وینوم یا زووټوکسین یو ډول زهر دي چې د حیوان لخوا تولیدېږي او په فعال ډول د چیچلو، نېش وهلو یا ورته بل عمل سره د زخم له لارې انتقالېږي. دا زهر د زهرو یوې ځانګړې دستګاه، لکه نېش یا غاښونو له لارې د envenomation په نوم پروسې له لارې انتقالېږي. وینوم له پایزون څخه، چې په غیرفعال ډول د خوړلو، استنشاق کولو یا د پوستکي له لارې جذبولو له لارې بدن ته د ننه کېږي او له ټوکسونجن څخه، چې په فعال ډول د فزیکي لېږد میکانیزم له لارې د یوه بل حیوان خارجي سطحې ته انتقالېږي، توپیر لري.[۱][۲][۳][۴][۵]

زهرو په ځمکني او سمندري چاپېریالونو کې او د حیواناتو په پراخ طیف کې تکامل موندلی دی: دواړو هم ښکاریان او هم ښکار او هم فقاري حیواناتو او هم غیر فقاري حیواناتو. زهر د زهرو څلورو اصلي ډولونو له لارې وژنه کوي؛ یعنې نکروټوکسین او سایټوټوکسین، چې حجرې وژني؛ نیوروټوکسین، چې په عصبي سیسټم اغیزه کوي؛ مایوټوکسین، چې عضلو ته زیان رسوي؛ او هیموټوکسین، چې د وینې کلکېدل مختل کوي. زهرجن حیوانات په کلني ډول د لسګونه زرو انسانانو د مړینې لامل کېږي.

زهر ډېری د بېلابېلو ډولونو سره د ټوکسین پېچلي مخلوطونه دي. له زهرو څخه حاصل شوي ټوکسین د ټرومبوز، آرټریټ او ځینې سرطانونو په شمول پراخو طبي حالتونو درملنې لپاره کارول کېږي. په زهریاتو کې مطالعې په ډېرو نورو شرایطو کې د زهرو ټوکسین کارونې په هکله څېړنې کوي.

تکامل

سمول

د ډولونو په پراخ طیف کې د زهرو کارونه د متغیر تکامل یوه بېلګه ده. دا سخته ده چې په دقیق ډول پایله واخلو چې څنګه دا ځانګړتیا په شدت سره پراخه او متنوع شوه. څوجني کورنۍ چې د زهرجنو حیواناتو ټوکسین کوډ کوي، په فعال ډول ټاکل کېږي او له ځانګړو دندو سره لا متنوع زهر جوړوي. زهر له چاپېریال او خپلو قربانیانو سره تطابق کوي او پر همدې اساس تکامل مومي ترڅو د یوه ښکاري په ځانګړي ښکار (په ځانګړې توګه په ښکار کې د ننه دقیق ایوني کانالونو) باندې ترټولو ډېره اغیزه ولري. په پایله کې، زهریات د حیوان سټانډارډ خوراکي رژيم ته تخصصي کېږي.[۶]

میکانیزمونه

سمول

اصلي موضوع: ټوکسین

زهریات خپل بیولوژيکي اغېزې د هغو ډېرو ټوکسینونو له لارې چې په خپل ځان کې یې لري رامنځته کوي. ځینې زهرونه له بېلابېلو ډولونو سره د ټوکسینونو پېچلي مخلوط دي. په زهرو کې د شته ټوکسین عمده طبقې عبارت دې له:[۷]

  • نکروټوکسین، چې د موخې په حجرو کې د نکروز (یانې مړینې) لامل کېږي. د وایپرانو او مچیو زهر فاسفولیپاز لري؛ د وایپر زهر همدارنګه ټریپسین ته ورته سرین پروټېز هم لري.[۸]
  • نیوروتوکسین، چې په عمده ډول د حیواناتو عصبي سیسټم باندې اغېزه کوي، لکه د ایونونو کانال ټوکسین. دا په ډېری زهرجنو ډولونو کې موندل کېږي، چې په هغو کې تورې غڼې، لړمان، باکس جیلي کب، مکعبي سنېلونه، سل پښيزان او شنه حلقوي اته پښیزان شامل دي.[۹]
  • مایوټوکسین، چې یوې آخذې سره په نښلېدو عضلو ته زیان رسوي. دا کوچني، اساسي پپټایډونه د مارانو (لکه راټل ماران) او چرمښکۍ په زهرو کې موندل کېږي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
  • سایټوټوکسین، چې انفرادي حجرې له منځه وړي او د شاتو مچۍ په اپي توکسین او د تورو غڼو په زهرو کې موندل کېږي.[۱۴][۱۵]

تکسونومي طبقه بندي

سمول

زهر د طبقه بندۍ له اړخه په دواړو فقاري او غیر فقاري حیواناتو کې او د وچې او سمندري حیواناتو او همدارنګه د ښکاریانو او ښکار کې په پراخ ډول وېشل کېږي. د زهرجنو حیواناتو اصلي ډلې لاندې توضیح شوي دي.

