سومالیا

د افريقا يو خپلواک هېواد
  

سومالیا په انګلیسي Somalia) په رسمي توګه، د سومالیا دموکراتیک جمهوریت ياديږي د افريقا په ښکر کې پروت يو هيواد دی. پلازمینه یې موګادیشو او رسمي ژبي یې سومالیایي او عربي ژبه دي، یاد هیواد ۶۶۱'۶۳۷ کیلومتره مساحت او ۶۶۶'۵۵۸'۹ میلیونه وګړي لري. په ۲۶ د جون او ۱ د جنوری ۱۹۶۰م کال سومالیا له بریتانیا پخواني یوګسلاویا او له ایټالیا نه خپله خپلواکی ترلاسه کړه. د یاد هیواد د پیسو واحد د سومالیا شیلینګ (SOS) دی او ولسمشر یې محمد عبدالله محمد دی.

سومالیا
سومالیا
سومالیا
بیرغ
سومالیا
سومالیا
نښان

Area controlled by Somalia shown in dark green; claimed but uncontrolled سومالیلانډ⁠ (a self-declared, د سومالیا اقتصاد) shown in light green. n.b. , zones of control are approximate at this time.
Area controlled by Somalia shown in dark green; claimed but uncontrolled سومالیلانډ⁠ (a self-declared, د سومالیا اقتصاد) shown in light green. n.b. , zones of control are approximate at this time.
Area controlled by Somalia shown in dark green; claimed but uncontrolled سومالیلانډ⁠ (a self-declared, د سومالیا اقتصاد) shown in light green. n.b. , zones of control are approximate at this time.

ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۶°شمال ۴۷°ختیځ / 6°شمال 47°ختيځ / 6; 47   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۱]
ټيټه سيمه هندي سمندر (0 متر )  د (P1589) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پراخوالی 637657 کیلومتره مربع   د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمېنه موګادیشو [۲]  د (P36) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي ژبې سوماليايي ژبه ،  عربي ژبه   د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مشرتابه
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه ۱۹۶۰  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د عمر محدودیتونه
د واده عمر 18 کلن   د (P3000) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بې کارۍ کچه 7 سلنه (۲۰۱۴)[۳]  د (P1198) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نور مالومات
پیسې سومالي شيلينګ   د (P38) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تګلوری ښي لورۍ   د (P1622) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي وېبپاڼه ‌‌‌‌‌‌‌‌
هېواد کوډ SO  د (P297) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +252  د (P474) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map

سومالیا په رسمي ډول د سومالیا فېدرال جمهوریت (جمهوریادا فېدرالکا سومالیا؛ په عربي ژبه: جمهورية الصومال الفيدرالية) د افریقا په ښاخ کې پروت هېواد دی. دا هېواد په لویدیځ کې له اېتوپیا، له شمال لویدیځ څخه له جیبوتي، له شمال څخه له عدن خلیج، له شرق څخه د هند سمندر او له سویل لویدیځ څخه له کینیا سره پوله لري. سومالیا د افریقا په اصلي خاوره کې تر ټولو اوږده ساحلي کرښه لري. دا خاوره تر ډېره له لوړو سطحو، بېدیاوو او ارتفاعاتو څخه جوړه ده. د ټول کال په بهیر کې ګرم شرایط له دوره‌ یي موسمي بادونو او نامنظمو وورښتونه سره په یاده خاوره حاکم دي. د سومالیا نفوس نږدې ۱۵ میلیونه اټکل شوی، چې له دوه میلیون څخه زیات یې په پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار موګادېشو کې ژوند کوي چې له فرهنګي پلوه د افریقا تر ټولو سره ورته/ هیموجنېز هېواد دی. نږدې ۸۵ سلنه اوسېدونکي یې له سومالیایي نژاد څخه دي، چې له تاریخي پلوه د هېواد په شمال کې مېشت وو. قومي اقلیتونه په پراخ ډول په سویل کې متمرکز دي. د سومالیا رسمي ژبې سوماليایي او عربي دي. د دې هېواد ډېری اوسېدونکي مسلمانان او تر ډېره سوني مذهبه دي.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

