تادین خان

د کندهار ولایت پخوانی امنيه قومندان

تادين خان د جنرال عبدلراﺯق وﺭوﺭ او د اپريل تر ۱۰مې کال ۲۰۲۱ پوﺭې کندهار ولايت امنيه قومندان وو. د ځينو په وينا تادين د امنيه قومندان کيدو تر مخه يو مشهور کاروباري شخصیت وو. تادين خان ٣۴-٣۵ کلن دی، او د کندهار په تاریخ کې تر جنرال رازق وروسته تر ټولو کشر شخصیت دی چې د کندهار د امنيه قومندان په توګه وټاکل سو. ده په ځينو کارونو کې د جنرال رازق د همکار په توګه هم دنده ترسره کړې ده. مطلب د ځينو په وينا دئ د جنرال رازق سلاکار هم وو. [۱][۲]

تادين خان اڅکزی
تورن جنرال
د کندهار امنيه قوماندان تورن جنرال تادين خان امنیتي ځواکونو ته د وینا په حال کې، د کندهار ملي راډیو تلوېزیون او هیواد تلویزیون په شتون کې.
د کندهار امنيه قوماندان تورن جنرال تادين خان امنیتي ځواکونو ته د وینا په حال کې، د کندهار ملي راډیو تلوېزیون او هیواد تلویزیون په شتون کې.
د کندهار امنيه قوماندان تورن جنرال تادين خان امنیتي ځواکونو ته د وینا په حال کې، د کندهار ملي راډیو تلوېزیون او هیواد تلویزیون په شتون کې.

د کندهار ولايت امنيه قوماندان
د واکمنۍ دوران
۲۲ اکتوبر ۲۰۱۸ – ۱۰ اپریل ۲۰۲۱ 
ولسمشر اشرف غني
جنرال عبدالرازق
سید شریف سرطیب
د شخص معلومات
زېږېدنه ۱ جنوري ۱۹۸۵(1985-01-01) ‏(عمر: ۳۹ کاله)
ډنډ ولسوالۍ/سپين بولدک[سرچينه پکارده]، کندهار
تابعیت افغانستان   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد ١۶۸ سانتي‌متر
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) پښتو   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداري کينډۍ:Afghanistan
مقام پاسوال   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه

واک ته رسيدنه سمول

ښاغلی تادين د پخواني امنیه قومندان ستر جنرال لوی پاسوال عبدالرازق اڅکزی ورور دی، چې د هغه د شهادت په پنځمه ورځ چي د ٢٢ اکتوبر سره سمون خوري، د کندهار د يو شمېر قومي مشرانو لخوا د اشرف غني تر لاسليک وروسته د جنرال رازق ځایناستی يا (د کندهار قومندان امنیه) وټاکل سو. په افغانستان کې ډير شمير خلګ دده پلويان دي، خو لږ بې وايي چي که څه هم جنرال رازق يو ډېر ښه امنيه قومندان وو، خو ددې مطلب دا نه دی چې ورور به يې هم دده په څېر وي.

خو په هرصورت هيڅ ډول لوی جنجال نسو رامنځته، او خپله دنده په ښه توګه پر مخ بيايي. او د کندهاریانو په نظر که څه هم دی نوی دی، خو د کندهار په حالاتو کې دومره لوي بدلون نه دی راغلی.

پوړ (Rank)، مقام يا درجه سمول

تادين خان ته د واکمنۍ پر مهال د تورن جنرال درجه ورکړل سول، خو د وخت په تېرېدو سره ۱۶۰ ورځې وروسته د ٢٠١٩ کال د اپریل د میاشتي په لومړۍ نېټه باندې دده د ښه دندې کولو له وجې ورته د مل پاسوال رتبه هم ورکړل سول.

مقام:

تادين او د قومندانۍ اداري سيسټم سمول

  • د کندهار امنيه قومانداني توانېدلې ده چي هره ورځ په اوسط ډول د زرو مراجعينو اداري کارونه پر وخت او له خنډ او ځنډ پرته اجراء کړي. نوموړې قومانداني خورا ساده او روان اداري سيسټم لري، چي د کندهار له پخواني امنيه قوماندان ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزي څخه په ميراث پاته سوی دی.
  • د قومندانۍ نظم، نوښت او کاري پرمختګ؛ بل خوا د خلکو قناعت او رضایت هغه څه دي چي زه یې اړ ایستم؛ د امنیې قومندانۍ رسميات د سهار په ۷ نیمو بجو پیل بیا د مازدیګر تر ۴ بجو پوري، حال دا چي په نورو ادارو کي رسمي کارونه په ۸ نيمو بجو پیل او پر ۲ نيمو بجو پای ته رسېږي.

