سالمون پی چیس

سالمون پورټلینډ چیس (۱۸۰۸، ۱۳ جنوري – ۱۸۷۳، ۷ می) یو امریکایي سیاستوال او قانون پوه و، چا چې د متحده ایالاتو د شپږم لوی څارنوال په توګه خدمت کړی. هغه همدارنګه د «اوهایو» د درویشتم والي په توګه خدمت کړی، د متحده ایالاتو په سنا کې یې د اهایو استازیتوب کړی او د متحده ایالاتو د خزانې د پنځه ویشتم وزیر په توګه یې دنده تر سره کړې. چیس له همدې امله د امریکا د هغو لږو سیاستوالو له ډلې و، چا چې د فدرالي دولت په دریواړو څانګو کې خدمت کړی.

سالمون پی چیس
سالمون پی چیس
سالمون پی چیس

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۳ جنوري ۱۸۰۸[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 7 مې 1873 (65 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نيويارک   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) [۶]
ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
قاضي
ليکوال [۷]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
سالمون پی چیس
سالمون پی چیس

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د نیو «هامسپشایر» په «کارنیش» کې زېږدلی چيس مخکې له دې چې په «سنسنياټي» کې قانوني فعاليت منځ ته راوړي، د لوی څارنوال «ویلیم وریټ» څخه يې قانون زده کړ. هغه د مرییتوب مخالف شو او په مکرر ډول یې د تښتیدليو مريانو څخه په محکمه کې دفاع وکړه. چیس په ۱۸۴۱ز کال کې چیس د «وای» ګوند پریښود، څو له «ليبرټي» ګوند مشر شي. په ۱۸۴۸ز کال کې، هغه د «ازادې خاورې» (Free Soil Party) له ګوند سره مرسته وکړه او پخوانی ولسمشر «مارټین وان بورین» یې بیا ځلې وګماره چې د دې د دې ګوند د مشرۍ د نوماند په توګه کار وکړي. په همدې کال کې «چیس» د سنا مجلس ټاکنې وګټلې او هغه د ۱۸۵۰ز کال جوړ جاړي او د کانساس - نبراسکا قانون سره مخالفت وښود. د کانساس–نیبراسکا قانون وروسته، چیس د جمهوري ګوند په جوړولو کې مرسته وکړه، کوم چې په سیمو کې د مرییتوب پراختیا سره مخالف ګوند و. د سنا له پریښودو وروسته، چیس د ۱۸۵۶ز څخه تر ۱۸۶۰ز کال پورې د اوهایو د والي په توګه خدمت وکړ.

چیس په ۱۸۶۰ز کال کې ولسشمرۍ ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو له خوا د ولسشمرۍ نوماندۍ غوښتنه وکړه، خو دې ګوند په خپله ملي جرګه کې ابراهیم لینکن وټاکه. وروسته له هغې چې لینکن ټولټاکنې وګټلې، هغه د «چیس» څخه د خزانې د وزیر په توګه د خدمت غوښتنه وکړه. چیس په هغه مقام کې د ۱۸۶۱ز څخه تر ۱۸۶۴ز کال پورې خدمت وکړ، سخت کار یې وکړ، څو ډاډ ترلاسه کړي چې د کورنۍ جکړې په اوږدو کې اتحاديه ښه تمویل شوې وه. چیس د ۱۸۶۴ز کال د جون په میاشت کې د کابینې څخه استعفا وکړه، خو په سخت دريځو جمهوري غوښتونکو کې یې خپل ملاتړ وساته. تر يو بريده د سخت دريځو جمهوري غوښتونکو د خوشحالولو لپاره، لینکن چیس نوماند کړ چې د سترې محکمې تشه ډکه کړي، کومه چې د سترې محکمې د رئیس «راجر ټاني» د مړينې له امله منځ ته راغلې وه.

چیس د ۱۸۶۴ز څخه په ۱۸۷۳ز کال کې د هغه تر مړينې د سترې محکمې د رئیس په توګه خدمت وکړ. هغه په ۱۸۶۸ز کال کې د اتهام د پروسې په اوږدو کې د ولسشمر «انډریو جانسون» د سنا د محاکمې مشري وکړه. محکمې ته د هغه د نوماندۍ سره سره، چیس د مشرۍ لټه هم جاري وساتله. په ۱۸۶۸ز کال کې هغه د دیموکراتیکمشرۍ نوماندۍ او په ۱۸۷۲ز کال کې د ليبرال جمهوري غوښتونکو مشرۍ نوماندۍ هڅه وکړه، خو بريالی نه شو.