سومالیا په لرغونې دوره کې یو مهم سوداګریز مرکز و، دا د پونت د لرغونې خاورې له تر ټولو ممکنو افسانوي ځایونو څخه ده. د منځنیو پېړیو په بهیر کې د سومالیا څو ځواکمنو امپراتوریو پر سیمه ییزو سوداګریو واک درلود چې له ډلې يې د اجوران، د ادال سلطنت او د ګلدي سلطنت یادولی شو.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د سومالیا سلطنتونه لکه اسحاق سلطنت او مجیرتین سلطنت د بریتانیا، ایټالیا او ایتوپیا له خوا مستعمره شول. اروپایي استعمارګرانو قبیله یي سیمې په دوه مستعمرو کې سره یوځای کړې چې د ایټالیایي سومالیا او بریتانوي سومالیا تحت الحمایې وې. په دې ترڅ کې په کور دننه دروېشان د محمد عبدالله حسن په مشرۍ له حبشې، ایټالیایي سومالیا او بریتانوي سومالیا سره د دوو لسیزو لپاره په مخامخ جګړه کې ښکېل شول او په پای کې يې په ۱۹۲۰ ز کال کې د سومالیا په کمپاین کې ماته وخوړه. ایتالیا د سیمې د شمال ختیځو، مرکزي او سویلي برخو بشپړ کنترول د مجریتین او هوبیو د سلطنتونو پر وړاندې د سلطانانو ضد کمپاین تر بشپړولو وروسته ترلاسه کړ. دا دواړه سیمې په ۱۹۶۰ ز کال کې سره متحدې شوې، تر څو د یو ملکي حکومت په چوکاټ کې د سومالیا خپلواک جمهوریت رامنځته کړي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

په ۱۹۶۹ ز کال کې د انقلاب عالي شورا واک ترلاسه کړ او د سومالیا دیموکراتیک جمهوریت یې رامنځته کړ او په ظالمانه ډول یې هڅه وکړه، تر څو د سومالي لنډ د خپلواکۍ غوښتنې جګړه په شمال کې وځپي. په دوام یې ۲۲ کاله وروسته په ۱۹۹۱ کال کې د سومالیا د کورنۍ جګړې له پیل سره  SRC (انقلابي عالي شورا) سقوط شوه او سومالي لنډ ډېر ژر خپله خپلواکي اعلام کړه. لا هم د سومالیا په  شمال لویدیځه برخه کې سومالي لنډ خپل کنترول لري چې له ۲۷ سلنه څخه زیاته خاوره یې په کې شاملېږي. له دغې دورې راهیسې ګڼ شمېر سیمې د سومالیا دودیزو او مذهبي قوانینو ته وروګرځېدې د ۲۰۰۰ز لسیزې په لومړیو کې یو شمېر لنډمهاله فېدرالي ادارې رامنځته شوې. په ۲۰۰۰ ز کال کې ملي انتقالي دولت (TNG) رامنځته شو, ورپسې په ۲۰۰۴ ز کال کې انتقالي فېدرالي دولت (TFG) رامنځته شو چې د سومالیا وسله وال پوځ یې بیا په پښو ودراوه.[۲۵][۲۶][۲۷]

 TFG (فېدرال انتقالي دولت) د متحده ایالاتو په ملاتړ له ایتوپیایي لاس وهنې سره د نویو رامنځته شویو اسلامي محکمو له اتحادیې (ICU) څخه د هېواد د ښکېلو سویلي زونونو د ډېرو سیمو کنترول پر غاړه واخیست. وروسته ICU د الشباب په څېر په سخت دریځو ډلو ووېشل شو چې له TFG او AMISOM متحدانو سره یې یو ځای د سیمې د کنترول لپاره جګړه کوله.

یاغیانو د ۲۰۱۲ ز کال په منځنۍ برخه کې ډېری هغه سیمې له لاسه ورکړې چې ولکه کړې یې وې. له دې سره سره یاغیان لاهم د سومالیا د مرکزي او سویلي برخو ډېر کنترول په لاس کې لري او د حکومت تر کنترول لاندې سیمو کې پراخ نفوذ لري او د جلېب ښار د یاغیانو د پلازمېنې په توګه عمل کوي. نوی لنډمهالی اساسي قانون د ۲۰۱۲ ز کال په اګست کې تصویب شو چې د یو فېدارسیون په توګه د سومالیا اصلاحات/ سمونې په کې شاملې وې. د سومالیا فېدرال دولت په هم هغه میاشت کې رامنځته شو او په موګادیشو کې د بیا رغونې دوره پیل شوه. سومالیا په یو غیر رسمي اقتصاد کې پاتې شوه چې تر ډېره په مالدارۍ، له سومالیا څخه کارکوونکو پر تعرفو او ټېلي کمونيکېشن (له لرې لارې اړیکې) تکیه و. یاد هېواد د ملګرو ملتونو، عربي ژبو، افریقایي اتحادیې، د غیرمتحدو غورځنګ او د اسلامي همکاریو د سازمان غړی دی.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

