سکاټلنډ په انګلیسي Scotland) په (سکاټلنډي ژبه) Alba) د اروپا په شمال کې د بریتانیا ټاپو دریمه برخه جوړوی، سکاټلنډ په پخواني بریتانیا سیمه کې له انګلستان وروسته دریم لوی هیواد، مساحت یې ۳۸۷'۷۸ کیلومتره مربع د پیسو واحد د اسټرلینګ پونډ او د وګړو شمیر یې ۷۰۰'۳۲۷'۵ تنه دي. د یاد هیواد پلازمینه ادینبرو او لوی ښار یې ګلاسګو او رسمی ژبه یې انګلیسي او (ګیلیک اسکاټلنډي) ده.

سکاټلنډ
سکاټلنډ

ځمکه او استوګنه
پلازمېنه ادینبرو
مشرتابه
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
د عمر محدودیتونه

ایداري وېش

سمول

د سکاټلنډ هیواد د ښارونو نوملړ

تاریخ

سمول

 

د سکاټلنډ سلطنتي نښان.

د سکاټلنډ پاد شاهي په منځنۍ پیړیو (منځنۍ پیړۍ/له پنځمې میلادی نه تر_پنځه لسمې میلادی پوری) وجود لره. له انګلستان سره د سکاټلنډ یوځای کیدل په رسمي توګه په ۱۶۰۳م کال کې ترسره شول.

اقتصاد

سمول

د سکاټلنډ سلطنتي بانک (RBS) د نړۍ له پنځو لویو بانکونو څخه یو دی چې د یاد هیواد په ادینبرو ښار موقیعت لري.

کلتور

سمول

جغرافیه

سمول

سکاټلنډ د شمال له لوري د ناروې سمندر ختیځ له لوري له شمال سمندر سویل لویدیځ لورته له آیرلنډ سمندر او د لویدیځ له لوري د اطلس سمندر سره نښتی دی. د سکاټلنډ اصلي خاورې ترڅنګ یاد هیواد ۷۹۰ غټ او واړه ټاپوګان هم لري، همدارنګه سکاټلنډ په اروپا د تیلو او ګازو د ډیرو زیرمو لرونکو هیوادونو څخه یو دی.