د ژوند لومړي کلونه سمول

چیس د ۱۸۰۸ز کال د جنورۍ په ديارلسمه نېټه د «نیو هامپشایر» په «کارنیش» کې زېږېدلی و، د مور بلار نومونه يې «رالسټون» او «ایتامار چیس» وو، څوک چې په ۱۸۱۷ز کال کې مړه شول، کله چې «سالمون» نهه کلن و. د هغه پلرني کډوال نېکه د انګلیستان د «کارنویل» «اکیولا چیس» و، څوک چې د بېړۍ مشر او د ۱۶۴۰ز کال په شا اوخوا د ماساچوسټس په نيوبري کې مېشت شو، په داسې حال کې چې د هغه مورني نيا او نېکه «الیکزانډررالسټون» او «جانیټ بالوچ» و چې په اصل کې د سکاټلینډ د فالکریک اوسېدونکي وو. د هغه مور د کموسرچينو او لسو بچيانو سره پرېښودل شوې وه، او «سالمون» د ۱۸۲۰ز څخه تر ۱۸۲۴ز کال پورې په اوهایو کې د هغه له اکا مذهبي مشر «فیلانډر چیس» سره اوسیده، څوک چې په لویدیځ کې د پروټیسټانټ اسقفي  کلیسا یو مخکښ شخصیت و. د د متحده ایالاتو سناتور «ورمونټ» «ډوډلي چیس» یې بل اکا و. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

مخکې له دې چې د «ډارټماوټ» کالج د کوچنيانو په ټولګي کې شامل شي، هغه د «ورمونټ» د «وینډسټر» او د «اوهایو» د  «ورتینګټن» په عام ښونځي او په «سنسنياټي» کالج کې زده کړې وکړې. هغه د «الفا ډیلټا فای» او «فای بیټا کاپا» ورورولۍ ټولنو غړی و او له «ډارټماوت» څخه په ۱۸۲۶ز کال کې په عالي درجه فارغ شو. کله چې په «ډارټماوت» کې و، هغه د «ورمونټ» د «رویالټن» په «رویالټن اکاډمۍ» کې درس ورکاوه. چیس وروسته د کولمبیا ولسوالۍ ته ولاړ، چیرته چې هغه یو معیاري ښونځی پرانيست، په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو د څارنوال جنرال «ویلیم وریټ» څخه یې زده کړې کولې. هغه په ۱۸۲۹ز کال کې د وکيلانو ټولنې ته  داخل شو. د «سالمون پی چیس» د زیږدو ځای او د کوچنیوالي کور تر اوسه د «نیو هامپشاير په «کارنیش» کې دی. [۱۰][۱۱]

حقوقي او سياسي مسلک سمول

چیس د اوهایو «لولینډ» ته نږدې کليوال کور ته ولاړ، او د ۱۸۳۰ز څخه یې په سنسنياټی کې حقوقي فعالیتونه پر مخ وړل. نوموړی د دولت د قوانينو په اړوند د خپل اعتبار وړ راټولولو له امله شهرت ته ورسېد، کوم چې د اوږدې مودې لپاره په دې موضوع يو معياري اثر وګرځېد.[۱۳][۱۰][۱۴]

له پيل څخه، د هغه ژوند ته له ګواښ سره سره، نوموړي له هغو خلکو دفاع وکړه چې له مرییتوبه تښتیدلي او يا د دوی سره د مرستې له امله د قانوني تعقیب لاندې وو، په کال ۱۸۳۷ز کال کې د «مالټیډا» قضيه يې د يادولو وړ ده. هغه د هغه مهال يې د مرییتوب د مخنیوي لور ته پاملرنه زياته شوه، کله چې په ۱۸۳۵ز کال کې د هغه لومړۍ میرمن «کاترین جین ګارمیس» مړه شوه، دوی  ۱۸۳۴ز کال د مارچ په مياشت کې واده کړې و او هغه له واده ډېره ژر وروسته مړه شوه، همدا پېښه د هغه د روحاني بيا وېښېدو لامل وګرځېده. نوموړي په بيل کې د امريکايی سنډی ښوونځي اتحاديې سره کار وکړ.په داسې وخت کې چې په سنسنياټي کې په عامو افکار د سویلي سوداګریزو اړیکو واکمني درلوده، په ۱۸۳۶ز کال کې د سنسنياټي بلوا پر مهال د «جیمز جي بیرني» په چاپ ځای د برید په ګډون له سيمه ييزو پېښو څخه اغېزمن شوي چیس خپل ځان د مرییتوب مخالف خوځښت سره وتاړه. چیس همداراز د ادبي «سيمي کالون کلب» ټولنې غړی هم و؛ د دې ټولنې په غړیو کې «هاریټ بیچر سټو» او «کالوین الیس سټو» هم شامل وو. چیس د سیاسي اصلاح کونکو مشر شو او د «ګاریزونیايي» مرییتوب ختمولو غورځنګ سره يې مخالفت وکړ. [۱۰][۱۵][۱۶]

