سامانيان

په منځنۍ اسیا او افغانستان کې يوه اسلامي سترواکي (۸۱۹-۹۹۹)
(له ساماني امپراتوري نه مخ گرځېدلی)

د سامانیانو امپراتوري چي د ساماني امپراتورۍ ، ساماني سلطنت، ساماني امارت یا په عامه توګه د سامانیانو په نوم هم پیژندل کیږي، په اسلامي نړۍ کي د عباسي خلافت پر مهال د افغانستان او مرکزي اسیا یوه ستره سني مذهبه واکمني وه. د یادي امپراتورۍ پلازمینه په خراسان او ماوراء النهر سیمو کي وه، او بنسټ یې د افغانستان له بلخ ولایت څخه رامنځ ته سوی وو. سامانیانو د 819 څخه تر 999 پوري له پارس او افغانستان څخه نیولې تر مرکزي اسیا پوري واکمني درلوده.

سامانيان
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
رسمي ژبه
ځايي ژبې
هېواد
دین
اړين مالومات
د ړنګېدو وخت
۰۹۹۹ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
جوړښت
بنسټګر

په ساماني دولت کي څلور واکمنان - نوح ، احمد ، یحیی او الیاس د سامانی دولت اصلي بنسټ ایښودونکي ګڼل کیږي، چي هر یوه یې د عباسي خلافت تر واک لاندي سیمو کي دولتي چاري پرمخ بېولې. په 892 کي اسماعیل ساماني (892-907) د سامانیانو دولت د یوه واکمن تر مشرتوب لاندي متحد او ورپسې یې د عباسي خلافت څخه خپلواک کړ. په 945 کي یاد حکومت د ترکیې د نظامي غلامي ډلي تر کنټرول لاندي راغی، او د ساماني کورنۍ واک په بشپړ ډول سمبولیک سو.

د سامانيانو امپراتوري په اصل کي د افغانستان او خراسان یوه کلتوري واکمني وه چي اسلامي اساسات یې په افغان، پارسي او ترکي توکمونو کي ځای پر ځای او عملي کړه.

د تاریخونو پر بنسټ سامانیانو په افغانستان کي هنر ته زیاته وده ورکړه، او د ساینس او ادبیاتو د علومو په پرمختګ کي یې ستر رول ولوباوه چي له امله یې په مرکزي اسیا کي د رودکي سمرقندي او په افغانستان کي د فردوسي او ابن سینا بلخي په څیر پوهان وزېږېدل. تاریخ پوهان یادونه کوي چي سامانیانو د افغانستان پر ځمکه د پارسي او عربي ژبي د پرمختګ لپاره زیاتي هلي ځلي وکړې، او د علومو پراخ شتون یې پر شاوخوا سیمو باندي هم اغېز واچاوه.

تاریخ

سمول

د تاریخونو پر بنسټ سامانیان له آره د خدات په نوم یو شخص له اولادې څخه وه، چي د افغانستان د مشهوره واکمن ابو مسلم خراساني ملګری وو. د عباسي خلافت پر مهال د خدات یو زوی اسد د خپلو هغه خدمتونو له امله چي د عباسي خلافت د نفوذ لپاره یې ترسره کړې، د عباسیانو له لوري حکومتي چارو ته ورسېدی او څلور زامن یې په ترتیب سره د خلیفه هارون الرشید له لوري د سمرقند، فرغانې، شاش او هرات واکمنیو ته وګومارل سوه.

د خدات په زامنو کي د احمد او یحیی تر مړیني وروسته چي د فرغانې، شاش او اشرسونه چاري یې په غاړه درلودې، نصر بن احمد واک ته ورسېدی او د خپلي واکمنۍ پلازمینه یې سمرقند وټاکله. د نصر بن احمد د زیات واک له امله په منځنۍ اسیا کي دده نفوذ خورا پراخه سو، او عباسي خلیفه معتضد د نوموړي په مټ په افغانستان کي د طاهریانو د واکمنۍ په پرځولو باندي ټول واک ده ته وسپاره. په افغانستان کي تر واک لاسته راوړلو وروسته نصر بن احمد له خپل ورور اسماعیل سره هم جګړه ترسره کړه خو د وروګلوۍ له امله یې تر ماتي وروسته ونه واژه بلکي د بخارا واکمني یې ورته وسپارل. امیر اسماعیل ساماني چي ددې کورنۍ یو ستر پاچا ګڼل کیږي د منځنۍ اسیا د یو شمېر سیمو په فتحه کولو یې هغه ځای ته اسلام ورساوه او تر مرګ وروسته یې زوی احمد بن اسماعیل واک ته ورسېدی.

د سامانیان دولت د احمد بن اسماعیل او د هغه د زوی نصر بن احړد د واکمنیو پر مهال د قدرت لوړو پوړو ته ورسېدی او ددې کورنۍ څو واکمنان چي په ختیځ کي یې د عباسي خلافت د ټینګښت لپاره ستري هلي ځلي وکړې یو په بل پسې واک ته ورسېدل، څو چي په اخر کي د افغانستان غزنوي واکمن ورباندي زورور سول او د څو خونړيو نښتو په پایله کي یې ددوی اخري واکمن اسماعیل بن نوح وپرځاوه او د واکمنۍ ساحه یې د غزنوي امپراتورۍ او قراختانیانو ترمنځ ووېشل سوه.