تاریخچه

له تاریخ څخه مخکې

سومالیا په احتمالي ډول یو له هغو هېوادونو څخه و چې د خپل موقعیت له امله د لومړنیو انسانانو له خوا د مېشتېدو وړ شو. هغه ښکاریان چې وروسته له افریقا څخه بهر کډوال شول په احتمالي ډول له خپل مهاجرت څخه مخکې دلته مېشت شوي دي. په دې سیمه کې له ډبرمهال راهیسې د ډویېن او هارجیسان کلتورونه دلته سپړېدلي. د افریقا په ښاخ کې د سومالیا له هدیرو څخه د دودونو او کلتورونو د خښولو شواهد تر لاسه شوي چې لرغونتوب یې له میلاد څخه مخکې څلورمې زریزې ته ورګرځي. په شمال کې د جللو په سایټ کې ډبریز تجهیزات هم په ۱۹۰۹ ز کال کې د مهمو مصنوعي توکو په توګه مشخص شوي چې په پلیولیتیک دوره کې د ختیځ او لویدیځ تر منځ د لرغون پېژندنې نړیوال‌توب ښیي.[۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]

د ژبپوهانو په وینا:  د افریقايي ژبو لومړنی نفوس په نیلیوتیک دوره کې سیمې ته رسېدلی او ورپسې د دې کورنۍ وړاندیز شوی اورهایمات («اصلي ټاټوبی») د نيل په دره یا نږدې ختيځ کې سیمې ته د ننه شوي. [۵۲][۵۳]

د سومالیا په شمال لویدیځ کې د هارجیسا په څنډه کې د [1]لاس جیل (Laas Geel) ټولګه نږدې ۵۰۰۰ کاله لرغونتوب لري او د ډبریز هنر لرونکې ده چې وحشي حیوانات او سینګار شوې غواګانې انځوروي. د نقاشۍ نورې نښې د دامبالین سیمې په شمال کې له غارونو څخه تر لاسه شوې چې پر اس سپور د یو ښکارکوونکي لومړنۍ نقاشي ده. د کاڼو/ډبرو د هنر تاریخ له میلاد څخه مخکې له ۱۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ کال ته ورګرځي. پر دې سربېره د سومالیا د کارېنهېګان په شمال کې د لاس‌خوري او اېل‌ایو ښار تر منځ د غار بېلابېلې نقاشۍ له حقیقي حیواناتو څخه نیولې تر افسانوي شته دي. هره نقاشي په‌خپل پای کې یوه لیکنه لري چې په ټوله کې یې لرغونتوب ۲۵۰۰ کاله اټکل کېږي.  [۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸]


ایداري وېش

د سومالیا هیواد په ټوله کې په ۱۸ ایداري سیمو ویشل شوی دی.  

  1. آودال
  2. باکول
  3. بنادیر
  4. سومالیا ,باري
  5. باي، سومالیا
  6. ګالګودوود
  7. جدو
  8. هیرران
  9. جوبادا ذکسه
  10. جوبادا هووز
  11. ماداګ
  12. ناګال
  13. ساناګ
  14. شابیل لاها ذکسه
  15. شابیل لاها هووز
  16. سوول
  17. تاګدهییر
  18. وکوویا ګالبید

