رونالډ فیشر

رونالډ فیشر (زوکړه: د ۱۸۹۰ زکال د فبروري ۱۷مه – مړینه: د ۱۹۶۲ زکال د جولای ۲۹ مه) بریتانوي علامه و چې د ریاضي پوه، محاسبوي عالم، ژوند پوه، جنټیکي عالم او علمي لارښود په توګه فعال و. د محاسبې په برخه کې نوموړی «هغه نابغه چې نږدې په یوازې توګه یې د معاصر محاسبوي علم بنسټ کېښود» او همدارنګه «په ۲۰مه پېړۍ کې د محاسبې په برخه کې د  یوازنۍ مخکښې څېرې» په توګه بلل کېږي. د ژنټیک په برخه کې هغه له ریاضیاتو څخه د مندلي ژنټیک او طبیعي انتخاب د ترکیب په موخه کار واخیست چې د شلمې په لومړیو کې یې د داروینېزم په راژوندي کولو کې ونډه لرله او د هغه د تکامل نظریې ته یې پراختیا ورکړه چې اوس مهال د معاصر سنتز په توګه پېژندل کېږي. نوموړی د بیولوژي په برخه کې د خپلو هڅو له امله د «داروین تر ټولو لوی ځای ناستی» بلل کېږي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

رونالډ فیشر
(انګلیسي: Sir Ronald Aylmer Fisher د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رونالډ فیشر

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۷ فبروري ۱۸۹۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
لندن[۷]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 29 جولای 1962 (72 کاله)[۲][۳][۴][۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ایډلایډ[۸]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای بريتانيا  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت بريتانيا  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم د کېمبرېج پوهنتون (۱۹۰۹–۱۹۱۲)[۹]  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده بيالوژي پوه (د ژونديو موجوداتو د علومو پوهان)  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سرشمیرنه
جنتیک  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی د کېمبرېج پوهنتون (۱۹۴۳–۱۹۵۹)[۹]  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فیشر د نژاد او نژادي اصلاح اړوند د پیاوړ لیدلورو په لرلو په نژادي توپیرونو ټینګار درلود. په داسې حال کې چې نوموړی په ښکاره ډول اصلاح غوښتونکی و او د ارثي ذهني ستونزو لرونکو د دواطلبانه شنډ کولو له قانوني کولو یې ملاتړ کاوه؛ د دې اړوند بحثونه شتون لري چې ایا فیشر له علمي نژاد پالنې ملاتړ کاوه او که نه؛ ځکه چې هغه په مستقیم ډول د نژادي تبعیض له سیاستونو ملاتړ نه کاوه. د یادونې وړ ده چې نوموړي په ۱۹۵۰ زکال کې د نژادي مسئلې (The Race Question) تر عنوان لاندې د یونسکو د بیانیې پر وړاندې خپل د مخالفت غږ اوچت کړ. د هغه په خپله خبره: «شته علمي پوهه د دغه باور لپاره پیاوړی بنسټ جوړوي چې بشري ډلې په خپل ذاتي ظرفیت کې د فکري او عاطفي ودې په برخو کې له یو بل توپیر لري». نوموړی د نژادي اصلاح په برخه کې د لندن په یونیورسیټي کالج کې د ګالټون ښوونکی و او همدارنګه د نژادي اصلاح د علمي کلیزې (سالنامې) مدیر مسئول و. [۱۶][۱۷][۱۸]

په ۱۹۱۹ زکال کې نوموړي د ۱۴ کلونو لپاره په روتماسټېد تجربي څېړنیز مرکز کې کار وکړ؛ هلته نوموړي له ۱۸۴۰مې لسیزې راهیسې راغونډ شوي معلومات تجزیه او تحلیل کړل او واریانس تحلیل (ANOVA) ته یې پراختیا ورکړه. په راتلونکو کلونو کې نوموړي د ژوندانه د محاسبې (biostatistician) د ترسره کوونکي په توګه خپل شهرت تثبیت کړ. [۱۹]

فیشر له جان هالډین او سووال رایټ سره یوځای د جمیعتي ژنټیک له دریو اصلي بنسټ اېښودونکو څخه ګڼل کېږي. هغه د جنسي انتخاب د تیوري اړوند د فیشر اصل، فیشري تېښته او د سکسي زوی فرضیه وړاندې کړه.

