ملا کرېکار
نجم الدین وحید فرج احمد (په ژبه کردي: نەجمەدین وەحید فەرەج ئەحمەد)، د ملا کرېکار (کردي: مەلا کرێکار) په نوم مشهور دی، یو کرد سني اسلامي عالم او د انصار الاسلام پخوانی مشر او د د کردستان اسلامي امارت امیر دی. هغه دا مهال په ايټاليا کې د بند سزا تېروي. د هغه مېرمن او څلور ماشومان د ناروې تابعیت لري، خو هغه نه لري. هغه په کردي، عربي، فارسي، پښتو، نارویژي او انګلیسي ژبو خبرې کوي.
جهاد
سمولهغه د جولای په ٧، ۱۹۵۶ زیږیدلی و. ملا کرېکار په ۱۹۸۰ کال کې د صدام حسین د حکومت پر ضد جهاد کړی او انصارالاسلام یې هم جوړ کړی دی.[۱]
سياست
سمولملا کرېکار د کردانو د اسلامپالو لپاره یو مهم شخصیت دی. هغه وویل چې هغه لا هم د کردانو د خپلواکۍ "په بشپړ ډول" ملاتړ کوي حتی که هغه د ډیری کرد سیاسي ګوندونو څخه کرکه ولري.[۲]
زندان
سمولد ۲۰۱۹ کال د جولای په میاشت کې ملا کرېکار ونیول شو او دا مهال د ایټالیې په یوه زندان کې د ترهګرۍ په تور په ۱۲ کاله بند محکوم شو.[۳]
سرچینې
سمول- ↑ "Islamic Movement of Kurdistan | Mapping Militant Organizations". stanford.edu.
- ↑ Mahmud Yasin Kurdi (29 September 2016). "Time has come to break from Iraq, says radical Kurdish cleric Mulla Krekar". rudaw.net. Archived from the original on 29 November 2016. نه اخيستل شوی 28 November 2016.
- ↑ "Innsamlede penger terror-frosset: Krekar får ikke betalt italiensk advokat – NRK Norge – Oversikt over nyheter fra ulike deler av landet". Nrk.no. Archived from the original on 2021-11-19. نه اخيستل شوی 2021-12-17.