روح الله خانزاده

د کندهار پخوانی والي

روح الله خانزاده په ۱۹۷۱ کال کې د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې پرانېستې. ښاغلي خانزاده خپلې زده کړې د سياسي علومو په برخه کې د طلوع آفتاب پوهنتون څخه ترسره کړي دي. او اوسمهال په افغان پارلمان کې د کندهار د خلکو استازی دی. هغه ته د ٢٠٢٠م کال د اګست پر ٢٠مه د افغان ولسمشر لخوا افغان کرېکټ بورډ غړيتوب هم ورکړل سو. روح الله خانزاده د ٢٠٢١ کال د جنوري د مياشتي پر ٢مه نېټه د کندهار ولایت والي هم وټاکل سو.[۱] [۲][۳][۴][۵] د روح الله خانزاده د والي کيدو اوازه ٢ ورځې وروسته له هغه رامنځ ته سوه، چې د کندهار پخواني والي حیات الله حیات د اريانا تلويزيون سره په يو مرکې وویل چې "د کندهار د پولیسو اویا په سلو کې سرتېرو له دندو سره مخه ښه کړې". [۶] . د حیات ددې وینا سره د کندهار ولایت امنیه قومندان تادین خان هم مخالفت کړی وو. [۷]

روح الله خانزاده
روح الله خانزاده د ولسي جرګې په تالار کې.
روح الله خانزاده د ولسي جرګې په تالار کې.
روح الله خانزاده د ولسي جرګې په تالار کې.

واک
د کندهار ولایت والي   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۲ جنوري ۲۰۲۱  – ۱۲ اگسټ ۲۰۲۱ 
حیات الله حیات  
محمد یوسف وفا  
د شخص معلومات
زېږېدنه ۱۹۷۱ (۵۲–۵۳ کلن)
ډنډ ولسوالۍ (اوسنی کندهار)، کندهار ولایت، افغانستان
تابعیت  افغانستان
پلرنی ټاټوبی کندهار
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه

د ۲۰۱۸ کال پارلماني ټاکنې او د کريکټ بورډ غړيتوب سمول

 
روح الله خانزاده په کندهار ولایت مقام کي

روح الله خانزاده پارلمان ته له راتګ څخه وړاندې په سوداګرۍ بوخت؛ خو د ۲۰۱۸ کال په پارلماني ټاکنو کي يې د لومړي ځل لپاره د کندهار ولایت د خلکو په استازيتوب سره ۶،۴۷۱ رايو په لاس ته راوړلو سره د افغانستان و پارلمان ته لاره وموندله، او تر اوسه د کوم سیاسي ګوند ښکاره غړیتوب نلري؛ خو د اشرف غني په حکومت کې د افغان کرېکټ بورډ غړی هم سو.

د والي په توګه د کندهار لپاره کړنې سمول

د وکيل په توګه د کندهار لپاره کړنې سمول

سرچينې سمول

  1. هیواد تلویزیون (۳ جنوري، ۲۰۲۱). "د کندهار ولايت مقام له پاره نوی والي معرفي سو". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  2. د سیمه ییزه اورګانونو خپلواکه اداره (٢ جنوري ٢٠٢١). "روح الله خان زاده د کندهار ولايت نوی والي وټاکل شو". د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اگسټ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. بي بي سي پښتو (۳ جنوري، ۲۰۲۱). "حمدالله محب: د کندهار امنیتي سکټور کې به نور بدلون هم راځي". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  4. ازادي راډیو (۳ جنوري ۲۰۲۱). "روح الله خانزاده د کندهار د نوي والي په توګه وټاکل شو". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  5. پژواک خبري اژانس (۳ جنوري ۲۰۲۱). "د کندهار نوی والي: د خلکو ترمنځ یووالی راوستل او د هغوی رضایت خپلول مې لومړیتوبونه دي". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  6. اريانا تلويزيون (٣١ ډسمبر، ٢٠٢٠). "د کندهار د پولیسو اویا په سلو کې سرتېرو له دندو سره مخه ښه کړې". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  7. تاند (١ جنوري، ٢٠٢١). "د کندهار امنیه قومندانۍ د والي حیات الله حیات وروستۍ څرګندونې بې بنسټه وبللې". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)[مړه لينکونه]