په ۱۷۹۳ کې د تښتدلي غلام قانون تر مخې په «اوهایو» کې د نیول شويو خلکو د دفاع لپاره، چیس د «د تښتیدلو غلامانو څارنوال» و نومول شو. د متحده ایالاتو د سترې محکمې په وړاندې له اساسي قانون سره د تښتیدلي مریی قوانینو د سمون په اړوند د «جونز وی وان زینډټ» په قضیه کې د هغه استدلال ځانګړې پاملرنه راجلب کړه. چیس ادعا وکړه چې مرییتوب سيمه ييز حيثيت لري، نه ملي او دا چې دا یواځې د مثبت دولت قانون له مخې شته. هغه استدلال وکړ چې فدرالي حکومت ته د اساسي قانون له مخې واک نه دی ورکړل شوی چې په هر ځای کې مرییتوب رامنځته کړي او دا چې کله یو مریی سړی د داسې دولت قانوني دايرې څخه ووځي، چيرته چې مرییتوب قانوني وي، نو هغه مريی نه پاتې کېږي؛ هغه یو سړی پاتې کیږی او هغه قانون شاته پریږدي، کوم چې دا مریی کړی و. په داسې او ورته نورو قضيو کې، محکمې د هغه پر ضد حکم وکړ او د «جان وان زانډټ» پر ضد پرېکړه پر ځای پاتې شوه.[۱۷]

که څه هم په ۱۸۴۰ز کال کې د سنسنياټي ښار شورا کې د یو کال مودې لپاره د «وای» په توګه وټاکل شو، په بل کال کې چیس دا ګوند خوشې کړ. په ۱۸۴۰ز کل کې، هغه د ازادۍ ګوند جوړولو کې مرسته وکړه. د اوه کلونو لپاره، چیس په اوهایو کې د ازادۍ ګوند مشر و. هغه د خپل عملي اند او سیاسي فکر په مرسته د خپل ایډیالیزم له انډول ساتلو سره مرسته وکړه. چیس د تګلارو او ويناوو په چمتو کولو کې مهارت درلود او په ۱۸۴۳ز کال کې يې د ملي ازادۍ تګلاره او په ۱۸۴۵ز کال کې يې د ازادۍ وينا چمتو کړل. د ازادۍ ګوند جوړول کرار کرار پر مخ روان و. د ۱۸۴۸ز کال په رارسید، چیس د نیو یارک د «بارنبرنرز» یا »وان برن» ډیموکراټانو سره د ازادۍ د ګوند د یوځای کولو په هڅو کې لارښود و، څو د آزادې خاورې ګوند جوړ کړ.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13777942b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Salmon-P-Chase — subject named as: Salmon P. Chase — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6sb4468 — subject named as: Salmon P. Chase — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/192 — subject named as: Salmon Portland Chase — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=chases — subject named as: Salmon P. Chase
  6. دوتنه: Doris Kearns Goodwin — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — خپرونکی: Simon & Schuster
  7. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  8. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13777942b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  9. The Centennial Book of American Biography - By James Dabney McCabe
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ ۱۰٫۳ The Life and Public Services of Salmon Portland Chase Archived May 15, 2020, at the Wayback Machine. - By Jacob Schuckers
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ "Salmon P. Chase". مؤرشف من الأصل في May 11, 2020. د لاسرسي‌نېټه September 20, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Blue, Frederick J., Salmon P. Chase: A Life in Politics, 1987, page 8
  13. Morris, William W.; Krieger, E. B., المحررون (1921). The Bench and Bar of Cincinnati: Commemorating the Building of the New Court House. Cincinnati: New Court House Publishing Company. د کتاب پاڼې 16. مؤرشف من الأصل في April 1, 2019. د لاسرسي‌نېټه November 13, 2019. It is a coincidence that his county home near Loveland, later came into the possession, for a few years, of Judge Charles J. Hunt, during the years the latter occupied the local Common Pleas Court bench. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Chisholm 1911، ص. 955.
  15. Gates, Henry Louis, Jr; and Hollis Robbins. The Annotated Uncle Tom's Cabin. WW. Norton, p. xxxii
  16. Ross, Ph.D., Kelley L. "Six Kinds of United States Paper Currency". مؤرشف من الأصل في May 1, 2020. د لاسرسي‌نېټه May 26, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Salmon P. Chase, of Ohio, known as 'attorney-general for fugitive slaves,' on account of his frequent appearance as counsel in fugitive slave cases. - NYPL Digital Collections". جولای 26, 2016. Archived from the original on جولای 26, 2016. د لاسرسي‌نېټه فبروري 26, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link)
  18. Niven, John (1995). Salmon P. Chase: A Biography. New York, NY: Of=xford University Press. د کتاب پاڼې 58. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-1950-4653-3. مؤرشف من الأصل في August 19, 2020. د لاسرسي‌نېټه August 10, 2019 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Gruber, Robert Henry (1969). Salmon P. Chase and the Politics of Reform. College Park, MD: University of Maryland. د کتاب پاڼې 61 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. https://scholarlycommons.law.case.edu/cgi/viewcontent.cgi?referer=&httpsredir=1&article=1212&context=caselrev کينډۍ:Bare URL inline
  21. Foner, Eric (1995). Free Soil, Free Labor, Free Men: The Ideology of the Republican Party Before the Civil War (الطبعة Second). Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 83. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)