ريچارډ ډوکينز

ريچارډ ډوکينز FRS FRSL (زېږېدنه ۲۶ مارچ ۱۹۴۱) يو برتانوي تکاملي بيالوژي پوه او لیکوال دی. نوموړی د اکسفرډ د نيو کاليج یو افتخاري متقاعد همکار (په انګلستان کې د پوهنتون د ادارې غړی) دی او له ۱۹۹۵ څخه تر ۲۰۰۸ز کال پورې د اکسفرډ په پوهنتون کې د ساينس د عامه پوهاوي پروفيسر و. هغه چې يو ملحد دی، په تخلقيت (د کايناتو پنځونه) او ذهني جوړښت پر باور (هغه باور چې ګوندې په ځمکه ژوند په ساينسي تيورۍ نه شي تشريح کېدای) د نيوکو له امله شهرت لري.[۱۲][۱۳]

ريچارډ ډوکينز
ريچارډ ډوکينز
ريچارډ ډوکينز

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
استوګنځای نایروبی   ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت برېتانيا [۳][۴]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
تعلیم اکسفورډ پوهنتون (–۱۹۶۶)[۵]  ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر   زمرہ:صفحات مع تعلیمی سندزمرہ:صفحات مع تعلیمی سند ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک
کاروونکي ژبه انګرېزي ژبه [۶][۷]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه تکاملي بيولوژي ،  ژوپوهنه [۸]،  ژونپوهنه [۸]،  کلیسا (عیسوي کلیسا) [۸]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
کار ورکوونکی اکسفورډ پوهنتون [۲]،  اکسفورډ پوهنتون   ويکيډاټا کې (P108) ځانګړنې بدلې کړئ
مؤثر چارلس ډاروین ،  رونالډ فیشر ،  برټرانډ راسل ،  کرېسټوفر هېچنز   ويکيډاټا کې (P737) ځانګړنې بدلې کړئ
خوځښت
لاسليک
ريچارډ ډوکينز
ريچارډ ډوکينز

وېبپاڼه
وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

ډوکينز په لومړي ځل په ۱۹۷۶ز کال کې د « The Selfish Gen» په نوم د خپل کتاب له امله شهرت پيدا کړ، کوم کتاب چې د تکامل د جين پر بنسټ ولاړ اند ته شهرت ورکړ او د meme اصطلاح يې دود کړه. د « The Extended Phenotype» (۱۹۸۲) په نوم خپل کتاب سره، نوموړي په تکاملي بيالوژۍ کې دا اغېزناک تصور دود کړ چې اړينه نه ده د جين «فينوټايپي» اغېزې د کوم ژوندي تر جسم پورې محدودې وي، بلکې تر چاپېريال پورې خپرېدای شي. په ۲۰۰۶ز کال کې، نوموړي د « Richard Dawkins Foundation for Reason and Science» بنسټ کېښود او په ۲۰۱۱ز کال کې نوموړي له نورو سره په شریکه د « Clergy Project» بنسټ کېښود.[۱۴]

په « The Blind Watchmaker» (۱۹۸۶) کې ډوکينز د «واچ ميکر» د تشبيه  (واچ ميکر تشبيه يا ورته والي دليل د خالق دوجود یو استدلال دی) خلاف استدلال وړاندې کړی، کوم چې د ژونديو موجوداتو د پېچلتياوو پر بنسټ يو فوق العاده (مافوق الفطرت) پنځونکي د شتون استدلال دی. د دې پر ځای هغه تکاملي پروسه د یو ړانده ساعت جوړونکي ته ورته په توګه بيانوي، ځکه چې د بالمثل توليد، بدلون او ټاکنه د هېڅ طرحه کوونکي له خوا نه رهبري کېږي. په « The God Delusion» (۲۰۰۶) کې ډوکينز ادعا کړې چې يو فوق العاده پنځونکی تقريباً په يقيني ډول موجود نه دی او دا چې مذهبي عقيده يو فريب (وهم) دی. د ډوکينز الحادي دريځ کله کله شخړې خپل ځان ته جلب کړي دي. [۱۵][۱۶][۱۷]

ډوکينز علمي او د لیکوالۍ جايزې ترلاسه کړي دي او هغه په تلويزيون، راديو او انټرنيټ کې راڅرګندېږي، په بنسټيز ډول د يو ولسي روڼ اندي په توګه د خپلو کتابونو، الحاد او خپلو اندونو او نظریاتو په اړه بحث کوي.[۱۸]

