سيد حسن نصرالله
سید حسن نصرالله د حزب الله پوځي او سیاسي ډلې سرمنشي او پوځی مشر وو، چي په ۱۹۹۲ کال کي د عباس الموسوي تر وفات وروسته د حزب الله لارښود شو او د نژدې ختیځ په سیاست کې مهم رول ولوباوه.
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
مړينې لامل | |
مړينې ځای | |
مړينې لامل | |
زدکړنځی | |
ژبې | |
اغېزمن شوی له | |
ګوند | |
دنده |
عمومي مالومات | |
---|---|
دین |
مهمې پېښې | |
---|---|
جګړه |
د معماري سټایل |
---|
حسن نصرالله په ۱۹۶۰ کال کې د بیروت په ختیځ کې زېږېدلی دی او په ۲۰۲۴ کال کي د سپټمبر میاشتي پر ۲۷ نېټه د لبنان په بیروت کي د اسراییلو له لوري په یوه برید کي ووژل سو . په ۱۹۷۵ کال کې په لبنان کې کورنۍ جگړه پېل شوه او حسن نصرالله د خپل کورنۍ سره البازوریه ته ولاړ. حسن نصرالله د اسلام سره ډېره علاقمندی لرل او د دی لپاره د قرآن کریم د زده کړي لپاره نجف ته ولاړ. حسن نصرالله د آية الله العظمى السيد محمد باقر الصدر په مدرسې کې تر ۱۹۷۸ کال پورې زده کړه کوله. هغه په ۱۹۷۸ کې لبنان ته راستن شو او د امل د مؤسسې سره یوځای شو.کله چی په ۱۹۸۲ کال کې د صهیونیست رژیم پر لبنان برید وکړ نو حسن نصرالله د حزب الله سره یوځای شو. په ۱۹۸۹ کې حسن نصرالله د قرآن د زده کړي لپاره د قم ښار ته ولاړ. په ۱۹۹۲ کال کې د عباس الموسوي تر وژنې وروسته حسن نصرالله د حزب الله لارښود شو.
حسن نصرالله او حزب الله
شیخ حسن نصرالله د ایران په مرسته حزب الله په عصری پوځی او سیاسی مؤسسه تبدیل کړ. حزب الله د ۱۹۹۲ کال څخه د لبنانی د پارلمان د حزبونو څخه دی. د ۲۰۰۵ کال څخه حزب الله په لبنانی حکومت کې وزیران لري. د ۱۹۹۲ کال څخه حزب الله د لبنان په سوېل کې مدرسې، روغتونونه جوړوی او د المنار په نوم تلوېزيون او د النور په نوم راديو لري چې پرې بېلابېل خپرونې کيږي، د حزب الله پوځی برخه چی د المقاومة الإسلامية په نوم یادېږی تقریبًا ۱۰۰۰ جنگیالان لری مگر د جگړې په وخت کې د جنگیالانو شمېر ۱۰،۰۰۰ تنو ته رسېدلای شی حزب الله هم دیوې ځانگړې ادارې بنسټ کېښود چې دغه اداره ( الشهید ) د شهید بنسټ په نوم یادېږی. دغه مؤسسه د شهیدانو د کورنیو څخه ملاتړ کوی.
مړينه
بشپړې ليکنې لپاره ولولئ: د حزب الله په مرکز هوايي بريد
د ۲۰۲۴ زېږديز کال د سېپتمبر په ۲۷ مه نېټه، داسراييلو دفاعي ځواکونو وياند اعلان وکړ چې اسراييلو هوايي ځواک، په بيروت کې د حزب الله په مرکزي دفتر د حسن نصرالله د وژلو په موخه بريد کړی دی. د حزب الله اړوند سرچينو رويټرز ته ويلي دي چې هغه ژوندی دی، د دې ترڅنګ د ايران خبري اژانس تسنيم خبر ورکړ چې هغه او سید هاشم صفیالدین «ژوندي» دي. يو جګپوړي ايراني چارواکي رويټرز ته په اشاري سره وويل چې ايران د هغوی د وضعيت څېړلو په حالت کې دی.[۱۱]
په بله ورځ اسراييلي ځواکونو ادعا وکړه چې حسن نصرالله د هوايي بريد پرمهال دضاحيه ناحيې د يوې ودانۍ په ځمکتل کې چې د بيروت په سوېل کې موقعيت لري وژل شوی دی.[۱۲] څو ساعته وروسته د نوموړي د وژل کېدو خبر د حزب الله له لوري هم ومنل شو.[۱۳][۱۴]
د حماس اسلامي غورځنګ، فلسطين اسلامي جهاد، کتايب حزب الله، حشد شعبي او انصارالله یمن هر يوه د يوې بيانيې په خپرولو د غمرازۍ ښودنه کړې.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹] سيد علي خامنه يي ايران اسلامي جمهوريت لارښود، د هغه له مرګ وروسته، ۵ ورځې ماتم اعلان کړ.[۲۰]
سرچینې
- ↑ ذکر کېدنه: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Hassan-Nasrallah. Subject named as: Hassan Nasrallah. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ ذکر کېدنه: Munzinger Personen. Subject named as: Hassan Nasrallah. Munzinger person ID: 00000025756. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: جرمني ژبه.
- ↑ "IDF says Hezbollah leader Hassan Nasrallah was killed in Beirut strike" (in انګرېزي ژبه). ۲۸ سپټمبر ۲۰۲۴.
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link) CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ "A Hezbollah megerősítette, hogy az izraeli hadsereg támadásában meghalt a vezetőjük". ۲۸ سپټمبر ۲۰۲۴.
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link) - ↑ "جيش الاحتلال الإسرائيلي يعلن اغتيال حسن نصر الله". ۲۸ سپټمبر ۲۰۲۴.
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link) - ↑ "Nasrallah's killing reveals depth of Israel's penetration of Hezbollah". رویټرز. ۲۹ سپټمبر ۲۰۲۴.
His assassination was the culmination of a rapid succession of strikes that have eliminated half of Hezbollah's leadership council and decimated its top military command
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link) - ↑ Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (in فرانسوي ژبه). بياځلي په ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵.
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link) CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ ذکر کېدنه: Czech National Authority Database. NL CR AUT ID: xx0053039. Retrieved: ۱۷ نومبر ۲۰۲۴.
- ↑ ذکر کېدنه: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 15801998h. Retrieved: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
- ↑ ذکر کېدنه: يوټيوب. YouTube video ID: 66Sv7_mkvt8. اثر ژبه: multiple languages. ليکوال: Steve Chen.
- ↑ . 2024-09-27.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help)CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Mroue, Bassem; Lidman, Melanie (28 September 2024). "Hezbollah confirms its leader Hassan Nasrallah was killed in an Israeli airstrike". AP News (in انګليسي). بياځلي په 28 September 2024.
- ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link)