سردار محمد نادر نعیم
سردار محمد نادر نعیم خان زوکړه ۱۹۶۵م کال) د سردار محمد عزیز خان زوی د سردار محمد نعیم خان لمسی او د افغانستان د لومړنی ولسمشر سردار محمد داود خان وراره دی. نوموړی د مور له لوری د محمد ظاهر شاه لمسی کیده.
محمد نادر نعیم | |
---|---|
سردار محمد نادر نعیم خان | |
خپلواک سیاستوال | |
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ۱۹۶۵ کابل |
تابعیت | افغانستان |
پټنوم | شهزاده |
کورنۍ | د بارکزیو لړۍ |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال |
سمول |
کورنۍ
سمولسردار نعیم خان د افغانستان د وروستې شاهی او لومړنۍ ولسمشریزې کورنۍ غړی وو د نوموړی د مور پلار محمد ظاهر شاه د خپل پلار محمد محمد نادر شاه له مرګ وروسته په افغانستان څلویښت کاله شاهی حکومت وکړ. همدارنګه د نوموړی تره سردار محمد داود خان چې د محمد ظاهر شاه نه یې د یوې سپینې کودتا په ترڅ کې واک نیولی وو د افغانستان لومړنی ولسمشر وو. محمد ظاهر شاه او سردار محمد داوود خان او کورنۍ یې د بارکزیو (بارکزي) له قوم څخه وو.
ژوند
سمولله دې مخکې چې په ۷ د ثور د حفیظ الله امین په مشرې د سردار داود خان په وړاندی کودتا وشي محمد نادر نعیم تر شپږم ټولګی د کابل په استقلال لیسه کې زده کړې وکړی له هغې وروسته نوموړی انګلستان ته مهاجر شو چې له کابو دیرش کالو وروسته د خپل پلار جسد سره کابل ته ستون شو. نوموړی د خپل نیکه محمد ظاهر شاه ترڅنګ په ارګ کې د ولسمشر کرزی ترڅنګ پاتی شو، اما د خپل نیکه له مرګ وروسته له ارګ بهر خپلواک سیاسي ژوند پیل کړ. سردار نعیم خان د ولسمشر کرزی په امر د سردار محمد داود خان په ګډون د خپلې کورنۍ ۱۸ غړي چې د ثور کودتا پرمهال وژل شوي وو وموندل او د رسمي مراسمو سره یې خاورو ته وسپارل.