مخينه

سمول

د ژوند لومړي کلونه

سمول

کلنټن ريچارډ ډوکينز د ۱۹۴۱ز کال د مارچ د مياشتې په ۲۶مه نېټه د برتانيې د استعماري واکمنۍ پر مهال د کينيا په پلازمېنه نايروبي کې زېږېدلی و. وروسته ډوکينز له قانوني لارې له خپل نوم څخه د کلينټن برخه لرې کړه. نوموړی د «ژان مري ويويان» (د کورنۍ نوم يې لاډنر؛ ۱۹۱۶-۲۰۱۹) او کلينټن جان ډوکينز (۱۹۱۵-۲۰۱۰) زوی دی، څوک چې په نياسالينډ (اوسنۍ ملاوي) کې د برتانوي استعماري خدمت کې د کرنې ملکي مامور و او د اکسفورډ شاير د يوې شريفې کورنۍ سره اړه لري. د هغه پلار د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال «کينکز افريقن رايفلز» ته غوښتل شوی و او په ۱۹۴۹ز کال کې بېرته انګلستان ته ستون شو، دا مهال د ډوکينز عمر اته کاله و. پلار يې په اکسفورډ شاير کې د نارټن پارک دپاسه شتمني په مېراث وړې وه، کومه ځمکه کې چې هغه د سوداګرۍ په ډول کروندګري کوله. ډوکينز د انګلستان په اکسفرډ کې ژوند کوي. هغه د سارا په نوم يوه کشره خور لري.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

مور او پلار يې په طبيعي علومو کې لېوالتيا درلوده او دواړو د ډوکينز پوښتنو ته په علمي اصطلاحاتو ځواب وايه. ډوکينز خپل ماشومتوب د يو عادي «انګليکي» روزنې په توګه بيان کړی دی. نوموړي د خپلې ځوانۍ تر نيمايي پورې مسيحيت منلی و، په کوم پړاو کې چې هغه دې پايلې ته ورسېدو چې يواځې تکاملي تيوري د ژوند د پېچلتياوو لپاره يوه غوره تشریح ورکولای شي او پر خدای باور يې پرېښود. ډوکينز وايي: «زما د مذهبي کېدو پاتې بنسټيز لامل د ژوند له پېچلتياوو څخه دومره اغېزمن کېدل او دا احساس و چې د دې لپاره بايد يو طرحه کوونکی موجود وي او زه فکر کوم چې دا هغه مهال و، کله چې ما محسوسه کړه چې داروينيزم يوه ډېره غوره تشریح وه چې د طرحې په اړوند استدلال ورکول يې له منځه يوړل. او ماته يې هېڅ راپرې نه ښودل». د هغه د لوېديځ کلتوري شاليد سره يو ځای د الحاد دې پوهې ډوکينز پوه کړ، لکه چې ډوکينز په ډېرو مرکو کې خپل ځان د يو «کلتوري مسيحي» او «کلتوري انګليکي» په توګه تشرېح کړی دی.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

زده کړه

سمول

په ۱۹۴۹ز کال کې له نياسالينډ څخه انګلستان ته په اته کلنۍ کې په راستنېدو، ډوکينز د ولټ شاير د «شافین ګروو» ښوونځي کې داخل شو او له دې وروسته له ۱۹۵۴ څخه تر ۱۹۵۹ز کال پورې يې د نارتمپڼ شاير په «اونډل» ښوونځي کې زده کړه وکړه، کوم چې د انګلستان د کليسا چاپېريال لرونکي يو انګريزي دولتي ښوونځی و، چېرته چې نوموړی په لانډيمر هاوس کې اوسېدو. په اونډل کې، نوموړي په لومړي ځل د «برټرينډ رسل» « Why I Am Not a Christian» (زه ولې مسیحي نه يم) په نوم کتاب ولوست. نوموړي د اکسفرډ په باليول کالج کې ژوپوهنه ولوسته او په ۱۹۶۲ز کال کې فارغ شو؛ په دې ځای کې، نوموړي ته د نوبل جايزې ګټونکي د اخلاقیات پوه «نيکولاس ټنبرګن» تدريس (ښوونه) وکړ. نوموړی د دويمې درجې وياړ سره فارغ شو.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

