سيد مير مهدي شاه مهدي

سيد مير مهدي شاه مهدي (زوکړه د ۱۹۲۶ زېږدي کال د جنوري ۳ - مړینه د ۱۹۹۶ زېږدي کال د سيپټمبر ۲۶)، د خدايي خدمتگار د غورځنگ غړی، د پښتو ژبې شاعر او په لومړنيو کيسه ليکوالو کې شمېرل کېږي.

مخينه

سيد مير مهدي شاه مهدي د ۱۹۲۶ زېږدي کال د جنوري پر ۳ نېټه د داودزو د سيمې په کنکوله نومې کلي کې زېږېدلی دی. د پلار نوم يې سيد عبدالتواب شاه دی. د عربي د مروجه علومو فاضل دی.

د پښتو ادب ځلانده ستوری ليکوال وايي چې: د درس نظامي نه يې فراغت بياموندی دی او اوس په واحد گړهۍ کې اوسي. د مهدي کورنۍ يوه علمي درنده کورنۍ وه او د استاد کامل په وينا، د هغه پلار خدای بښلی مولانا سيد عبدالتواب شاه صيب د خپلې علاقې يو جيد مشهور عالم او د ادبې ذوق او موزون طبيعت څښتن وو او همده ته يې علمي او ادبي ذوق و شوق او روايات په ميراث کې رسېدلي دي.

سيد مهدي شاه مهدي د پښتو د قومي او ازادي راوړونکو مبارزو په لړ کې هم نه هېرېدونکې هلې ځلې کړې دي. نه يوازې دا چې د قلم په ژبه يې د خدايي خدمتگارۍ د موومنټ بشپړه پلوي کړې او په آثارو کې يې غبرگون ورکړی، بلکې په دې لړ کې يې له عملي جدوجهد نه هم ډډه نه ده کړې. له همدې لامله څو څو ځلې زنداني شوی دی.

يو ليکوال خو ځکه وايي: مهدي صيب په پښتو ادب کې څه نوې يا نومورکې (گمنامه) هستي نه ده، بلکې د يو شاعر، اديب، مقرر، افسانه لیکونکي، ډرامه ليکونکي او صحافي په څېر په درسته پښتونخوا کې د ځلاند حېثيت څښتن دی. د ازادۍ په تحريکونو کې يې تودې برخې اخيستي دي. په پښتو له سره تېر دی. د پښتون د قوم هسکه جنډه سرنگون نه غواړي. له دې کبله د خپل پلار په څېر يې ډېر ځلې بندي خانې سره پت پاللی دی.

مهدي د صحافت په هغه نهضت کې هم د پوره ونډې والا وو چې د پښتنو د سياسي بېدارۍ او د پښتو ادبي بهير د پياوړتيا لپاره يې پرله پسې هڅې کولې. دا د قومي جرايدو او مجلو هغه لړۍ وه چې د سياسي اهدافو تر څنگ يې معاصر پښتو ادبي بهير ته نه ستړې کېدونکي خدمتونه وکړل. په حقيقت کې د همدغو مجلو له لارې د پښتونخوا معاصر ادبي نهضت پياوړتيا پيدا کړه او په خلکو کې يې پراختيا ومونده. هغه د پښتو ادبياتو يو نوميالی اديب وو چې گڼ شمېر لنډې کيسې، داستانونه او شعرونه يې ليکلي دي.

د شعر بېلگې يې

چې خويونه مې وحشت د رنديت وي - نو وگړي مې ادم بولي په څه؟

چې صفت پرې د جانان ليکلی نه شم - نو جهان مې بيا قلم بولي په څه؟

چې مې خوله کې ژبه نشته سوز د پاره - څوک مې شمع د تورتم بولي په څه؟

چې محفل مې ټپوسانو سره ساز وي - نو شهباز مې خپل همدم بولي په څه؟

چې د خپل قام په خوراک باندې گزران کړم - د نهنگ نه مې څوک کم بولي په څه؟

چې مې زهر د غیرت غاښو کې نشته - هم مې مار هم مې عالم بولي په څه؟

چې بې خاره مې په دشت څه زرغون نه وي - گلستان مې بيا امم بولي په څه؟

مړينه

سيد مير مهدي شاه مهدي د ۱۹۹۶ زېږدي کال د سیپټمبر پر ۲۶ نېټه د کېنسر ورپېښې ناروغۍ له لامله له دې فاني نړۍ سترگې پټې کړې. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

چاپ شوي نښيرونه يې

۱- فاتحه سورة (د سورة الفاتحة تفسير)، د ۱۹۶۴ زېږدي کال چاپ کال.

۲- مظلوم امام (د کربلا د خونړۍ پېښې او د امام حسين د ژوند په اړه)، د ۱۹۶۶ ز کال چاپ.

۳- روڼ سهر (د شعرونو ټولگه)، د ۱۹۶۵ زېږدي کال چاپ.

۴- نشان (د لنډو کيسو لومړۍ ټولگه)، د ۱۹۶۵ ز کال.

۵- د بوډۍ ټال (د لنډو کيسو دويمه ټولگه)، د ۱۹۵۸ ز کال چاپ.

۶- پت (د لنډو کيسو درېمه ټولگه)، د ۱۹۵۹ ز کال چاپ.

۷- لاله گلونه (د لنډو کيسو څلورمه ټولگه)، د ۱۹۶۹ ز کال چاپ.

۸- تور داغونه (د لنډو کيسو پېنځمه ټولگه). د ۱۹۷۹ ز کال چاپ.

ناچاپ نښيرونه يې

۱- نوی پښتون (ناول).

۲- د مينې مشال.

۳- امام حسين او د هغه مقصد.

۴- د يزيد دويم دور.

۵- د مهدي ډرامې.

۶- د خدايي خدمتگارو په اړه.

۷- د مهدي ناچاپې افسانې.

باندنۍ تړنې

سرچينې

۱- http://thepashtunexpress.com/ps/%D8%B3%D9%8A%D8%AF-%D9%85%D9%8A%D8%B1-%D9%85%D9%87%D8%AF%D9%8A-%D8%B4%D8%A7%D9%87-%D9%85%D9%87%D8%AF%D9%8A-%D9%8A%D9%88-%D8%BA%DA%9A%D8%AA%D9%84%DB%8C-%D9%86%DB%90%D8%B4%D9%86%D9%84%D8%B3%D9%BC/ Archived 2021-01-21 at the Wayback Machine.‎