غلام حيدر حميدي

د کندهار ولایت پخوانی ښاروال

غلام حيدر حميدي (په انگرېزي: Ghulam Haidar Hamidi) د کندهار ښاروال و، چې د غويي په ٤مه، ١٣٩٠ (د ٢٠١١ز کال د جولاى په ٢٦مه) په کندهار کې د يوه ځانمرگي بريد له کبله ووژل شو.

غلام حيدر حميدي

مخينه

غلام حيدر حميدي د غلام سرور خان حميدي زوى او له نن څخه ٦٥ کاله وړاندې يې د کندهار ولايت د ارغنداو ولسوالۍ د کوهک په کلي کي دې نړۍ ته سترگي پرانيستې وې.

زده کړې

حميدي لومړنۍ زده کړې په خپل پلرني کلي کوهک کې کړي او ١٢ ټولگى يې د کندهار په ميرويس نيکه عالي لېسه کې په برياليتوب بشپړې کړې. هغه د لوړو زده کړو لپاره د هېواد پلازمېني ته تللى او په ښو درجو د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځۍ څخه فارغ شوى دى.

دنده او کډوالي

ښاروال غلام حيدر حميدي له فراغت څخه سمدستي وروسته د ١٣ کلونو لپاره د ماليې په وزارت کي دنده سرته رسولې ده او له ٤ کلونو راهيسې د کندهار ښاروان و.

نوموړى هم د نورو افغانانو په شان په هېواد کې د کرکېچنو او ناامنو حالاتو له راتگ سره هېواد پرېښود، لومړى يې په پاکستان او بيا وروسته د امريکا په متحده ايالاتو کي د ژوند شپې سبا کولې.

نوموړى په هېواد کي د نوي دولت له منځته راتگ وروسته بېرته خپل هيواد ته راستون شو او دلته يې د خپلو خلکو لپاره خدمت کولو ته ملا وتړله او د مرکزي ادارې له خوا خپل پلرني ټاټوبي کندهار ته د ښاروال په صفت راستون شو.

هغه ته د هېواد د ولسمشر له خوا د ښه کارونو کولو له کبله په ډېرو لوړو پوسټونو کي د کار کولو پېشنهاد وشو، چي د کندهار د ښاروال لخوا ورته له کندهار سره د ځانگړې ميني له خاطره منفي ځواب ويل شوى و.

نوموړي له تېرو څلور نيمو کلونو راهيسې په کندهار کې د ښاروال په صفت دنده اجراء کوله.

د کندهار له ښاروال غلام حيدر حميدي دوې لوڼي او يو زوى پاته شوي دي.

سرجينې

  1. د کندهار مطبوعاتي دفتر
  2. ازادي راډيو