ډوکينز د «ټنبرجن» تر څارنې لاندې د څېړونکي محصل په توګه خپل کار ته دوام ورکړ او تر ۱۹۶۶ز کال پورې يې په فلسفه کې د دوکتورا سند تر لاسه کړ او د يو بل کال لپاره د څېړنې د همکار په توګه پاتې شو. ټنبرجن د ژويو د چلند د مطالعې په برخه کې يو مخکښ و، په ځانګړي ډول د غريزې، زده کړې او انتخاب په برخو کې، په دې پړاو کې د ډوکينز څېړنې د ژويو د پرېکړه کولو د نمونو په اړوند وې. په ۱۹۸۹ز کال کې اکسفرډ هغه ته DSc ورکړ.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

استادي (تدريس/د ښوونکي دنده)

سمول

له ۱۹۶۷ څخه تر ۱۹۶۹ز کال پورې، ډوکينز د برکلي د کليفورنيا پوهنتون کې د ژوپوهنې مرستيال پروفيسر و. په دې موده کې، د برکلي د کلفورنيا پوهنتون محصلين او پوهنځي تر ډېره بريده د ويتنام د روانې جګړې مخالف وو او ډاوکينز هم د جګړې ضد لاریونونو او فعالیتونو کې ښکېل و. نوموړی په ۱۹۷۰ز کال کې د استاد په توګه اکسفرډ پوهنتون ته راستون شو. په ۱۹۹۰ز کال کې، نوموړی په ژوپوهنه کې لوړ پوړی استاد شو. په ۱۹۹۵ز کال کې، هغه په اکسفرډ کې د ساينس د عامې پوهې لپاره د «سيموني» پروفيسر په توګه وټاکل شو، دا دنده د «چارلس سیموني» له خوا په دې څرګند نيت ورکړل شوې وه چې «د دې دندې لرونکي څخه د کومې علمي څانګې په عام فهم کې د مهمې ونډې تمه کېدای شي» او دا چې د دې دندې لومړی تر لاسه کونکی به ريچارډ ډوکينز وي. نوموړي له ۱۹۹۵ څخه تر ۲۰۰۸ز کال پورې د پروفيسرۍ دا منصب په واک کې درلود.[۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

له ۱۹۷۰ز کال راهيسې نوموړی د اکسفرډ د نيوکاليج همکار و او اوس هغه یو افتخاري همکار دی. نوموړي د « Henry Sidgwick Memorial Lecture» (۱۹۸۹)، لومړي « Erasmus Darwin Memorial Lecture» (۱۹۹۰)، « Michael Faraday Lecture» (۱۹۹۱)، « T. H. Huxley Memorial Lecture » (۱۹۹۲)، « Irvine Memorial Lecture» (۱۹۹۷)، « Tinbergen Lecture» (۲۰۰۴) او « Tanner Lectures» (۲۰۰۳)  په ګډون ګڼې ويناوې (لیکچرونه) کړي دي. په ۱۹۹۱ز کال کې، نوموړي د کوچنيانو لپاره د کريسمس ويناوو په شاهي انستيتيتوب کې په نړۍ کې د سترېدو په اړوند يوه وينا وکړه. هغه همدا راز د ګڼو جريدو مديریت هم کړی دی او انکارټا دايرة المعارف او د تکاملي دايرة المعارف د کتونکي سلاکار په توګه يې هم کار کړی دی. نوموړی د سيکولر بشرپالنې د ازادې پلټنې مجلې د شورا د مشر مدير او ليکوال په نوملړ کې شامل دی او د Skeptic مجلې له پيل راهيسې يې د کتنپلاوي غړی دی.[۴۶][۴۷][۴۸][۴۹]

ډوکينز د شاهي ټولنې د فيراډي جايزې او برټش اکاډمي تلويزیون جايزې په څېر ډول ډول جايزو لپاره په منصفه پلاوو کې کار کړی دی او د ساينس د پرمختګ لپاره د برتانيې د ټولنې د بيالوژيکي علومو د برخې رئيس و. په ۲۰۰۴ز کال کې، د اکسفرډ باليول کالج د ډوکينز جايزه جوړه کړه، کومه جايزه چې د «ژويو د چاپېریال پوهنې او چلند په اړوند د عالي څېړنې لپاره ورکول کېږي، د کومو ژويو پايښت او ښه والی چې د انسانانو د فعالیتونو له امله له ګواښ سره مخ کېدای شي». د ۲۰۰۸ز کال د سپتمبر په مياشت کې، نوموړی له خپلې پروفيسرۍ څخه تقاعد شو او د ځوانانو لپاره يې د يو کتاب د ليکلو د طرحو اعلان وکړ چې موخه به يې «ځوانان د ساينس مخالف د ښاپېريو پر کيسو د باور کولو په وړاندې خبرول وي». په ۲۰۱۱ز کال کې، ډوکينز د نیو کالج د بشرپالنې له پروفيسرۍ سره يوځای شو، دا په لندن کې يو خصوصي پوهنتون دی چې « A. C. Grayling» يې بنسټ ايښی، کوم چې د ۲۰۱۲ز کال د سپتمبر په مياشت کې پرانيستل شوی دی.[۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]

