رنګينه حميدي

رنګينه حميدي انګلیسي: Rangina Hamidi يوه افغانه سياستواله او سوداګره ده. هغې په کال ۱۹۷۷ کې د کندهاﺭ ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. تر زېږون وروسته يې کورنۍ په شاوخوا ۱۹۸۰ کې د ارغنداب سره مخه ښه وکړه ؛ د هغې کورنۍ لومړی پاکستان او وروسته بیا متحده ایالتونو ته کډواله سوه. هغه د بهرنيانو تر يرغل او ددې د پلار غلام حيدر حميدي تر ښاروال کېدو وروسته بېرته کندهار ته را ستنه سوه لومړی يې په کندهاﺭ کې د يوې سوداګرې په توګه دنده پیل کړه، او د «کندهارۍ خزانې» په نامه د ښځينه کالو د ګلدوزۍ مرکز يې پرانيست. وﺭوسته وﺭته د جون پر ۱۵مه په کال ۲۰۲۰م کې د اشرف غنې په کابينه کې د پوهنې وزارت د نوماندې او سرپرستې په حیث دنده ور وسپارل سول سول. رنګینه حمیدې د پوهنې وزارت د نوماندې په توګه ولسي جرګې ته د تایید رایې اخیستو په موخه معرفي سوې وه، خو یادې جرګې هغې ته رایه ورنکړه، البته بیا هم د پوهنې وزارت د سرپرستې په توګه خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

رنګينه حميدي
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹۷۸[۱]
کندهار   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت افغانستان   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار غلام حيدر حميدي   د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي
پښتو   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

دا هم وګورئ سمول

سرچینې سمول

  1. http://www.afghan-bios.info/index.php?option=com_afghanbios&id=2803&task=view