سټیفن کوین بنن ( زېږون ۲۷ نومبر ۱۹۵۳ زکال) امریکايي رسنیز اجرائیوي مدیر، سیاسي ستراتیژي جوړوونکی او پخوانی پانګوال بانکوال دی چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړیو اووه میاشتو کې یې د ډونالډ ټرمپ په اداره کې د سپینې ماڼۍ د جګ پوړي ستراتیژي جوړوونکي په توګه خدمت وکړ. هغه د برایټبارت نیوز د اجرائیوي مدیر او له هغو وړاندې یې د Cambridge Analytica په نوم د معلوماتو د تحلیل د شرکت په مدیره پلاوي کې خدمت کړی؛ هغه شرکت چې اوس لغو شوی دی. [۶][۷][۸]

سټیو بنن
سټیو بنن

د شخص مالومات
پيدايښت
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون   ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک
کاروونکي ژبه انګرېزي ژبه [۱]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه سياست ،  سیاسي علوم [۲]،  تشبُث [۲]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
کار ورکوونکی د امریکا متحده آیالاتونو سمندري ځواک   ويکيډاټا کې (P108) ځانګړنې بدلې کړئ
مؤثر ژوليوس ايفولا [۳]،  مارټین هایډېګر [۴]،  رنه ګنون [۳]،  شارل موراس ،  پاپ یوولسم پیوس [۳]،  سون تزو [۵]،  اډمنډ برک   ويکيډاټا کې (P737) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
برخه د امریکا متحده آیالاتونو سمندري ځواک   ويکيډاټا کې (P241) ځانګړنې بدلې کړئ
وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

بنن د ۱۹۷۰ یمې ز لسیزې په وروستیو او د ۱۹۸۰ مې لسیزې په لومړیو کې د اووه کلونو لپاره د متحده ایالاتو د سمندریز ځواک افسر و. هغه له نظامي خدمت وروسته په ګولډمن ساکس کې د پانګوال بانکوال په توګه په کار پیل وکړ. په ۱۹۹۳ زکال کې هغه د بایوسپیر ۲ (Biosphere 2) څېړنیزې پروژې عامل مدیر شو. وروسته په هالیوډ کې اجرائیوي تولید کوونکی شو او د ۱۹۹۱ زکال څخه تر ۲۰۱۶ زکال پورې یې ۱۸ فلمه تولید کړل. په ۲۰۰۷ زکال کې نوموړي ښي اړخی افراطی لیدلوری لرونکی برایټبارت نیوز تاسیس کړ چې په ۲۱۰۶ زکال کې یې هغه «ښي اړخی لوړ ځایګی لرونکی» توصیف کړ.

په ۲۰۱۶ زکال کې بنن د ټرامپ د ټاکنیز کمپاین اجرائیوي مدیر شو چې بیا د ټرامپ له بریا وروسته د هغه د ستر سلاکار او د اوسپینې ماڼۍ د مخکښ ستراتیژېست په توګه وټاکل شو. هغه اته میاشتې وروسته دغه ځایګی پرېښود او بېرته یې خپل برایټبارت ته مخه کړه. د ۲۰۱۸ زکال په جنوري میاشت کې په اور او غضب (Fire and Fury) نومي کتاب کې د انتقادي نظریاتو په خپرولو د ټرامپ له خوا رد شو او برایټبارت یې هم خوشی کړ.[۹][۱۰][۱۱]

له سپینې ماڼۍ څخه له وتلو وروسته، بنن د جمهوري غوښتونکي ګوند له تشکیلاتو سره مخالفت وکړ او د جمهوري غوښتونکو په ابتدایه ټاکنو کې یې د یاغیانو له نوماند ملاتړ وکړ. د سیاسي ستراتیژېست په توګه د بنن شهرت هغه وخت تر پوښتنې لاندې راغی چې د الاباما ایالت د سترې محکمې پخواني قاضي روی مور، د بنن د ملاتړ لرلو سربېره له الاباما ایالت څخه د متحده ایالاتو سنا ته د ۲۰۱۷ زکال په ټاکنو کې د دیموکرات ډوګ جونز پر وړاندې ماته وخوړه. بنن د «نړیوال پوپولیستي خوځښت د نړیوال بنسټ جوړولو» لپاره خپل هوډ اعلان کړی و. له همدې امله هغه د اروپا د سخت دریځې ښي اړخې شبکې د جوړولو په ګډون په ټوله نړۍ کې له ګڼ شمېر ملي محافظه کاره پوپولیستي سیاسي خوځښتونو ملاتړ وکړ.[۱۲][۱۳][۱۴]

د ۲۰۲۰ زکال په اګست میاشت کې بنن او درې تنه نور د موږ دېوال جوړوو (We Build the Wall) کمپاین (د مکسیکو او امریکا په پوله د دېوال جوړولو په موخه د عامه مرستې غونډولو کمپاین و) کې د جعلي برېښنالیکونو د جوړولو او پیسو وینځنې په تور ونیول شول. دغو تورنو کسانو له دې سره چې ژمنه یې کړې ټولې مرستې به د دېوال په جوړولو لګوي، خو هغوی په ښکاره توګه ځانونه بډایه کړل. بنن ادعا وکړه چې بې ګناه دی او د محکمې له تاریخ وړاندې د ټرامپ له خوا وبخښل شو.[۱۵][۱۶]