سرچينې

سمول
  1. پیوستون : 120434059  — د نشر نېټه: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://observer.guardian.co.uk/comment/story/0,6903,1268687,00.html — د نشر نېټه: ۲۶ مارچ ۲۰۱۵
  3. http://www.nytimes.com/2006/12/17/weekinreview/17kennedy.html?em&ex=1166418000&en=49d19a68cb09e250&ei=5087
  4. Libris-URI: https://libris.kb.se/katalogisering/pm13304759pmpzn — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — خپرونکی: National Library of Sweden — د خپرولو نیټه: ۲ جنوري ۲۰۱۷
  5. http://solo.bodleian.ox.ac.uk/OXVU1:LSCOP_OX:oxfaleph020515491
  6. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000601285 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  7. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/11342691
  8. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000601285 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  9. https://www.psychologytoday.com/blog/side-effects/201202/why-does-richard-dawkins-take-issue-agnosticism
  10. https://www.huffingtonpost.co.uk/2014/11/27/famous-atheists-believe-values-richard-dawkins_n_6231968.html
  11. https://richarddawkins.net/aboutus/
  12. Tortoise (2 December 2019). OMG – A ThinkIn with Richard Dawkins. YouTube. Event occurs at 2:08. خوندي شوی له اصلي څخه په 2021-12-11. بياځلي په 31 January 2020.
  13. "British scientists don't like Richard Dawkins, finds study that didn't even ask questions about Richard Dawkins". Independent.co.uk. 18 January 2017. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 June 2020. بياځلي په 26 June 2020.
  14. "The Story of The Clergy Project". The Clergy Project (in American English). 2014-11-11. بياځلي په 2022-09-11.
  15. Elmhirst, Sophie (9 June 2015). "Is Richard Dawkins destroying his reputation?". The Guardian.(Op-ed)
  16. "Richard Dawkins on Charles Darwin". BBC News. 14 February 2009.
  17. Blair, Olivia (29 January 2016). "Richard Dawkins dropped from science event for tweeting video mocking feminists and Islamists". The Independent.
  18. Fahy, Declan (2015). The New Celebrity Scientists: Out of the Lab and into the Limelight. Rowman & Littlefield Publishers.
  19. "Dawkins, Richard 1941– Contemporary Authors, New Revision Series". Encyclopedia.com. Cengage Learning. 
  20. Dawkins, Richard. "My mother is 100 today. She & my late father gave me an idyllic childhood. Her writings on that time are quoted in An Appetite for Wonder". Twitter. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 June 2019. بياځلي په 26 November 2016.
  21. Dawkins, Richard. "My beloved mother died today, a month short of her 103rd birthday. As a young wartime bride she was brave and adventurous. Her epic journey up Africa, illegally accompanying my father, is recounted in passages from her diary, reproduced in An Appetite for Wonder. Rest in Peace". Twitter. خوندي شوی له اصلي څخه په 15 October 2019. بياځلي په 15 October 2019.
  22. Burke's Landed Gentry 17th edition, ed. L. G. Pine, 1952, 'Dawkins of Over Norton' pedigree
  23. Dawkins, Richard (11 December 2010). "Lives Remembered: John Dawkins". The Independent. London. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 December 2010. بياځلي په 12 December 2010.
  24. Dawkins, Richard (2004). The Ancestor's Tale. Houghton Mifflin Harcourt. p. 317. ISBN 978-0-618-00583-3. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 May 2020. بياځلي په 20 May 2020.
  25. Dawkins, Richard. "Brief Scientific Autobiography". Richard Dawkins Foundation. خوندي شوی له the original on 21 June 2010. بياځلي په 17 July 2010.
  26. Anthony, Andrew (15 September 2013). "Richard Dawkins: 'I don't think I am strident or aggressive'". The Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 May 2019. بياځلي په 21 September 2014.
  27. Hattenstone, Simon (10 February 2003). "Darwin's child". The Guardian. London. خوندي شوی له اصلي څخه په 24 July 2008. بياځلي په 22 April 2008.
