ستر ښار په نړیواله کچه یو لوی ښار ته ویل کیږي، چي تر 10 ملیونه ډېر نفوس ولري. [۱] [۲] د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزو چارو ریاست (UN DESA) په 2018 کي پخپل راپور "د نړۍ ښاري کولو امکانات" کي لوی ښارونه د ښاري مجموعې په توګه تعریفوي چي له 10 ملیونه څخه ډېر وګړي لري. [۳] د بون پوهنتون راپور بیا وايي چي دغه ښارونه "په دودیزه توګه د لویو سیمو په توګه تعریف سوي دي، چي ټول نفوس یې 10 ملیون اوسېدونکي وي. [۴] په نورو سرچینو کي د یادو ښارونو نفوس له پنځو څخه تر اتو میلیونو پوري لږترلږه اندازه ګڼل سوی دی، چي د نفوس کثافت یې په هر مربع کیلو متر کي لږترلږه 2,000 دی. دا وخت د نړۍ تر ټولو ستر ښارونه واشنګټن، بیجینګ، ټوکیو، ممبئ، کراچي او ځیني نور دي چي د نفوسو له اړخه مخکښي سیمي ګڼل کیږي.

  1. . 2018. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); |doi-access= requires |doi= (help); Missing or empty |title= (help)
  2. . 2020. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  3. . 7 August 2019. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  4. . 1 March 2009. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)