زین العابدین پردېس

زين العابدين پردېس (۱۳۰۷ ل کال، ننگرهار ولايت - ۱۳۵۹ ل کال) د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر او ليکوال وو.

مخينه سمول

زين العابدين پردېس د حاجي سعدالدين خوږياڼي زوى په ۱۳۰۷ لږېديز لمريز كال كې د ننگرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د ماڼو د كمانگرو د كلي په يوه روحاني كورنۍ كې وزېږېد او په ۱۳۱۵ ل كال كې له خپلې كورنۍ سره د كندوز ولايت چاردرې ته راغى. هغه خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده كړې د دغې ولسوالۍ د جميعت لېسه كې بشپړې كړې او ثانوي زده كړې يې د كرنې څانگه كې په بغلان ولايت كې، چې هغه مهال د قطغن مركز وو، سر ته ورسولې. پردېس ۳۰ كاله په نوموړې څانگه كې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې دندې ترسره كړې.

نوموړي له شعر او ادب سره بې كچې مينه درلوده او د خپل ژوند بهير كې يې پهسلگونو ملي رياليستيكي او ولسي شعرونه وويل. له بده مرغه د دغه شعرونو ډېره برخه د وخت د توپانونو په څپو كې لاهو شوه، خو له نېكه مرغه د ده كورنۍ په دې وتوانېده چې د ارواښاد ځينې خواره واره شعرونه راټول او د چاپ په گاڼه وپسولل.

د پردېس صيب ټوله شاعري پر ولسي واقيعتونو ولاړه ده او د هغه په کلام کې رياليزم يا واقيعت گرايي له ورايه برېـښي. هر کله چې يې کومې ولسي نادودې او د وخت د چارواکو ناروا کړنې د خپلو خلکو پر وړانـدې ليدلي او يا اوريدلې دي، نو پر وړاندې يې درېدلى او له دغـو حالاتو يې نور ولس د شعر په ژبه خبر کړى دى چې څو وارې د همداسې صفا وينا او انتقادي شعرونو له امله د مهال چارواکو او زورورو له خوا بندي او وگواښل شوی خو هغه له خپل ملي هوډ نه په څنگ شوی نه دی.

زين العابدين پردېس د هغه مهال يو له لومړنيو شاعرانو څخه وو چې د خپل ادبي بانډار له نورو ملگرو سره يې په ډېرو شمالي ولايتونو لکه کندز، بغلان، سمنگان، بدخـشان او ځيـنو نورو سـيمو کې د يو ادبې بهير بڼسټ کېښود. موږ همدا او د هغه نور ملگري لکه مرحوم سيد عبدالقيوم عسکر، ارواښاد کشمير خروټی، ارواښاد حاجي وزير احمد حسين خيل، ارواښاد زمرى حسن، ارواښاد محمد اسماعيل ملزم، ارواښاد ډاکټر طلا محمد خادم، ارواښاد نظر محمد کامياب، ارواښاد اسدالله جميلي ارواښاد عصمت الله شرقي، ارواښاد محمد صديق پسرلی او ځيـنې نـور په دغو سيمو کې د پښتو او دري ادب د معاصرې دورې سـرلارې بللى شو.

همدوى ول چې د وخت پر هرې تودې موضوع او تازه پېښو يې غونډې او مشاعرې جوړې کړې او د ولس غوښتنې يې پکې منعکس کړې. همدا کسان ول چې په شمال کې يې د هغه وخت ځينې چاپي خپرونې لکه سپين زر جريده، د سپين زر بولتن، اتحاد جريده او د بدخشان تر نامه لاندې خپرونې پخپلو علمي او ادبي ليکنو او شعرونو ښکلې او غښتلې کړې. هـمدا راز يې د هېواد د نورو سيمو شاعران او اديبان خپلو مشاعرو ته راوبلل او دوى هم د نارنج گل تر دوديزې مشاعرې ورورسېدل، چې پدې توگه يې د هېواد له نورو اديبانو سره هم ادبي او علمي اړيکي ټينگ شول.

مدني اکر او کورنۍ سمول

د شهيد زين العابدين پردېس د گډ ژوند ثمره ۸ زامن او ۵ لوڼې دي، چې څلور زامن يې د انقلاب په څپو کې د دين او هېواد په لاره کې بلهاري شوي دی.

مړينه سمول

زين العابدين پردېس د څو بدرنگه تورمخو، د فرهنگ او ادب د دښمنانو له خوا د ۱۳۵۹ لمريز کال د سلواغې په ۸ شپه له خپل کوره وايستل شو او بيا شهيد کړ شو. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

چاپ شوي نښيرونه يې سمول

۱- ولسي هېنداه (شعري ټولگه)، د ۱۳۸۹ ل کال چاپ.

۲- ولسي هېنداره (شعري ټولگه، دويم ټوک)، د ۱۳۹۰ ل کال چاپ.

اخځليک سمول

۱- https://yaraan.com/shaheed-pardees/ Archived 2021-02-26 at the Wayback Machine.

۲-