سردارولي پښتونزوی
سردارولي پښتون زوی (په انگرېزي :Sardarwali Pashtonzoy ) افغان ليکوال، او د افغانستان د معاصر تاريخ اماتور څېړونکی دی. همدا راز د منډيګک تاريخي بنسټ، بنسټګر هم دی.
سردارولي پښتون زوی | |
---|---|
سردارولي پښتونزوی
| |
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ارغسان اولسوالۍ، کندهار ولايت |
هېواد غړيتوب | افغانستان |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | تاريخي څېړونکی |
کاروونکي ژبه | پښتو ، انګلیسي ، اردو، فارسي |
د فعالیت وخت | شاوخوا ٢٠١۶-تراوسه |
وېبپاڼه | |
وېبپاڼه | پښتون زوی فیسبوک پاڼه] |
سمول |
سردار ولي پښتونزوی د افغانستان د تاريخي څېړونکو په لړليک کې يو له خورا مخکښو او فعاله کسانو څخه دی چې د پښتو ژبې ترڅنګ په څو نورو ژبو لکه: انګرېزي، فارسي، اردو او عربي ژبو د افغانستان او پښتنو د تاريخ په اړه څېړنيز اثار خپروي.
نوموړی د منډيګک په نوم يو بنسټ لري چې د ويب پاڼو او ټولنيزو رسنيو له لارې د خپلې تګلارې اړونده کارونه مخته وړي چې په تاريخي او مالوماتي برخه کې د پښتو ژبې د بډایښټ لپاره خورا مرستندوی تمامېږي.
مخينه
سمولنوموړی په ۱۹۸۶ع کال د کندهار ولايت د ارغسان اولسوالۍ د تحسيلدار په کلا کي زېږېدلی او د همدې ځای اوسېدونکی دی. پښتون زوی د ملک موسي جان زوی، د صاحب خان لمسی، د اکبر خان کړوسی او د فقار خان کوسی په خټه سدوزی، پوپلزی پښتون دی، د دوی کورنۍ د اعليحضرت تېمورشاه بابا په عصر کي کابل ته تللې وه، خو څرنگه چي په۱۸۴۲ع کال کي د سدوزو واکمني له منځه ولاړه، فقار خان ارغسان ته راغلی او دلته يې پراخ کارېزونه او مځکي رانيولې، چي تر اوسه يې کارېزونه د کار وړ او په افغانستان کي يو لرغونی کلی دی چي ټول استوگن يې سدوزی دي، په کندهار کي د سدوزو مشهوره هديره د همدغه سدوزو د کورنۍ ده.
زده کړي
سمولافغان-ترک عالي ليسه
دندي
سمولد منډيګک تاريخي بنسټ سبمالګر.
ليکوالي
سمولپښتون زوي په لسگونه تاريخي مقالې ليكلي، چي ځانگړي ا ثار يې په لاندې ډول دي.
- ۱- شل ورک افغانان
- ۲- ایا پوهېږې؟
- ۳- د ارغسان لنډه تاريخچه
- ۴- د افغان چارواکو خاطرې
- ۵-په کندهار کي درنې کورنۍ
- ۶-تاريخي يادښتونه
- ۷-کندهار د انځور په ژبه