ارتروپوډ

سمول

زهرجن ارتروپوډانو کې غڼې، چې په خپلو چېلېسیرا کې شته نېش څخه د زهرو تزریق لپاره کار اخلي؛ او سل پښیز، چې له خپلو فورسیپولانو، اصلاح شوو پښو، څخه د زهرو لېږد لپاره کار اخلي، شاملې دي؛ په داسې حال کې چې لړمان او نېش لرونکي حشرات د یوه نېش په واسطه خپل زهر زرق کوي. په مچیو کې بیا نېش د – اوويپوزیټور – په نوم د هګیو اچولو یوه اصلاح شوې آله ده. په پولیسټس فوسکاټوس کې، ښځینه یې په دوامداره توګه یو زهر تولیدوي چې جنسي فېرومون لري او په نارینه کې د ملګرتیا چلند راپاروي. د Polistes exclamans په شان مچیو کې، زهر د الارم فیرومون په توګه کارول کېږي، چې له ځالې سره غبرګونونه همغږي کوي او د شاوخوا مچۍ په ښکار باندې د برید لپاره جذبوي. د Parischnogaster striatula په شان ځینې ډولونو کې، زهر په ټول بدن کې د میکروب ضد ساتونکي په توګه کارول کېږي.[۱۶][۱۷][۱۸]

ډېری کاټرپېلاران د دفاعي زهري غدودو خاوندان دي چې د سوځوونکو وېښتو په نوم د بدن په سر د ځانګړو وېښتو سره یوځای دي. دوی په معمول ډول تحریک کوونکي دي، خو د لونومانیا پتنګان کېدای شي د انسان لپاره وژونکي وي.[۱۹]

مچۍ د (اپي ټوکسین) په نوم یو تېزابي زهر د کندوګانو او خوراکي زېرمو دفاع لپاره سنټېز کوي او له هغه څخه ګټه اخلي، په داسې حال کې چې مچۍ له کیمیاوي اړخه متفاوتو القلي زهرو څخه د خپل ښکار د فلج کولو لپاره کار اخلي، له همدې کبله د هغوی ښکار تر هغې ژوندی پاتې کېږي ترڅو چې د دوی بچو ته په ځاله کې د خوړو تامین لپاره رسېږي. د زهرو کارونه یوازې له دې بېلګو څخه ډېر زیات پراخ دی؛ ډېری نور حشرات لکه رښتیني حشرات او ډېری میږي هم زهر تولیدوي. د میږیو Polyrhachis dives بڼه د پاټوجن د تعقیم کولو لپاره په موضعي ډول له زهرو څخه کار اخلي.[۲۰][۲۱]

نور غیر فقاري حیوانات

سمول

په څو شاخو کې زهرجن غیرفقاري حیوانات شتون لري، چې په هغه کې جېلي کب لکه ګواښوونکی باکس جېلي کب اوپه Cnidaria کې سمندري انیمون، په Echinodermata کې سمندري خارپشت، او د مولوسکانو په منځ کې د اختاپوس په ګډون مخروطي حلزونان او سفالوپوډان شامل دي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

فقاري حیوانات

سمول

زهر په کابو ۲۰۰ غضروفي کبانو کې، لکه اغزن کبانو، شارکانو او کیمرانو کې موندل کېږي؛ پېشوکبان (کابو ۱۰۰۰ زهرجن ډولونه)؛ او د اغزنو کبانو ۱۱ کلاسونه (Acanthomorpha)، چې په هغه کې لړم کبان (کابو ۳۰۰ ډوله)، ډبرې کبان (له ۸۰ ډولو څخه زیات)، چونګښي کبان، سویي کبان، سوی کب، جراح کب، ځینې مخملي کبان، ځینې ټوډ کبان، کورال کروچران، سره مرجاني کبان، ټوټه کبان، ډبرین کبان، د ژورو اوبو لړمي کبان، حشره یي کبان، ویوران او ستاره یي کبان شامل دي. [۲۷]

