۍ په وړاندې له سترو برياوو سره سره، د تمې خلاف اشکانيان له کانفډريشن نه ووتل او په دې توګه د مسلمانو پوځونو په وړاندې د اغېزناکې او منظمې دفاع لپاره د ساسانيانو چمتووالی او وسايل کمزوري او کم و. سربېره پر دې، شمالي او ختيځې اشکاني کورنۍ کوست خراسان او کوست ادوربادګان (اذربايجان) هم خپلو اړوندو پياوړو سيمو ته په شا شوې، له عربو سره يې سوله وکړه او د ساسانيانو سره څنګ په څنګ له جنګېدو انکاري شول.[۹][۱۰]

د پورشريعتي د څېړنې يوه بله مهمه موضوع د دوديز زماني جدول بيا ارزول دي. پورشريعتي استدلال کوي چې: د عربانو له خوا د بين النهرين نيول «واک ته د وروستي ساساني پاچادرېيم يزدجرد (۶۳۲-۶۵۱) تر رسېدو وروسته په ۶۳۲-۶۳۴ز کلونو کې، هغه شان نه دي تر سره شوي، څنګه چې باور کېږي، بلکې دا سيمې عربانو د ۶۲۸ نه تر ۶۳۲ز کال پورې موده کې نيولي دي». په دې زماني جدول کې د دې مهم بدلون معنا دا ده چې، په دقيق ډول د عربانو فتوحات هغه مهال پيل شول، کله چې ساسانيان او اشکانيان د ساساني تخت او تاج د تر لاسه کولو لپاره په کورنيو جګړو اخته وو.[۱۱]

له سوبې(فتحې) مخکې ساساني سترواکي سمول

له میلاد مخکې له لومړۍ پېړۍ راهيسې، د رومي (وروسته بيزانس) او اشکاني (وروسته ساسانيان) سترواکيو تر منځ پوله د فرات سيند و. په دې پوله د تل لپاره سيالي روانه وه. ډېرې جګړې او بيا ډېراستحکامات په شمالي غره یيزو سيمو متمرکزې وې، ځکه چې د عربو يا سوريې پراخه سارايي سيمو (رومي عربستان) په جنوب کې دا دواړه سيالې سترواکۍ سره په سويل کې وېشلې وې. په سويل کې د يوازيني ګواښ شتون کله نا کله د عربو د کوچي قبايلو بريدونه وو. په همدې بنسټ دواړو سترواکيو له کوچنيو او نيمه خپلواکو حاکمانو سره اتحاد وکړ، دې کوچنيو واکمنيو د دواړو سترواکيو تر منځ د حايلو هېوادونو (د دوو سيالو هېوادونو تر منځ پروت هېواد) په توګه کار کاوه او بيزانس او فارس يې د بدويانو (کوچياني قبيلو) له بريدونو نه ساتل. د بيزانس پلويان غسانيان وو، د فارس پلويان اللخميان وو. غسانيانو او لخميانو په پرله پسې ډول يو له بل سره دښمنۍ درلودلې، په دې ډول دوی سره مصروف وو، خو د دوی دښمنيو په بيزانس او فارسيانو کوم ستر اغېز نه درلود. په شپږمه او اومه پېړۍ کې، بېلا بېلو لاملونو د ځواک هغه توازن له منځه يووړ، کوم چې له پېړيو راهيسې پاتې و.

له بيزانس سره جګړې هغه کمزوری کړ، ساساني سرچينې خالي شوې او په دې توګه د مسلمانانو  لومړۍ موخه وګرځېده.

سرچینې سمول

  1. "ʿARAB ii. Arab conquest of Iran". iranicaonline.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. The Muslim Conquest of Persia By A.I. Akram. Ch: 1 کينډۍ:ISBN
  3. Stephen Humphreys, R. (January 1999). Between Memory and Desire. University of California Press. د کتاب پاڼې 180. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780520214118 – عبر Internet Archive. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Milani A. Lost Wisdom. 2004 کينډۍ:ISBN p.15
  5. (Balāḏori, Fotuḥ, p. 421; Biruni, Āṯār, p. 35)
  6. Mohammad Mohammadi Malayeri, Tarikh-i Farhang-i Iran (Iran's Cultural History). 4 volumes. Tehran. 1982.
  7. ʻAbd al-Ḥusayn Zarrīnʹkūb (2000) [1379]. Dū qarn-i sukūt : sarguz̲asht-i ḥavādis̲ va awz̤āʻ-i tārīkhī dar dū qarn-i avval-i Islām (Two Centuries of Silence). Tihrān: Sukhan. OCLC 46632917. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Arthur Christensen, L’Iran sous les Sassanides, Copenhagen, 1944 (Christensen 1944).
  9. Parvaneh Pourshariati, Decline and Fall of the Sasanian Empire, (I.B.Tauris, 2009), 3.
  10. Parvaneh Pourshariati, Decline and Fall of the Sasanian Empire: The Sasanian-Parthian Confederacy and the Arab Conquest of Iran, I.B. Tauris, 2008.
  11. Parvaneh Pourshariati, Decline and Fall of the Sasanian Empire: The Sasanian-Parthian Confederacy and the Arab Conquest of Iran, I.B. Tauris, 2008. (p. 4)