د ۲۰۲۰ زکال په نومبر میاشت کې د بنن ټویټر اکونټ وروسته له هغه د تل لپاره تعلیق شو ،کله چې هغه وړاندیز وکړ چې د عفوني ناروغیو د دولتي مخکښ متخصص آنتوني فائوچي او د FBI  د مدیر کریسټوفر رای سرونه دې پرې شي. بنن د ۲۰۲۱ زکال په اکټوبر میاشت کې د متحده ایالاتو په کانګرس باندې د برید اړوند څېړنو لپاره د استازو د جرګې له احضاریې څخه له سرغړونې وروسته کانګرس ته د سپکاوي په تور ونیول شو. هغه د ۲۰۲۱ زکال د نومبر په ۱۲ مه د فدارل قضايي پلاوي له خوا د جنایي تحقیر په دوو تورونو تورن شو او درې ورځې وروسته یې خپله ځان چارواکو ته وسپاره. د ۲۰۲۲ زکال د اپرېل په ۶ مه، هغه د کانګرس د شورش کمېټې ته د ۲۰۲۱ زکال د جنوري میاشتې د ۶ مې نېټې د نه شهادت ورکولو اړوند د بیاکتنې چانس له لاسه ورکړ. [۱۷][۱۸]

سیاسي مسلک

سمول

په ۲۰۱۶ زکال کې د ډونالډ ټرامپ د ولسمشریزو ټاکنو کمپاین

سمول

د ۲۰۱۶ زکال د اګست په ۱۷ مه نېټه چې د ۲۰۱۶ زکال ولسمشریزو ټاکنو ته ۸۸ ورځې پاتې وې، بنن د ډونالډ ټرامپ د ټاکنیز کمپاین اجرائیوي مشر وټاکل شو. بنن برایټبارت او همدارنګه یې د کمبرېج انلیتیکا په نامه د دولتي تجزیې او تحلیل انستیوت خوشي کړل، څو دغه دنده مخته یوسي. وروسته له هغه چې نوموړي د اجرائیوي مدیر رول په واک کې واخیست، د ټرامپ د کمپاین مشر، پل مانافورت له دندې ګوښه کړای شو.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

ولسمشرۍ ته د ډونالډ ټرامپ له رسېدو وروسته د نومبر په ۱۳ مه بنن د نوي منتخب ولسمشر د ستر سلاکار او مخکښ ستراتیژېست په توګه وټاکل شو. د هغه ټاکل کېدل د افترا ضد اتحادیې (ADL)، اسلامي – امریکايي اړیکو د شورا، په سوېل کې د بېوزلۍ د حقوقي دفتر، په سنا کې د لږه کیو دیموکراتانو د مشر هري رېډ او یو شمېر جمهوري غوښتونکو ستراتېژیستانو له مخالفت سره، هغه هم په برایټبارت نیوز کې د هغه د نژاد پرستانه او یهودیت ضد څرګندونو له امله مخ شول. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

د ۲۰۱۶ زکال د نومبر په ۱۵ مه د متحده ایالاتو د استازو په جرګه کې د روډ آیسلنډ استازي ټرامپ ته د استازو د جرګې د ۱۶۹ دیموکراتانو په لاسلیک لیک ولېږه او له ولسمشر یې وغوښتل، چې د هغه انتصاب لغو کړي. په دغه لیک کې راغلي و چې د بنن انتصاب «د دې په اړه چې ډونالډ ټرامپ به په راتلونکي کې څه ډول ولسمشر وي ، اندېښمنونکی پیغام وړاندې کوي»، ځکه د هغه «اړیکې له ملت پاله سپین خوځښت سره مستندې شوې وې»؛ همدارنګه یې په برایټبارت نیوز کې د پردیو پر وړاندې د هغه د سخت دریځۍ ګڼ شمېر بېلګې وړاندې کړې. بنن رد کړه چې: دی دې سپین پوستی ملت پال وي او څرګنده یې کړه چې: یو «اقتصادي ملت پال» دی. [۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

د ټرامپ اداره

سمول

د ډونالډ ټرامپ ولسمشري

سمول

ټرامپ له لوړې کولو وروسته په نوي جوړ کړي پوست کې بنن د خپل مخکښ ستراتیژېست په توګه وټاکه. دغه ځایګي هغه د ولسمشر په سلاکار واړاوه چې د واکونو له مخې هغه د دفتر د رئیس سره نږدې ورته واکونه لرل. د ولسمشر په اجرائیوي دفتر کې د غړي په توګه د هغه ځایګي د سنا تايید ته اړتیا نه لرله. د برایټبارت نیوز مدیر مسئوله جولیا هان هم له بنن وروسته سپینې ماڼۍ ته لار ومونده چېرې چې هغه د بنن د یاورې او همدارنګه د ولسمشر ټرامپ د ځانګړې یاورې په توګه وټاکل شوه.[۵۱][۵۲][۵۳]