ذوحیاتین

سمول

ځینې سالمانډران کولی شي خپلې تېزې زهرجنې پښتۍ د باندې راوباسي. په برازیل کې دوه ډوله چونګښې د خپلې کوپړۍ تاج شاوخوا ته کوچني اغزي لري چې د برخورد په صورت کې، زهر خپلې موخې ته رسوي.[۲۸][۲۹][۳۰]

خزندګان

سمول

کابو ۴۵۰ ډوله ماران زهرجن دي. د مار زهر د سترګو لاندې غدودو (منډیبولر غدودو) له لارې تولیدېږي او د لوله یي یا کانالي نېشونو له لارې موخې ته رسېږي. د مار زهر د پروټېز په شان پپټایډي ټوکسینونو ډولونو لرونکي دي چې د پروټین پپټایډي اړیکې هایډرولایز کوي؛ نوکلیزان چې د DNA فاسفوډي اسټر اړیکې هایډرولایز کوي؛ او نیوروټوکسینان، چې په عصبي سیسټم کې سیګنال ورکونې سیسټم مختلوي. د مار زهر د درد، پړسوب، نسجي نکروز، د وینې ټیټ فشار، شخي، وینه بهېدنه (د مار ډولونو په اساس توپیر لري)، تنفسي فلج، د پښتورګو ناکامي، کوما او مرګ په شان ځینې علایم رامنځته کوي. د مار زهر کېدای شي د هغو جېنونو د تکرار له امله رامنځته شوي وي چې د نیکونو په لعابیه غدودو کې بیان شوي دي.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

زهر په څو نورو خزندګانو، لکه مکسیکویي مرۍ لرونکي مارمولکان، د ګیلا هیولا او د کوموډو ښامار په شمول ځینې نظارتي مارمولکانو کې، پیدا کېږي. پراخې سپېکټرومټري ښکاره کړه چې د هغوی په زهرو کې د شته پروټینونو مخلوط د مار په زهرو کې د شته پروټیني مخلوط په اندازه پېچلي دي. ځینې مارمولکان د زهرو یو غدود لري؛ هغوی د Toxicofera په نوم فرضي کلاډ رامنځته کوي چې په هغه کې د Serpentes او Iguania فرعي حدود او د Varanidae، Anguindae او Helodermatidae کورنۍ شاملې دي.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