لومړنی ژوند او زده کړېسمول

فیشر د انګلستان په لندن ښار کې د ختیځ فینچلي په یوه متوسطه کورنۍ کې وزېږېد. پلار یې جورج په رابنسون او فیشر شرکت کې چې د ښکلو هنرونو د پلورنې شرکت و بریالی شریک و. نوموړی د خپلې کورنۍ د دوه غبرګلونو جوړو څخه یو و چې بل غبرګلونی یې له ده وروسته وزېږېد او نوموړي له خپلو دریو وروڼو او خویندو سره یوځای را لوی شو. دوی ستریتهام ته له کډه کولو وړاندې له ۱۸۹۶ زکال څخه تر ۱۹۰۴ زکال پورې د لندن په اینورفورث کور کې و اوسېدل چېرې چې د انګلیسي میراثونو ادارې په ۲۰۰۲ زکال د هغه په یاد یوه شنه لوحه نصب کړه. د هغه مور کېټ د ګېډې د پردې د التهاب له امله هغه مهال مړه شوه چې فیشر ۱۴ کلن و او پلار یې هم خپله سوداګري ۱۸ میاشتې وروسته له لاسه ورکړه. [۲۰][۲۱][۲۲]

د هغه د سترګو په لید کې دایمي کمزورتیا لامل وګرځېده څو د بریتانیا پوځ هغه په لومړۍ نړیواله جګړه کې جګړې ته له لېږلو راوګرځوي، خو له دې سره نوموړي دا وړتیا لرله چې د هندسي مسایلو په ریاضیکي حل لارو او یا هم ثبتونو کې نه بلکې د هغو په تجسم کې ستونزې ومومي. نوموړی د ۱۴ کلنۍ په عمر په هارو ښوونځي کې شامل شو او له دغه ښوونځي څخه یې د ریاضي په برخه کې د نیلډ مډال ترلاسه کړ. په ۱۹۰۹ زکال کې هغه د کمبریج د ګونویل او کایوس کالج لپاره سکالرشېپ ترلاسه کړ هغه کالج چې ریاضیکي زده کړو ته اړوند و. په ۱۹۱۲ زکال کې هغه د ریاضیاتو په برخه کې لومړۍ درجه خپله کړه. په ۱۹۱۵ زکال کې نوموړي د جنسي انتخاب او د جوړې په انتخاب کې د جنسي ترجیحاتو د تکامل (The evolution of sexual preference) تر عنوان لاندې مقاله ولیکله. [۲۳][۲۴][۲۵]

مسلکسمول

له ۱۹۱۳ زکال څخه تر ۱۹۱۹ زکال پورې فیشر په لندن ښار کې د محاسبه کوونکي په توګه کار وکړ او په ګڼ شمېر دولتي ښوونځیو، د تیمز د سمندري زده کړو په کالج او په براډفیلډ کالج کې یې د ریاضیاتو او فزیک په برخه کې تدریس وکړ. دلته نوموړي له خپلې نوې ناوې ایلین ګینس سره ژوند وکړ او له هغې یې دوه زامن او شپږ لوڼې پیدا شوې. [۲۶]

په ۱۹۱۸ زکال نوموړي د «مندلي وارثت د فرضیې پر مټ د خپلوانو ترمنځ د ورته والي» علمي مقاله خپره کړه چې په دغه مقاله کې یې د واریانس اصطلاح معرفي او د هغو د رسمي تحلیل وړاندیز یې وکړ. هغه د ژنټیک یو مفهومي موډل وړاندې کړ چې ښووله یې د فنوټایپي صفاتو ترمنځ د ژوندانه د محاسبه کوونکو له خوا د دوام لرونکې تنوع اندازه کول کېدای شي د یو بل څخه جلا ژنونو د ترکیبي عملکرد پر مټ ترسره شي او دا د مندلي وراثت پایله ده. دغه چاره د جمیعتي ژنټیک او کمیتي جنټیک په لار کې لومړنی ګام و چې وه یې ښووله طبیعي انتخاب کولای شي په وګړو کې اللي فریکونسي ته تغیر ورکړي او د هغو ناتړلی طبیعت له تدریجي تکامل سره تطبیق کړي. د فیشر لور او بیوګرافي لیکونکې جوآن باکس وايي چې فیشر دغه مسئله لا له وړاندې په ۱۹۱۱ زکال کې حل کړې وه. [۲۷][۲۸][۲۹]