د ټرامپ له لوړې څو ورځې وروسته بنن نیویارک ټایمز ته وویل:«رسنۍ باید خجالت او تحقیر شي، خپله خوله وتړي او د یوه څه مودې لپاره یوازې غوږ ونیسي. غواړم دا نقل کړئ: رسنۍ دلته مخالف ګوند دی. هغوی نه کوي، دوی دا هېواد نه درک کوي. هغوی لا نه پوهېږي چې ولې ډونالډ ټرامپ د متحده ایالاتو ولسمشر دی».[۵۴][۵۵][۵۶]

بنن او سټیفن میلر د ۱۳۷۶۹ اجرائیوي فرمان په جوړولو کې ونډه لرله چې له مخې یې متحده ایالاتو ته د اووه هېوادونو د وګړو په سفر او کډوالۍ محدودیتونه ولګول شول، د ۱۲۰ ورځو لپاره د متحده ایالاتو د کډوالو منلو پروګرام وځنډول شو او په بشپړه توګه یې متحده ایالاتو ته د سوریايي وګړو په ورتلو بندیز ولګاوه. د بریتانوي خبري مجلې اکونومیست د راپور له مخې بنن او میلر « [ولادمیر] پوتین ته د یوه ملت پال همکار او د وطني نړۍ (cosmopolitanism) د مفهوم پر وړاندې د مبارز په توګه کتل».[۵۷]

د ۲۰۱۷ زکال په فبروري میاشت کې بنن د ټایم مجلې پر مخ پاڼه راڅرګند شو، چې هغه یې په «لویې لاسوهنې» کې ښکېل بللی و. د دغې مقالې لپاره کارول شوی عنوان دا و: «آیا سټیو بنن د نړۍ دویم ځواکمن کس دی؟»، چې په سپینه ماڼۍ کې یې د هغه نفوذ ته اشاره لرله.[۵۸][۵۹][۶۰][۶۱][۶۲]

په ټولنیزو رسنیو کې بندیزونه

سمول

د ۲۰۲۰ زکال د نومبر په ۵ نېټه هغه په خپله انټرنټي وینا کې د عفوني ناروغیو د دولتي مخکښ متخصص انتوني فوکي او د FBI د مشر کریستوفر ورای د سرغوڅولو غوښتنه وکړه. بنن وویل: که چېرې دغه کار ماته اړوند وای، له فوکي او ورای څخه په سرغوڅولو،«د هغوی سرونه مې په نیزو اېښودل» او د سپینې ماڼۍ بهر مې «هغو بیروکراتانو ته د ګواښ په توګه ښوول» چې له ټرمپ سره مخالفت کوي. د دغې ورځې په پای کې فیس بوک او یوټیوب د هغه دغه ویډیو د هغه له پروفایل ډیلیټ کړه او ټویټر هم د هغه اکونټ له تاوتریخوالي څخه د ستاینې په موخه د تل لپاره بند کړ.[۶۳][۶۴]

سرچينې

سمول
  1. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0222688 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  2. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0222688 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  3. https://www.vanityfair.com/news/2017/07/the-strange-origins-of-steve-bannons-nationalist-fantasia
  4. https://www.spiegel.de/international/world/stephen-bannon-tries-rightwing-revolution-in-europe-a-1235297.html
  5. https://www.politico.com/magazine/story/2017/02/steve-bannon-books-reading-list-214745/ او https://www.thedailybeast.com/steve-bannons-long-love-affair-with-war
  6. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  8. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  9. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  10. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  11. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  12. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  13. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  14. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  15. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  16. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  17. Curt Devine and Donie O'Sullivan (November 6, 2020). Twitter permanently suspends Steve Bannon account after talk of beheading. CNN. Retrieved: November 6, 2020.
  18. Bannon Loses Bid to Claim Lawyer Said He Could Ignore Jan. 6 Subpoena, Bloomberg.com, Christian Berthelsen, April 6, 2022. Retrieved April 6, 2022.
  19. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  20. Martin, Jonathan; Rutenberg, Jim; Haberman, Maggie (August 17, 2016). "Donald Trump Appoints Media Firebrand to Run Campaign". The New York Times.
  21. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  22. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  23. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  24. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  25. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  26. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  27. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  28. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  29. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  30. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  31. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  32. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  33. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  34. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  35. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  36. Jewish Writer Says Trump's Appointee, Bannon 'Doesn't Have An Anti-Semitic Bone in His Body' By Hana Levi Julian, Jewish Press, November 15, 2016
  37. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  38. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  39. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  40. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  41. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  42. Dershowitz defends Steve Bannon against anti-Semitism claims Yoni Hersch, Yisrael Hayom, Thursday November 17, 2016
  43. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  44. ADL states Trump appt. Bannon not known anti-Semite, while ADL CEO pledges to register as Muslim Ynet, Gahl Becker and Reuters, 19.11.16
  45. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  46. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  47. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  48. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  49. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  50. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  51. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  52. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  53. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  54. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  55. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  56. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  57. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  58. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  59. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  60. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  61. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  62. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  63. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  64. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.