سرچينې

سمول
  1. "venom" د ډورلانډ طبي سيند کې
  2. Gupta, Ramesh C. (24 March 2017). Reproductive and developmental toxicology. Saint Louis. pp. 963–972. ISBN 978-0-12-804240-3. OCLC 980850276.
  3. Chippaux, JP; Goyffon, M (2006). "[Venomous and poisonous animals--I. Overview]". Médecine Tropicale (په فرانسوي). 66 (3): 215–20. ISSN 0025-682X. PMID 16924809.
  4. "Poison vs. Venom". Australian Academy of Science. 3 November 2017. نه اخيستل شوی 17 April 2022.
  5. Nelsen, D. R., Nisani, Z., Cooper, A. M., Fox, G. A., Gren, E. C., Corbit, A. G., & Hayes, W. K. (2014). "Poisons, toxungens, and venoms: redefining and classifying toxic biological secretions and the organisms that employ them". Biological Reviews, 89(2), 450-465. doi: 10.1111/brv.12062. PMID: 24102715.
  6. Kordiš, D.; Gubenšek, F. (2000). "Adaptive evolution of animal toxin multigene families". Gene. 261 (1): 43–52. doi:10.1016/s0378-1119(00)00490-x. PMID 11164036.
  7. Harris, J. B. (September 2004). "Animal poisons and the nervous system: what the neurologist needs to know". Journal of Neurology, Neurosurgery & Psychiatry. 75 (suppl_3): iii40–iii46. doi:10.1136/jnnp.2004.045724. PMC 1765666. PMID 15316044.
  8. Raffray, M.; Cohen, G. M. (1997). "Apoptosis and necrosis in toxicology: a continuum or distinct modes of cell death?". Pharmacology & Therapeutics. 75 (3): 153–177. doi:10.1016/s0163-7258(97)00037-5. PMID 9504137.
  9. Dutertre, Sébastien; Lewis, Richard J. (2006). "Toxin insights into nicotinic acetylcholine receptors". Biochemical Pharmacology. 72 (6): 661–670. doi:10.1016/j.bcp.2006.03.027. PMID 16716265.
  10. Nicastro, G. (May 2003). Franzoni, L.; de Chiara, C.; Mancin, A. C.; Giglio, J. R.; Spisni, A. "Solution structure of crotamine, a Na+ channel affecting toxin from Crotalus durissus terrificus venom". Eur. J. Biochem. 270 (9): 1969–1979. doi:10.1046/j.1432-1033.2003.03563.x. PMID 12709056. S2CID 20601072.
  11. Griffin, P. R.; Aird, S. D. (1990). "A new small myotoxin from the venom of the prairie rattlesnake (Crotalus viridis viridis)". FEBS Letters. 274 (1): 43–47. doi:10.1016/0014-5793(90)81325-I. PMID 2253781. S2CID 45019479.
  12. Samejima, Y.; Aoki, Y.; Mebs, D. (1991). "Amino acid sequence of a myotoxin from venom of the eastern diamondback rattlesnake (Crotalus adamanteus)". Toxicon. 29 (4): 461–468. doi:10.1016/0041-0101(91)90020-r. PMID 1862521.
  13. Whittington, C. M.; Papenfuss, A. T.; Bansal, P.; et al. (June 2008). "Defensins and the convergent evolution of platypus and reptile venom genes". Genome Research. 18 (6): 986–094. doi:10.1101/gr.7149808. PMC 2413166. PMID 18463304.
  14. Sobral, Filipa; Sampaio, Andreia; Falcão, Soraia; et al. (2016). "Chemical characterization, antioxidant, anti-inflammatory and cytotoxic properties of bee venom collected in Northeast Portugal" (PDF). Food and Chemical Toxicology. 94: 172–177. doi:10.1016/j.fct.2016.06.008. hdl:10198/13492. PMID 27288930.
  15. Peng, Xiaozhen; Dai, Zhipan; Lei, Qian; et al. (April 2017). "Cytotoxic and apoptotic activities of black widow spiderling extract against HeLa cells". Experimental and Therapeutic Medicine. 13 (6): 3267–3274. doi:10.3892/etm.2017.4391. PMC 5450530. PMID 28587399.
  16. Post Downing, Jeanne (1983). "Venom: Source of a Sex Pheromone in the Social Wasp Polistes fuscatus (Hymenoptera: Vespidae)". Journal of Chemical Ecology. 9 (2): 259–266. doi:10.1007/bf00988043. PMID 24407344. S2CID 32612635.
  17. Post Downing, Jeanne (1984). "Alarm response to venom by social wasps Polistes exclamans and P. fuscatus". Journal of Chemical Ecology. 10 (10): 1425–1433. doi:10.1007/BF00990313. PMID 24318343. S2CID 38398672.
  18. Baracchi, David (January 2012). "From individual to collective immunity: The role of the venom as antimicrobial agent in the Stenogastrinae wasp societies". Journal of Insect Physiology. 58 (1): 188–193. doi:10.1016/j.jinsphys.2011.11.007. hdl:2158/790328. PMID 22108024.
  19. Pinto, Antônio F. M.; Berger, Markus; Reck, José; Terra, Renata M. S.; Guimarães, Jorge A. (15 December 2010). "Lonomia obliqua venom: In vivo effects and molecular aspects associated with the hemorrhagic syndrome". Toxicon. 56 (7): 1103–1112. doi:10.1016/j.toxicon.2010.01.013. PMID 20114060.