شخصي ژوند او باورونهسمول

فیشر له ایلین ګینس سره واده وکړ او له هغې د دوه زامنو او شپږ لوڼو پلار شو. د نوموړي د واده اړیکه د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال له منځه ولاړه او د هغه مشر زوی جورج چې پوځي پیلوټ و په دغه جګړه کې ومړ. د هغه لور جوآن چې د ده بیوګرافي یې هم لیکلې له محاسب جورج اي. پي. باکس سره یې واده وکړ. [۳۰][۳۱][۳۲]

د یتس او ماتر په خبره، «د هغه لویه کورنۍ، چې د سختو مالي شرایطو پر مهال را لویه شوې وه، د هغه د ژنټیکي او تکاملي شخصي باورونو بیانونکې وه». فیشر د وفادارۍ له امله شهرت درلود او یو وطن دوست، د انګلستان د کلیسا غړی، له سیاسي پلوه محافظه کار او همدارنګه علمي عقل پالونکی ګڼل کېده. [۳۳][۳۴]

سرچينېسمول

  1. پیوستون : 11853355X  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12278567t — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12278567t — د نشر نېټه: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۷ — پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6bs0hj7 — subject named as: Ronald Fisher — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/fisher-ronald-aylmer — subject named as: Ronald Aylmer Fisher — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/21474 — subject named as: Ronald Fisher — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  7. http://www-history.mcs.st-andrews.ac.uk/Biographies/Fisher.html — د نشر نېټه: ۱۷ جنوري ۲۰۱۶
  8. http://www-history.mcs.st-andrews.ac.uk/Biographies/Fisher.html — د نشر نېټه: ۱۷ جنوري ۲۰۱۶ — پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  10. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12278567t — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  11. Yates, F.; Mather, K. (1963). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Ronald Aylmer Fisher 1890–1962"]. Biographical Memoirs of Fellows of the Royal Society 9: 91–129. doi:10.1098/rsbm.1963.0006. 
  12. "Sir Ronald Aylmer Fisher". Encyclopaedia Britannica. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Hald, Anders (1998). A History of Mathematical Statistics. New York: Wiley. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-471-17912-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Efron, Bradley (1998), "R. A. Fisher in the 21st century", Statistical Science, 13 (2): 95–122, doi:10.1214/ss/1028905930 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  15. Edwards, A. W. F. (2011). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Mathematizing Darwin"]. Behavioral Ecology and Sociobiology 65 (3): 421–430. doi:10.1007/s00265-010-1122-x. PMID 21423339. 
  16. Bodmer, Walter; et., al. (2021). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The outstanding scientist, R.A. Fisher: his views on eugenics and race"]. Heredity 126 (4): 565–576. doi:10.1038/s41437-020-00394-6. PMID 33452466. 
  17. "The Race Concept: Results of an Inquiry" (PDF). UNESCO. 1952. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. UCL (13 February 2019). "Ronald A Fisher". UCL Division of Biosciences. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Russell, E. John Russell. "Sir Ronald Fisher". MacTutor History of Mathematics archive. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Heritage: The Hampstead years of Sir Ronald Aylmer Fisher – most significant British statistician of the 20th century hamhigh.co.uk
  21. Fisher biography history.mcs.st-andrews.ac.uk
  22. Box, R. A. Fisher, pp. 8–16
  23. Encyclopedia of Biostatistics. (2005). John Wiley & Sons. DOI:10.1002/0470011815.b2a17045. ISBN 978-0470849071. .
  24. The Historical Register of the University of Cambridge, Supplement, 1911–1920
  25. Fisher, R. A. (1915). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The evolution of sexual preference"]. Eugenics Review 7 (3): 184–192. PMID 21259607. 
  26. Box, R. A. Fisher, pp. 35–50
  27. Fisher, Ronald A. (1918). "The Correlation Between Relatives on the Supposition of Mendelian Inheritance". Transactions of the Royal Society of Edinburgh 52 (2): 399–433. doi:10.1017/s0080456800012163. https://zenodo.org/record/1428666. 
  28. R A Fisher: the life of a scientist Preface www-history.mcs.st-and.ac
  29. Box, R. A. Fisher, pp. 50–61
  30. Box, R. A. Fisher, pp. 35–50
  31. Box, R. A. Fisher, p. 396
  32. Box, Joan Fisher (1978) R. A. Fisher: The Life of a Scientist Preface, کينډۍ:ISBN
  33. Yates, F.; Mather, K. (1963). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Ronald Aylmer Fisher 1890–1962"]. Biographical Memoirs of Fellows of the Royal Society 9: 91–129. doi:10.1098/rsbm.1963.0006. 
  34. Gould on God: Can religion and science be happily reconciled? bostonreview.net