تاریخ

اقتصاد

کلتور

جغرافیه

  1.     {{cite web}}: Empty citation (help)
  2. https://encyklopedia.pwn.pl/haslo/Somalia;4169147.html
  3. http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
  4. The Federal Republic of Somalia is the country's name per Article 1 of the Provisional Constitution Archived 24 January 2013 at the Wayback Machine.,
  5. "Somalia". Britannica. نه اخيستل شوی 11 January 2021.
  6. "Coastline". The World Factbook. Central Intelligence Agency. Archived from the original on 16 July 2017. نه اخيستل شوی 3 August 2013.
  7. "Somalia – Climate". countrystudies.us. 14 May 2009.
  8. Ismail, AA (2010). Somali state failure: Players, incentives and institutions. What is more puzzling is how this could happen in a country like Somalia, the most homogeneous country in Africa both ethnically, religiously, culturally, and linguistically
  9. Woldemichael, B (1993). Decentralisation amidst poverty and disunity: The Sudan, 1969–1983. Somalia, the only homogeneous country in Africa – all its people being ethnic Somalis speaking the same language and professing the same religion
  10. Abdullahi 2001, pp. 8–11.
  11. "Middle East Policy Council – Muslim Populations Worldwide". Mepc.org. 1 December 2005. Archived from the original on 14 December 2006. نه اخيستل شوی 27 June 2010.
  12. Abdullahi 2001, p. 1.
  13. John Kenrick 1855) Phoenicia, B. Fellowes, p. 199.
  14. Casson, Lionel (1984). Ancient Trade and Society. Mich. p. 235. ISBN 0-8143-1740-5. نه اخيستل شوی 25 May 2015.
  15. Charnan Simon (1990). Explorers of the Ancient World. Childrens Press. p. 26. ISBN 0-516-03053-1.
  16. Christine El Mahdy (2005) Egypt : 3000 Years of Civilization Brought to Life, Raincoast Books, p. 297, ISBN 1-55192-879-5.
  17. Stefan Goodwin (2006) Africa's Legacies of Urbanization: Unfolding Saga of a Continent, Lexington Books, p. 48, ISBN 0-7391-0731-3.
  18. Encyclopædia Britannica, inc, Encyclopædia Britannica, Volume 1, (Encyclopædia Britannica: 2005), p.163
  19. Laitin 1977, p. 8
  20. Abdisalam M. Issa-Salwe (1996). The Collapse of the Somali State: The Impact of the Colonial Legacy. London: Haan Associates. pp. 34–35. ISBN 1-874209-91-X.
  21. Diiwaanka gabayadii, 1856–1921, Maxamad Cabdulle Xasan · 1999, PAGE 219
  22. Kevin Shillington (2005) Encyclopedia of African history, CRC Press, p. 1406, ISBN 1-57958-245-1.
  23. Samatar 1982, pp. 131, 135.
  24. The Illustrated Library of The World and Its Peoples: Africa, North and East, Greystone Press: 1967, p. 338.
  25. Kapteijns, Lidwien (18 December 2012). Clan Cleansing in Somalia: The Ruinous Legacy of 1991. University of Pennsylvania Press. ISBN 978-0-8122-0758-3.
  26. Jeffrey Gettleman (23 June 2011). "Harvard-Educated Technocrat Chosen as Somalia Premier". The New York Times. نه اخيستل شوی 23 June 2011.
  27. https://web.archive.org/web/20180509080323/https://www.cfr.org/backgrounder/Somaliland_Parade. Archived from the original on 2018-05-09. نه اخيستل شوی 2022-05-29. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  28. Muddassar Ahmed (8 August 2012). "Somalia rising after two decades of civil war and unrest". Al Arabiya. Archived from the original on 10 August 2012. نه اخيستل شوی 9 August 2012.
  29. "Al-Shabab". Council on Foreign Relations (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-02-13.
  30. "Somalia conflict: Al-Shabab 'collects more revenue than government'". BBC News (په انګليسي). 2020-10-26. نه اخيستل شوی 2022-02-13.
  31. "Kenyan troops seize al-Shabaab base in Somalia". www.aa.com.tr. نه اخيستل شوی 2022-02-13.
  32. "Somalia: Somali Leaders Adopt Draft Constitution". ANP/AFP. نه اخيستل شوی 23 June 2012.
  33. "Somali leaders back new constitution". BBC News. 1 August 2012. نه اخيستل شوی 2 August 2012.
  34. "Somalia's newly-endorsed constitution widely hailed". Xinhua News Agency. Archived from the original on 7 October 2013. نه اخيستل شوی 2 August 2012.