  20. Touchard, Axel; Aili, Samira; Fox, Eduardo; et al. (20 January 2016). "The Biochemical Toxin Arsenal from Ant Venoms". Toxins. 8 (1): 30. doi:10.3390/toxins8010030. ISSN 2072-6651. PMC 4728552. PMID 26805882.
  21. Graystock, Peter; Hughes, William O. H. (2011). "Disease resistance in a weaver ant, Polyrhachis dives, and the role of antibiotic-producing glands". Behavioral Ecology and Sociobiology. 65 (12): 2319–2327. doi:10.1007/s00265-011-1242-y. S2CID 23234351.
  22. Frost, Emily (30 August 2013). "What's Behind That Jellyfish Sting?". Smithsonian. نه اخيستل شوی 30 September 2018.
  23. Bonamonte, Domenico; Angelini, Gianni (2016). Aquatic Dermatology: Biotic, Chemical and Physical Agents. Springer International. pp. 54–56. ISBN 978-3-319-40615-2.
  24. Gallagher, Scott A. (2017-08-02). "Echinoderm Envenomation". EMedicine. نه اخيستل شوی 12 October 2010.
  25. Olivera, B. M.; Teichert, R. W. (2007). "Diversity of the neurotoxic Conus peptides: a model for concerted pharmacological discovery". Molecular Interventions. 7 (5): 251–260. doi:10.1124/mi.7.5.7. PMID 17932414.
  26. Barry, Carolyn (17 April 2009). "All Octopuses Are Venomous, Study Says". National Geographic. نه اخيستل شوی 30 September 2018.
  27. Smith, William Leo; Wheeler, Ward C. (2006). "Venom Evolution Widespread in Fishes: A Phylogenetic Road Map for the Bioprospecting of Piscine Venoms". Journal of Heredity. 97 (3): 206–217. doi:10.1093/jhered/esj034. PMID 16740627.
  28. Venomous Amphibians (Page 1) – Reptiles (Including Dinosaurs) and Amphibians – Ask a Biologist Q&A. Askabiologist.org.uk. Retrieved on 2013-07-17.
  29. Nowak, R. T.; Brodie, E. D. (1978). "Rib Penetration and Associated Antipredator Adaptations in the Salamander Pleurodeles waltl (Salamandridae)". Copeia. 1978 (3): 424–429. doi:10.2307/1443606. JSTOR 1443606.
  30. Jared, Carlos; Mailho-Fontana, Pedro Luiz; Antoniazzi, Marta Maria; et al. (2015-08-17). "Venomous Frogs Use Heads as Weapons". Current Biology. 25 (16): 2166–2170. doi:10.1016/j.cub.2015.06.061. ISSN 0960-9822. PMID 26255851. S2CID 13606620.
  31. Bauchot, Roland (1994). Snakes: A Natural History. Sterling. pp. 194–209. ISBN 978-1-4027-3181-5.
  32. Smith, William Leo; Wheeler, Ward C. (2006). "Venom Evolution Widespread in Fishes: A Phylogenetic Road Map for the Bioprospecting of Piscine Venoms". Journal of Heredity. 97 (3): 206–217. doi:10.1093/jhered/esj034. PMID 16740627.
  33. "Snake Bites". A. D. A. M. Inc. 16 October 2017. نه اخيستل شوی 30 September 2018.
  34. Hargreaves, Adam D.; Swain, Martin T.; Hegarty, Matthew J.; Logan, Darren W.; Mulley, John F. (30 July 2014). "Restriction and Recruitment—Gene Duplication and the Origin and Evolution of Snake Venom Toxins". Genome Biology and Evolution. 6 (8): 2088–2095. doi:10.1093/gbe/evu166. PMC 4231632. PMID 25079342.
  35. Daltry, Jennifer C.; Wuester, Wolfgang; Thorpe, Roger S. (1996). "Diet and snake venom evolution". Nature. 379 (6565): 537–540. Bibcode:1996Natur.379..537D. doi:10.1038/379537a0. PMID 8596631. S2CID 4286612.
  36. Cantrell, F. L. (2003). "Envenomation by the Mexican beaded lizard: a case report". Journal of Toxicology. Clinical Toxicology. 41 (3): 241–244. doi:10.1081/CLT-120021105. PMID 12807305. S2CID 24722441.
  37. Mullin, Emily (29 November 2015). "Animal Venom Database Could Be Boon To Drug Development". Forbes. نه اخيستل شوی 30 September 2018.
  38. Fry, B. G.; Wroe, S.; Teeuwisse, W. (June 2009). "A central role for venom in predation by Varanus komodoensis (Komodo Dragon) and the extinct giant Varanus (Megalania) priscus". PNAS. 106 (22): 8969–8974. Bibcode:2009PNAS..106.8969F. doi:10.1073/pnas.0810883106. PMC 2690028. PMID 19451641.
  39. Fry, B. G.; Wuster, W.; Ramjan, S. F. R.; Jackson, T.; Martelli, P.; Kini, R. M. 2003c. Analysis of Colubroidea snake venoms by liquid chromatography with mass spectrometry: Evolutionary and toxinological implications. Rapid Communications in Mass Spectrometry 17:2047-2062.
  40. Fry, B. G.; Vidal, N.; Norman, J. A.; et al. (February 2006). "Early evolution of the venom system in lizards and snakes". Nature. 439 (7076): 584–588. Bibcode:2006Natur.439..584F. doi:10.1038/nature04328. PMID 16292255. S2CID 4386245.