دننه د مدیریتونو، آمریتونو او اړوندو څانګو تر منځ کاري وېش، معلوم مسؤلیت او مکلفیت، د عارض د کار پیل او پای ته پوره پاملرنه، لنډ عبور، ودانیز قرابت، پوره همږغي د دوی د کاري چټکتیا بل لامل بللای سو. په هره اداره کي د بېلابېلو څانګو شتون او کاري وېش د دوی د کارونو د چټکۍ بل اساسي علت نومولای سو؛ د بېلګي په ډول له پخوا سره په توپیر د پاسپورټ په شعبه کي د څلورو نورو اړوندو څانګو فعالتيا هغه آسانتیا ده چي د خلکو کارونه په یوځایي ډول له سرګردانۍ پرته په کښي تر سره کېږي؛ خو مخکي دغه څانګي په دې شعبه کي نه وې، نابلده مراجعین به سرګردانه په اړوندو څانګو پسې ګرځېدل. د هري دروازې د مسؤل یا نوکريوال له لوري تر اړوندي ادارې پوري د مراجعینو لارښوونه له مراجعینو سره د دوی د مرستي بل مهم اصل دی؛ ځکه اکثره مراجعین نابلده او د خپل کار له پاره تر مربوطو ادارو پوري مستقیماً نه سي تللای. د قوماندانۍ دننه د عکاسخانې، فوټوکاپي او کانتین شتون د مراجعینو له پاره ستره آسانتیا رامنځ ته کړې؛ تر څو د عرایضو او کار اړوند چاري دننه له ځنډ پرته په چټکۍ سره تر سره کړي.

  • مسؤلین: مسؤل کسان ښه رهبري، اوږدمهاله او لنډمهاله کاري پلانونه، منظمه کړنلاره، کاري وېش، مسؤلیت منل او پېژندل، کار خپلو اهلو ته سپارل د خپل کاري پرمختګ، نوښت او چټکۍ عوامل بولي. د کندهار د امنیې قوماندانۍ اداري مرستيال سمونوال عبدالله جان صدیقیار له اوربند سره په ځانګړې مرکه کي وویل چي امنیه قومانداني ۲۷ عمومي مدیریتونه لري او هر یو بیا په بېلابېلو آمریتونو وېشل سوی دی، چي په دې سره هم کاري وېش سم پر ځای سوی او هم مسؤلو کسانو ته خپل مسؤلیت په ډاګه دی. د صدیقیار په خبره، د احکامو ورکولو په برخه کي د قوماندان صاحب له لوري ځینو مسؤلینو ته دنده سپارل سوې؛ تر څو پر عمومي دفتر رش کم او په چټکۍ سره کارونه پر مخ ولاړ سي. صدیقیار زیاتوي چي قوماندانۍ ته په ورځ کي تر ۱۰۰۰ تنو پوري مراجعین خپلي عريضې وړاندي کوي او له نېکه مرغه له جدي ستونزي پرته د هيڅ چا کار سبا ته نه پاتېږي. صدیقیار زیاته کړه چي د کارونو د پاته کېدو په صورت کي د شپې له خوا او په غیر رسمي وخت کي دوی خپل کارونه پر مخ وړي.
  • د یادوني وړ ده چي د کندهار د امنیې قوماندانۍ د ټولو چارو او منظم کاري سمبالښت د مخکني امنیه قوماندان ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزي په وخت کي ترتیب او انسجام موندلی و؛ اوس هم یادي چاري په منظم ډول ورځ تر بلي په ښه ډول پر مخ ځي، تر اوسه هيڅ کوم بدلون نه دی په کښي رامنځ ته سوی او چارواکي وايي، تمه ده چي نور به هم په کارونو او خدماتو کي د پام وړ پرمختګ او چټکتیا رامنځ ته سي. [۳]

پر عدلي او قضایي نظام نیوکې سمول

ښاغلي تادين خان شمشاد راډیو ته په خپله وینا کې داسي وویل:
عدلي او قضایي نظام هم د فساد او هم د ډار له وجې طالب جنګیالي په سمه سزا نه محکوموي. د ده په وینا د دغو جنګیالیو ژر خوشې کیدو هغوی ته مورال ورکړي. د عدلي او قضایي ادارو داسې چلند د نظام ملا ماتوي. هغه وويل له خپله اړخه د دغو ادارو مسولینو ته ډاډ ورکوي، چې امنیت به یې ساتي، خو دوی دې طالب جنګیالي په اعدام محکوم کړي.

دی دا هم وایي، چې له دې اخوا که دا مسولین په خوب کې ډاریږي، د ده ډاډګیرنه به ورته ګټه ونه کړي.

  • د خبرداري باوجود مرکه

کله چي د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه مخکیني وزیر امرالله صالح له ټاکل کیدو سره پولیس چارواکو ته امر وسو، چې له رسنیو سره مرکې او سیاسي موضع ګیرۍ نه سي کولای.
خو له هغې وروسته تادین خان لومړنی امنیه قومندان وو، چې له دې امره يې سرغړونه وکړل.[۴]

د هغه او رسنیو ترمنځ خبرې آترې سمول

هغه په لومړي ځل په (۱۴ نومبر ٢٠١٨) کي و رسنيو ته وويل چې د کندهار د امنيت لپاره به نور کار هم کوي. او د جنرال عبدالرازق اڅکزي قاتلان به نيسي.

سرچینې سمول

  1. کابل ټکی کام (۲۷ تله ۱۳۹۷). "تادین خان". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)[مړه لينکونه]
  2. ازادي راډیو (۳۰ تله ۱۳۹۷). "د جنرال رازق ورور تادین خان د کندهار د امنیه قوماندان په توګه معرفي سو". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  3. kandahardaily.com (قوس ۷، ۱۳۹۷). "د سترګو ليدلی حال؛ جنرال رازق څنګه اداري سيسټم په ميراث پرې ايښی؟". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)[مړه لينکونه]
  4. ياران.کام (١٩ فبروري ٢٠١٩). "د پاکستان دښمن او طالبانو سره د اړیکو مدعي؛ تادین خان قضایي ادارو قهرولی". بشر درویش. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ فبروري ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)