  35. "Somalia: UN Envoy Says Inauguration of New Parliament in Somalia 'Historic Moment'". Forum on China-Africa Cooperation. 21 August 2012. نه اخيستل شوی 24 August 2012.
  36. Dinfin Mulupi (21 June 2012). "Mogadishu: East Africa's newest business destination?". نه اخيستل شوی 26 June 2012.
  37. "Central Bank of Somalia – Economy and Finance". Somalbanca.org. Archived from the original on 24 January 2009. نه اخيستل شوی 30 December 2010.
  38. "Member States". United Nations. نه اخيستل شوی 27 August 2021.
  39. "Member States". League of Arab States (په عربي). نه اخيستل شوی 27 August 2021.
  40. "Member State Profiles". African Union. Archived from the original on 7 November 2017. نه اخيستل شوی 27 August 2021. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  41. "Non-Aligned Movement (NAM) | What is the Non-Aligned Movement?". Nuclear Threat Initiative. نه اخيستل شوی 27 August 2021.
  42. "Member States". Organisation of Islamic Cooperation. نه اخيستل شوی 27 August 2021.
  43. Phillipson, D. W. (2005-05-05). African Archaeology (په انګليسي). Cambridge University Press. ISBN 978-0-521-54002-5.
  44. Peter Robertshaw (1990). A History of African Archaeology. J. Currey. p. 105. ISBN 978-0-435-08041-9.
  45. Gutherz, Xavier; Diaz, Amélie; Ménard, Clément; Bon, François; Douze, Katja; Léa, Vanessa; Lesur, Joséphine; Sordoillet, Dominique (Sep 2014). "The Hargeisan revisited: Lithic industries from shelter 7 of Laas Geel, Somaliland and the transition between the Middle and Late Stone Age in the Horn of Africa". Quaternary International (په انګليسي). 343: 69–84. Bibcode:2014QuInt.343...69G. doi:10.1016/j.quaint.2014.04.038.
  46. Clark, J. D. (2013-03-21). The Prehistoric Cultures of the Horn of Africa: An Analysis of the Stone Age Cultural and Climatic Succession in the Somalilands and Eastern Parts of Abyssinia (په انګليسي). Cambridge University Press. ISBN 978-1-107-63536-4.
  47. Phillipson, D. W. (2005-05-05). African Archaeology (په انګليسي). Cambridge University Press. ISBN 978-0-521-54002-5.
  48. Delson, Eric; Tattersall, Ian; Couvering, John Van; Brooks, Alison S. (2004-11-23). Encyclopedia of Human Evolution and Prehistory: Second Edition (په انګليسي). Routledge. ISBN 978-1-135-58228-9.
  49. Petraglia, Michael D.; Rose, Jeffrey I. (2009-11-27). The Evolution of Human Populations in Arabia: Paleoenvironments, Prehistory and Genetics (په انګليسي). Springer Science & Business Media. ISBN 978-90-481-2719-1.
  50. Brandt, S. A. (1988). "Early Holocene Mortuary Practices and Hunter-Gatherer Adaptations in Southern Somalia". World Archaeology. 20 (1): 40–56. doi:10.1080/00438243.1988.9980055. JSTOR 124524. PMID 16470993.
  51. H. W. Seton-Karr (1909). "Prehistoric Implements From Somaliland". Man. 9 (106): 182–183. doi:10.2307/2840281. JSTOR 2840281. نه اخيستل شوی 30 January 2011.
  52. Zarins, Juris (1990), "Early Pastoral Nomadism and the Settlement of Lower Mesopotamia", (Bulletin of the American Schools of Oriental Research)
  53. Diamond, J; Bellwood, P (2003). "Farmers and Their Languages: The First Expansions". Science. 300 (5619): 597–603. Bibcode:2003Sci...300..597D. doi:10.1126/science.1078208. PMID 12714734. S2CID 13350469.
  54. Bakano, Otto (24 April 2011). "Grotto galleries show early Somali life". Agence France-Presse. Archived from the original on 21 September 2013. نه اخيستل شوی 11 May 2013.
  55. Mire, Sada (2008). "The Discovery of Dhambalin Rock Art Site, Somaliland". African Archaeological Review. 25 (3–4): 153–168. doi:10.1007/s10437-008-9032-2. S2CID 162960112. Archived from the original on 27 June 2013. نه اخيستل شوی 22 June 2013.
  56. Alberge, Dalya (17 September 2010). "UK archaeologist finds cave paintings at 100 new African sites". The Guardian. نه اخيستل شوی 25 June 2013.
  57. Hodd, Michael (1994). East African Handbook. Trade & Travel Publications. p. 640. ISBN 0-8442-8983-3.
  58. Ali, Ismail Mohamed (1970). Somalia Today: General Information. Ministry of Information and National Guidance, Somali Democratic Republic. p. 295.