  28. "Richard Dawkins: The foibles of faith". BBC News. 12 October 2001. خوندي شوی له اصلي څخه په 19 June 2018. بياځلي په 13 March 2008.
  29. Pollard, Nick (April 1995). "High Profile". Third Way. 18 (3): 15. ISSN 0309-3492. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 May 2020. بياځلي په 20 May 2020.
  30. "Dawkins: I'm a cultural Christian". BBC News. 10 December 2007. بياځلي په 2008-03-01.
  31. "Q&A with Richard Dawkins: 'I guess I'm a cultural Christian'". Charleston City Paper. 4 March 2013. خوندي شوی له the original on 7 March 2013. بياځلي په 2013-03-04.
  32. "Richard Dawkins: I Guess I'm a Cultural Christian". The Christian Post. 4 March 2013. بياځلي په 2013-03-05.
  33. Alister E. McGrath, Dawkins' God: From The Selfish Gene to The God Delusion (2015), p. 33
  34. "The Oundle Lecture Series". Oundle School. 2012b. خوندي شوی له the original on 30 April 2012. بياځلي په 12 June 2012.
  35. Preston, John (17 December 2006). "Preaching to the converted". Daily Telegraph (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0307-1235. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 May 2019. بياځلي په 9 May 2019.
  36. Dawkins 2015، م. 175.
  37. Dawkins, Richard (1966). Selective pecking in the domestic chick. bodleian.ox.ac.uk (DPhil thesis). University of Oxford. خوندي شوی له اصلي څخه په 21 November 2020. بياځلي په 8 November 2017. کينډۍ:EThOS
  38. Dawkins, Richard (1 January 2006). "Curriculum vitae" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 3 November 2012. بياځلي په 13 March 2008.
  39. Dawkins, Richard (1 January 2006). "Richard Dawkins: CV". خوندي شوی له the original on 23 April 2008. بياځلي په 1 March 2007. For direct link to media, see this link
  40. Schrage, Michael (July 1995). "Revolutionary Evolutionist". Wired. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 April 2017. بياځلي په 21 April 2008.
  41. Dawkins, Richard (1969). "A threshold model of choice behaviour". Animal Behaviour. 17 (1): 120–133. doi:10.1016/0003-3472(69)90120-1.
  42. ""Belief" interview". BBC. 5 April 2004. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 March 2018. بياځلي په 8 April 2008.
  43. Simonyi, Charles (15 May 1995). "Manifesto for the Simonyi Professorship". The University of Oxford. خوندي شوی له the original on 5 February 2016. بياځلي په 13 March 2008.
  44. "Aims of the Simonyi Professorship". 23 April 2008. خوندي شوی له the original on 6 February 2016. بياځلي په 28 June 2011.
  45. "Previous holders of The Simonyi Professorship". The University of Oxford. خوندي شوی له the original on 31 January 2016. بياځلي په 23 September 2010.
  46. "Emeritus, Honorary and Wykeham Fellows". New College, Oxford. 2 May 2008. خوندي شوی له اصلي څخه په 10 May 2007. بياځلي په 20 January 2016.
  47. "The Current Simonyi Professor: Richard Dawkins". The University of Oxford. خوندي شوی له the original on 11 March 2016. بياځلي په 13 March 2008.
  48. Dawkins, Richard (1 January 2006). "Curriculum vitae" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 3 November 2012. بياځلي په 13 March 2008.
  49. "Editorial Board". The Skeptics' Society. خوندي شوی له اصلي څخه په 10 April 2008. بياځلي په 22 April 2008.
  50. Dawkins, Richard (1 January 2006). "Curriculum vitae" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 3 November 2012. بياځلي په 13 March 2008.
  51. "The Dawkins Prize for Animal Conservation and Welfare". Balliol College, Oxford. 9 November 2007. خوندي شوی له the original on 12 September 2007. بياځلي په 30 March 2008.
  52. Beckford, Martin & Khan, Urmee (24 October 2008). "Harry Potter fails to cast spell over Professor Richard Dawkins". The Daily Telegraph. London. خوندي شوی له اصلي څخه په 4 November 2008. بياځلي په 1 November 2008.
  53. "New university to rival Oxbridge will charge £18,000 a year". Sunday Telegraph. 5 June 2011. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 April 2019. بياځلي په 20 January 2016.