سپین بیرغونه

سپین بیرغونه، (په ژبه کُردي: ئاڵاى سپي) چې د سفیانیون په نوم هم پیژندل کیږي،[۱][۲] د کردانو یوه وسله واله اسلامپاله او ملتپاله ډله ده چې د انصارالاسلام یوه څانګه ده. دوی د عراق په شمال کې د عراقي حکومت پر ضد په شخړو کې میشت دي.[۳][۴] دوی د کردانو د ساتنې او د یوه خپلواک اسلامي کردستان لپاره جګړه کوي. دوی په 2017 کې د عراقي اردو لخوا د کردانو ښارونو نیولو په ځواب کې رامینځته شوي.[۵][۶]

سپين بیرغونه
(White Flags)
د د عراق او کردانو جګړه او
د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې شريک

پورته: د سپین بیرغونو مشهور بیرغ
لاندې: د سپين بیرغونو لږ کارول شوی بیرغ
فعال٢٠١٧ – اوس
نظریات
  • کرد ملتپالنه
  • سني اسلامپاله
  • د کردانو خپلواکي
گروپکردان
مشران
د کاروايانو ځاينهپه هغو سیمو کې چې د عراقي حکومت او کردانو تر منځ لانجه لري
د پيل کيدو سبب انصارالاسلام په کوردستان
اتحادی
مخالفین

نظریات سمول

سپین بیرغونه کرد ملتپال او بېلتون غوښتونکي دي، چې غړي یې ځانونه د "کردانو مقاومت" بولي.[۷][۸] د عراق حکومت ویلي چې سپین بیرغونه د انصارالاسلام یوه برخه ده.[۹]

د دې ادعا د حقیقت ثبوت دا دی چې د سپین بیرغونو مشر او بنسټ ایښودونکی، عاسي قوالي، یو سخت اسلامپال او کرد ملتپال دی چې پخوا د کردانو په حکومت کې و. هغه د ملا کرېکار او د انصار الاسلام له مختلفو غړو سره هم نږدې اړیکې درلودې. د سپینو بیرغونو متناسب بیرغ په سر کې "انصار الاسلام غورځنګ" لیکل شوی.[۱۰]

د عراق حکومت پېشمرګه (د کردانو پوځ) او د کردستانو حکومت د سپین بیرغونو په ملاتړ تورن کړي دي.[۱۱]

بریدونه سمول

سپین بیرغ د عراقي چارواکو له خوا یو تروریستي سازمان ګڼل کیږي. د 2017 په وروستیو کې، یو عراقي او ترکي سیاستوال کرد مشران د دې ډلې په ملاتړ تورن کړل. دا خبره د کردستان سیمه ایز حکومت رد کړې ده.[۱۲] د سپین بیرغونو یو مشر، هېوا چور، د هغه د څلویښتو کلونو په لومړیو کې د کردانو اسلامپاله وسله وال، په عراق کې د القاعدې پخوانی غړی و، خو هغه وروسته له هغې پریښوده چې په عراق کې القاعده له داعش سره یوځای شوه.[۱۳] سپین بیرغونه چریکي تاکتیکونه لکه د برید په څیر کاروي او په افغانستان کې د طالبانو په څیر چاودیدونکي توکي کاروي. سپین بیرغونه هم هاوانونه او راکټونه کاروي. دغه ډله د عراقي پوځ پر اډو، پوستو او پوځیانو بریدونه کوي او ډېری وخت پر ملکي وګړو هم بریدونه کوي.[۱۴]

هم وګوره سمول

سرچینې سمول

  1. "من هم السفيانيون؟". مركز بيت العراق للدراسات الإستراتيجية (په اراگونېسي ژبه کي). 2017-12-02. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. تقي, يقول حسين. "من هم السفيانيون و جماعات الرايات البيضاء التي بدأت تظهر في مناطق كركوك؟ – صوت كوردستان" (په اراگونېسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Shadowy Terrorist Group Emerges in Iraq". Washington Free Beacon (په انګلیسي ژبه کي). 2018-03-14. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "White Banners Movement Ignites War of Words Among Iraqi Factions". Asharq AL-awsat (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "No surrender: 'White Flags' group rises as new threat in northern Iraq". Middle East Eye (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "After ISIS black flags, Iraq faces 'White Banners' threat | Mamoon Alabbasi". AW (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Al-awsat, Asharq. "Middle-east Arab News Opinion". aawsat.com. مؤرشف من الأصل في ۲۳ اکتوبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Bill Gertz (14 March 2018). "Shadowy Terrorist Group Emerges in Iraq". The Washington Free Beacon. مؤرشف من الأصل في ۱۴ مارچ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Iraqi security forces repel White Flags terrorists in Tuz Khurmatu". The Baghdad Post. 25 January 2018. مؤرشف من الأصل في ۰۳ اکتوبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Akgungor, Ilker (December 17, 2017). "Barzani'nin 'Beyaz bayraklısı' yakalandı!". Medium. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Bill Gertz (14 March 2018). "Shadowy Terrorist Group Emerges in Iraq". The Washington Free Beacon. مؤرشف من الأصل في ۱۴ مارچ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "After ISIS black flags, Iraq faces 'White Banners' threat - The Arab Weekly". مؤرشف من الأصل في ۰۹ فبروري ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په 8 April 2018 باندې). [{{{url}}} ISIS 2.0]. Sunday Herald
  14. Tom Westcott (31 January 2018). "No surrender: 'White Flags' group rises as new threat in northern Iraq". Middle East Eye. مؤرشف من الأصل في ۳۱ جنوري ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)